پاکستاني طالبانو د خالي په ورځ ادعا کړې چې دوي د پاکستان او افغانستان سرحدی سیمې نه 25 هلکان افغانستان ته تښتولي دي.
د تحریک طالبان پاکستان یو ویاند د خالي په ورځ ویلي دي چې دغه هلکان د هغو سیمو سره تعلق لري چې خلک یې اسلام اباد سره د طالبانو پرضد جگړه کې ولاړ دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې چې د تښتول شوؤ هلکانو په اړه کوم قسم پریکړه به د دوي مشران کوي.
د جمعې په ورځ پاکستانی چارواکو ویلی وؤ چې د 25ؤ نه تر 30ؤ پورې هلکان د اختر په موقعه په خطا کې د سیال سپاټې لپاره افغانستان ته اوړیدلی وؤ.
چارواکی وایی چې د هلکانو عمرونه د لسو او اتلسو کالو ترمېنځ دي. او دوي د زیارت په ورځ هغه وخت وتښتول شول کله چې دوي د پاکستان باجوړ قبایلی سیمی نه د افغانستان نمر ختیز ایالت کنړ ته واوړیدل.
د افغانستان ځایي چارواکو ویلي چې دوي ته د تښتول شوؤ هلکانو په اړه هېڅ علم نېشته . د پاکستان او افغانستان ترمېنځه سرحدی سېمی کې د طالبانو او د القاعده مضبوطی اډی موجودی دي.
تېره میاشت هم دغه سیمو کې د افغانستان نه اوړیدلو جنگیالو خونړی بریدونو کې د پاکستان امنتیی عسکر او ځایي خلک وژل شوي دي.
پاکستان په دغه بریدونو افغانستان ته خپل سخت خفگان ښکاره کړی دی.
پاکستاني طالبانو افغانستان ته پاکستاني هلکانو د تښتولو ادعا کړی
