لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو نوې کابینه کې د حقاني ډلې شتون - په دوو یې انعامونه ټاکل شوي


طالبانو چې د نهې/سې شنبې په ورځ خپله کومه نوې کابینه اعلانه کړه، په هغه کې داسې کسان شته چې د ملګرو ملتونو او امریکا لخوا په تورو لېستونو کې شامل دي او د ځینو په سر د مغربي ملکونو لخوا، انعامونه هم کېښودل شوي دي.

په دري دېرش (۳۳) کسانو چې طالبانو خپل د نوي حکومت اهمو عهدو ته اعلان کړل، کم لږ ترلږه څلور داسې کسان شته چې نومونو سره یې "حقاني" لیدل کیږي. په دې کې دوه یې معلومداره د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني د کورنۍ هغه غړي دي چې د امریکا له اړخه یې په هر یوه باندې د میلینونو ډالرو انعام ټاکل شوی دی.

سراج الدین حقاني، د پخواني جهادي کمانډر جلال الدین حقاني زوی دی چې د پلار نه وروسته یې د حقاني شبکې مشري په غاړه اخیستې ده، او هغه اوس د طالبانو په اعلان شوې کابینه کې د داخله چارو نګران وزیر اعلان شوی دی. سراج الدین حقاني په افغانستان کې په امریکایي قواوو او د مخکیني حکومت په افغان ځواکونو ګڼ شمېر خونړي بریدونه کړي دي. د مثال په توګه، د امریکا د اېف بي آی اداره وایي چې په جنوري ۲۰۰۸ کې د کابل په یو هوټل باندې برید د هغه کار ګڼل کیږي چې په کې د یو امریکني په شمول، شپږ تنه ووژل شول. همدا شان په هغه دا تور دی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د صدر حامد کرزي د وژلو منصوبه جوړه کړې وه.

امریکا په سراج الدین حقاني باندې پنځه میلینه ډالره انعام ټاکلی دی
امریکا په سراج الدین حقاني باندې پنځه میلینه ډالره انعام ټاکلی دی

اېف بي آی د سراج الدین حقاني په سر، د پنځه میلینه ډالرو انعام ايښی دی. طالبانو چې اوس کابل نیولی او سراج الدین حقاني یې د داخله چارو نګران وزیر اعلان کړی، مګر تر اوسه لا د هغه ځای چا ته ندی معلوم او په مطبوعاتو ندی راڅرګند شوی.

د سراج الدین حقاني تره (کاکا)، خلیل الرحمن حقاني هم د طالبانو په نوې کابینې کې شامل دی. هغه ته د مهاجرو د چارو وزارت سپارل شوی دی. خلیل الرحمن حقاني باندې هم امریکا پنځه میلینه ډالره انعام ايښی دی. په هغه دا الزام دی چې طالبانو ته یې چندې ټولې کولې، د طالبانو او حقاني شبکې له خوا نیول شوي اسیران یې ساتل، او د القاعده ډلې سره یې هم تعلقات درلودلي او ورسره یې د خلکو په برتي کولو کې مرسته کړې ده. امریکا خلیل الرحمن حقاني په فروري ۲۰۱۱ کې د نړېوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ.

د سراج الدین حقاني کشر ورور، انس حقاني، په کابل کې له پخواني صدر حامد کرزي سره د ملاقات په حال کې
د سراج الدین حقاني کشر ورور، انس حقاني، په کابل کې له پخواني صدر حامد کرزي سره د ملاقات په حال کې

د افغانستان او پاکستان په چارو نظر ساتونکی څېړنکار ډاکټر محمد تقي وایي، د حقاني ډلې مشران د پاکستان له استخباراتي ادارو سره ډېر نږدې پاته شوي او ځینو یې په پاکستان کې ژوند تېر کړی دی. د ډاکټر تقي وینا ده چې «خلیل الرحمن حقاني، ورور یې ابراهېم او د کورنۍ بل غړی یې، حاجي مالي خان په اسلام آباد کې ډېر وخت تېر کړی، هلته یې کورونه و، او بیا په راولپنډۍ کې یو ځای دی وېسټرېج، هلته به اوسېدل. د کورمې په کشاله کې چې ۲۰۰۷-۲۰۱۱ پورې روانه وه، حاجي خلیل د منځګړي کردار درلود.»

ډاکټر تقي له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې دا هم وویل چې کابل ته د آئی اېس آئی د مشر جنرل فیض حمید وروستی سفر ښایي په همدې هدف و چې د طالبانو په نوي حکومت کې د عهدو تقسیم داسې وشي چې د آئی ايس آئی اعتباري کسانو ته اهمې څوکۍ ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان حکومت، کابل ته د جنرل فیض حمید د سفر هدف په دوه اړخیزو مسایلو خبرې او د سیمې د امن و استحکام په اړه بحثونه یاد کړي و.

د یادونې وړ ده چې د حقاني ډلې بنسټګر، جلال الدین حقاني د مولوي یونس خالص په مشرۍ د حزب اسلامي تنظیم جهادي کمانډر و چې د روسانو په وړاندې یې جنګ کړی و او هغه وخت نه یې د عربو جنګیالیو، په خاصه توګه اسامه بن لادن سره ملګرتیا جوړه کړې وه.

کله چې په ۱۹۹۰ کلونو کې طالبان راپیدا شول، جلال الدین حقاني ورسره ملګری شو، مګر په طالبانو کې بیا د حقاني ډله ځان ته سخت دریځه تګلاره او ځان ته انتظام درلود. حقاني ډلې د بدري قطعې په نوم سپېشل فورس په شان یو ځواک لري او ګڼ شمېر ځانمرګي بریدونه یې هم کړي دي.

کابل ته د طالبانو په راتګ سره، خلیل الرحمن حقاني په رسنیو راڅرګند شو چې د پخواني صدر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، او نورو پخوانیو چارواکو سره یې کتل او هغو ته یې ډاډ ورکاوه چې طالبانو عمومي معافي اعلان کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG