لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جینکو په تعلیم د افغان طالبانو بندیز د خېبرپښتونخوا جینکۍ زدکونکي  هم اغیزمنه کړي 


طالبانو د فېصلې په نتیجه کې په افغانستان کې د تعلیم لړۍ د ځنډېدو نه پس د پښتونخوا یو شمېر ښځينه محصلانو تېره هفته په اسلام اباد کې اعتراضي لاریون وکړو او د ملګرو ملتونو د دفتر څخه یې په یو لیک کې د مرستې غوښتنه وکړه
طالبانو د فېصلې په نتیجه کې په افغانستان کې د تعلیم لړۍ د ځنډېدو نه پس د پښتونخوا یو شمېر ښځينه محصلانو تېره هفته په اسلام اباد کې اعتراضي لاریون وکړو او د ملګرو ملتونو د دفتر څخه یې په یو لیک کې د مرستې غوښتنه وکړه

په افغانستان کې پوهنتونونو ته د جینکیو په ورتګ د طالبانو بندیز د خېبرپښتونخوا هغه محصلین هم اغېزمنه کړي چې په افغانستان کې یې زده کړې کولې.

طالبانو د فېصلې په نتیجه کې په افغانستان کې د تعلیم لړۍ د ځنډېدو نه پس د پښتونخوا یو شمېر ښځينه محصلانو تېره هفته په اسلام اباد کې اعتراضي لاریون وکړو او د ملګرو ملتونو د دفتر څخه یې په یو لیک کې د مرستې غوښتنه وکړه.

ثنا ګل چې ننګرهار ولایت کې د درییم کال د طب پوهنځۍ محصله ده، وي او اې ډیوې ته وايي "موږ په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو سازمان ته لاړو او له هغو مو وغوښتل چې زموږ لپاره د سکالرشیپونو بندوبست وکړي. موږ ۱۰۵ زده کوونکي یو. موږ د پاکستان د حکومت څخه هم غوښتنه کوو چې موږ ته د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي."

دغه ښځینه محصیلینې چې شمېر یې ۱۰۵ تنو ته رسي وايي دوي په افغانستان کې د کال درې نیم لکه افغانۍ فېس ورکولو خو په پاکستان کې دا فیس پینځه برابره ګران دی.

د خېبر پښتونخوا د میډیکل کالج په اساس د طب پوهنځي د هر کال فیس خرچه د ۱۲ لکه څخه نیولې تر ۱۸ لکو پورېده.

د طب پوهنځۍ بله زده کوونکي سپوږمۍ ګل وايي د پوهنتون بشپړول او د طبي سند ترلاسه کول د هغې یوازینی ارمان دی.

سپوږمۍ زیاتوي چې"د تیرو دریو کلونو راهیسې موږ په افغانستان کې د طب زده کړه کوله. موږ له ډېرو ستونزو سره مخ شو، د خصوصي پوهنتون فیسونه مو هم ورکړل، زمونږ کورنۍ داسې شتمنې نه دي چې دا فیسونه له سره برابر کړي. زمونږ ټوله خواري ضایع کیږي."

کلي اکبر چې د طب پوهنځي د اخېري کال زده کوونکې وه وايي په بې صبرۍ سره یې د فراغت انتظار کولو.

هغه وايي چې د بنديز د اعلان پر مهال يې خپلې وروستۍ ازموينې ته چمتووالى نيولى و.

هغه وايي د طالبانو محدوديت په شخصي کچه ځپلي او د پر ذهني حالت یې هم ناوړه اغېزې کړي.

کلي وايي "له 20 څخه ډیر ښځینه زده کونکي چې زه پوهیږم د ژور خپګان سره مخ دي. دوی دا مهال تر درملنې لاندې دي. د زده کونکي لپاره دا خورا سخت حالت دی. زمونږ راتلونکی دا مهال نا معلومه دی. مونږ د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوو چې زمونږ راتلونکی وژغوري."

د پيښور پوهنتون د ژورنالیزم د څانګې ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي افغانستان کې د طالبانو سخت دریځه مفکوره په سیمه او په ځانګړي‌ ډول د پښتنو په علاقو هم منفي اغېزې کړي او که مخه یې و نه نیول شي نو د هغه په قول دا به د یو وایرس په توګه خپور شي.

عرفان اشرف زیاته کړه "طالبانو په خپل ځواک سره په افغانستان کې یوه افراطي ایډیالوژي منځ ته راوړه چې له بلوچستان څخه تر خیبر پښتونخوا پورې یې ټولې سرحدي سیمې اغیزمني کړي دي."

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې شپاړس نیمو میاشتو کې د نجونو او ښځو پر مخ د لوړو زد‌کړو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او پر دې سربېره یې هغوی پارکونو، حمانونو او ورزشي کلپونو ته له تلو منع کړي او هم یې ښځې په غیردولتي موسسو کې له کار کولو را ګرځولي دي.

طالبان وايي چې د ښځو د تعلیم او کار روزګار لپاره به اسلامي شریعت ته په کتو او افغان کلتور سره سم حالات برابروي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG