لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو بند امیر ته د ښځو په ورتګ پابندي ولګوله


د بند امیر په اړه د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن وویل چې دا بند د غرونو په منځ کې پرامنه نخلستان دی چې ژورې اسماني رنګ اوبه لري
د بند امیر په اړه د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن وویل چې دا بند د غرونو په منځ کې پرامنه نخلستان دی چې ژورې اسماني رنګ اوبه لري

د افغانستان واکمنو طالبانو په بامیان ولایت کې بند امیر نومې جهیل ته د ښځو په ورتګ پابندي لګولې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي ويلي بند امیر ته د تګ په مهال ښځې په مناسب ډول سرونه نه پټوي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه حنفي طالب چارواکو او مذهبي مشرانو ته وویل ښځو دپاره سېل ته تلل ضروري نه دي.

د رپورټ ترمخه، حنفي وویل د طالبانو امنیتي ځواکونه به ښځې بند امیر ته د تګ نه منع کوي.

بند امیر ته د ښځو په ورتګ د بندیز اعلان جهیل ته د حنفي د یو ورستي سفر نه پس شوی دی.

د بند امیر په اړه د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن وویل چې دا بند د غرونو په منځ کې پرامنه نخلستان دی چې ژورې اسماني رنګ اوبه لري.

په ښځو بند امیر ته د ورتګ د پابندۍ په لړ کې د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ چارواکې هېدر بار وویل په داسې حال کې چې د هر کور نه زندان جوړېږي په ښځو قدم په قدم دېوالونه تنګېږي.

بار وویل طالبانو جینکۍ او ښځې د تعلیم، کار روزګار او په ازاده د حرکت نه منع کړې خو په دې يې قناعت و نه کړو او اوس د ښځو نه پارکونه، لوبې او فطرت هم اخیستل غواړي او ښځو نه د فطرت اخیستل بند امیر ته د دوی په ورتګ لیدل کېږي.

په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس د شپږم ټولګي نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولې او ښځې روزګار نه کولی.
طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وایي ښځو د کار روزګار دپاره به د شریعت او د افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.

یادونه: د وي او ای د دې خبر ځینې معلومات د ای پي خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG