لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اختر منصور مړ خو قيصه یې ژوندۍ


روژه بيا راروانه ده او دا هر کال په مسلمانانو راځي چې ورسره د اسلامي عقيدې تر مخه برکتونه او ثوابونه تړلي دي. نو هسې راياد مې شو چې د طالبانو د وژل شوي مشر ملا اختر منصور سره مې په يوه روژه کښې څه خبرې شوې وې او هغه درسره يو ځل بيا شريکوم. زمونږ د کلي گل زرې ترور چې به د داسې مړي واوريده نو زر به يې وې چې دا مړی خو بختور ؤ- گوره د جمعې شپه يې په نصيب شوه او يا به يې څه بله زبرگه ورځ او يا شپه راپه یاده کړه. او چې کوم مړی به يې ليدلی ؤ نو بيا خو به يې وې چې داسې ښايسته پروت ؤ تا به وې چې اوده دی. او داسې نرۍ مسکا يې په مخ پرته وه او سم نور ترې ختو. نو ماته هم دغه ترور راياده شوه چې د طالبانو مشر د شوقدر (شب قدر) شپه خو وړه ولې خبر نه يم چې د طالبانو د اميرالمومنين مخ ليدل به هم د کومې گل زرې ترور نصيب شوی وي او کنه. ځکه هغه خوار خو يې په داسې اور سيزلی دی چې خداې دې ترې ساته.
نو اوس راځم هغې قيصې له.
روژه وه او په دغه ورځو کې مې په پیښور کې د انگریزۍ ژبې ورځپاڼي دي نیوز سره کار کولو. په روژه کې هسې هم ډیر څه خبرونه نه وي اونه څه کار کسب ته د سړي توان کیږی..
په افغانستان کې هم ډیر څه حیرانونکې خبرونه نه وو ځکه چې د طالبانو د پرله پسې فتوحاتو لړۍ کمه شوي وه. په نور افغانستان کې د طالبانو قبضه وه خو فقط د احمدشاه مسعود ځواکونو د پنجشیر دره په خپل واک کې لرله او د طالبانو څو حملې يي ناکامه کړې وې..
که هر څو هم د افغانستان سرښار کابل دی خو د طالبانو سرښار قندهار ؤ چرته چې ملاعمر او اوسامه بن لادن اوسیده..
ناڅاپه خبر راغی چې د هند یوه مسافر طیاره د نیپال سرښار کټمنډو نه د هند سرښار دلي ته په پرواز وه چې وتښتول (هائی جیک) شوه..
دا د کال ١٩٩٩ د سمبر ٢۴ مه نیټه وه. د هائي جیکرز شناخت لا نه وو شوی. خو خبرونونه خپریدل چې په پاکستان کې موجود د کشمیر د وسله والو ډله د جهاز په تښتولو کې ککړه ده او بیا ورسته دا خبره په ډاگه شوه چې د حرکت المجاهدین په نوم پیژندل شوی ډله پکې لاس لري.
جهاز د دلي په ځاې په امرتسر کې کوز کړی شو ځکه تیل ورته کم وو او هائي جیکرز دغه جهاز لاهور کښې کوزول غوښتل. د هند حکومت په هائي جیکرز د حملې پلان لرلو او د تیلو د ټینکر په شا ېي ځواکونو ځان چمتو کړی ؤ خو هائي جیکرز وپوهیدل او پائیلټ يي مجبور کړو چې بغیر د تیلو اچولو. د امرتسر نه جهاز د لاهور ائیرپورټ پله والوځوي. پاکستان جهاز ته په لاهور د کوزیدلو اجازت ور نه کړو. د تیلو د کمي په وجه پائیلټ کریش لینډنگ ته ځان تیار کړو نو پاکستان وپوهیدو چې بله لار نشته او د لاهور ائیرپورټ رڼا يي بحال کړه او جهاز په لاهور کې کوز شو..
د تیلو اچولو ورسته پاکستان جهاز ته دملک نه د وتلو حکم ورکړو او دغه جهاز سره ١٧٦ مسافرو دبۍ ته ورسول شول. په دې سفر کې یو مسافر په چاکوانو وهل شوی ؤ. چې دبۍ ته د رسیدو مخکې يي ساه ورکړه. کم نه کم ٢٧ مسافر يي دبۍ په ائیرپورټ ازاد کړل او جهاز خپل سفر د افغانستان د قندهار ائیرپورټ ته پیل کړو..
دغه وخت په افغانستان کې د طالبانو حکومت ؤ. ویل کیږي طالبان نه وو خوښ دغه جهاز قندهار کې کوزیدو ته پریږدي خو بله ه لاره يي نه لیدله او جهاز ېي هم په قندهار کې کوزیدو ته پریښودو..
د یوې هفتې پورې دغه قیصه روانه وه چې اخیر کار د اغوا کارانو لخوا د درې کسانو چې د هند په جیلونو کې وو د خوشي کولو غوښتنه وشوه. او دغه خبر ماته د تالبانو وزير خارجه مولوي وکيل احمد متوکل راکړ چې مې د نورې نړي والې ميډيا سره شريک کړو.
په دغه ورځو کې د افغانستان ډیر ښارونه د پاکستان د ټیلې فون محکمې په پاکستاني کوډ تړلې وو. د مثال په توگه که دې غوښتل کابل یا جلال اباد ته فون وکړې نو د پیښور په کوډ که هرات کې دې خبرې کول غوښتل نو د لاهور په کوډ، مزارشریف د اسلام اباد په کوډ او قندهار د کوټې په کوډ تړلې شوي وو..
زما هم په دوه شمیرو د طالبانو د خارجه وزیر مولوي وکیل احمد متوکل او د سول ایوایشن وزیر ملا اخترمنصور چې د ملا عمر د مرگ نه پس د طالبانو د خپلې ډلې مشر شو سره رابطه وه او وخت په وخت مو تازه صورتحال لپاره ورته ټیلې فون کولو.
په دې دوران کې یو مسافر چې زیات ناروغه وو د هائي جیکرز لخوا د علاج لپاره خوشی کړی شو.
ما ملا اختر منصور ته فون وکړو چې ملا صیب خبر شوی یم چې یو مسافر يي خوشی کړی دی. ده ویل هو داسې ده. ما ویل که نوم يي راته اووائي نو مننه به وي ځکه مطبوعاتو ته دا ډیره مهمه وي چې ددغه مسافرو پیژندگلو اوښایو. ملا منصور ویل څه داسې د هندوانو په رنگ نوم يي دی خو پریږده په نوم يي څه کوي. او چې ما خپله غوښتنه بیا تکرار کړه نو اختر منصور غصه شو او ویل يي روژه يم د هندوانو نوم راباندې روژه په خوله ولې اخلې او فون يي بند کړو.
څو ورځې پکې تیرې شوي او لا هیڅ څه په ډاگه نه وو چې دا هائي جیکرز څوک دي؟ څه غواړي؟ او مخکې به چرته ځي؟ هڅې مې د مولوي وکیل احمد متوکیل شمیره ډائل کړه چې اتفاقًا په ځائې ؤ، فون يي اوچت کړو، ما سلام وکړو او ځان مې ور ووپیژندو. دا به دریاد کړم چې د هائي جیکرز او د هند د حکومت په منځ کې د غوښتنو په سر منځگړتوب مولوي وکیل احمد متوکل کولو.
متوکل په تادۍ يي راته ویل لنډه خبره کوه څه پوښتنه لري؟ ما ویل که تاسو راته تازه حال راکړۍ، نو ویل يي "د طیارې تښتونکو په رسمي توگه د هند نه د درې کسانو د ایله کیدو غوښتنه وکړه چې پکې مشتاق احمد زرگر، احمد عمر سعید شیخ او مولانا مسعود اظهر نومونه مونږ ته راکړل شوي دي."
هند د غوښتنو منلو ورسته دغه درې کسان په خصوصي طیاره کې قندهار ته ورسول چې یرغمل شوي مسافر ازاد کړی شي. د خوشي کیدو ورسته مولانا مسعود اظهر په کال ٢٠٠٠ کې په پاکستان کې د جیش محمد په نوم خپله جهادي ډله اعلان کړه. او په کال ٢٠٠١ کې د هند په پارلیمان شوي برید کې د هند لخوا ککړ وگڼل شو.
احمد عمر سعید شیخ په کال ٢٠٠٢ کې د امریکائي صحافي ډینیئل پرل په تښتولو او د هغه د سر پریکولو په تور ونیول شو او لا د پاکستان زندان کې پروت دی.
مشتاق احمد زرگر د پاکستان د ولقې لاندې کشمیري وسله والو ډلو ته په تربیت ورکولو لاس پورې کړلو او باور کیږي دغه لړۍ له وس هم دوام لري.
طالبانو د شخړې د خاتمي ورسته نه یوازې د هندي مسافرو بیرته د تگ بندوبست وکړو بلکه د جهاز تښتونکو ته يی افغانستان په ١٠ ساعته کې د پریښودو امر وکړو.د خبرونو له مخه هائي جیکرز سره د درې واړو ازاد کړی شوو کسانو پاکستان ته واوړیدل ولې پاکستان دغه دعوې رد کړې چې ورسته هم دغه کسان بیا په پاکستان کې ښکاره شول..

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG