لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د گوانټانامو پخواني طالب قیدیان د طالبانو د قطر په دفتر کې شامل شول


د طالبانو سره په قطر کې د خبرو ورستۍ ناسته په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خصوصي استازی افغان نژاد زلمی خلیلزاد دا میاشت وکړه
د طالبانو سره په قطر کې د خبرو ورستۍ ناسته په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خصوصي استازی افغان نژاد زلمی خلیلزاد دا میاشت وکړه

د افغانستان د طالبانو هغه پنځه مشران چې په کال ٢٠١۴ کې د یو امریکايي پوځي په بدل کې د گوانټانامو بی زندان نه ازاد کړی شوي وو په قطر کې د طالبانو په سیاسي دفتر کې شامل شوي دي. په نژدې ورځو کې امریکايي مامورینو په دوحه کې د دغه دفتر د لارې طالبانو سره لومړنۍ خبرې کړې دي.

د طالبانو ترجمان زبیح الله مجاهد د نهې، سه شنبې، په ورځ د وي او ای انگریزۍ څانگې ته وویل د قطر دفتر کې شامل شویو طالب مشرانو ته په یوه دستوره کې په رسمي ډول د "سیاسي مرکچیانو" کار وسپارل شو. مجاهد وویل "دوی کافي ارام وکړو او اوس یې (د طالبانو) عملي خدمت بیا پېل کړو."

په قطر کې د طالبانو په ازاد شویو مشرانو کې د طالبانو د وخت داخله وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د طالبانو د بلخ او لغمان ولایتونو والي یا گورنر ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق واسق چې د طالبانو د استخباراتو نائب مشر وو، د طالبانو فوجي مشر ملا فاضل مظلوم او د طالبانو د مواصلاتو رئیس محمد نبي عمري شامل دي.

د خپلو مشرانو په بدل کې طالبانو د امریکايي پوځ یو عسکر سارجنټ بوبرگډال د خپلې ولکې نه ازاد کړو.

د طالبانو په سیاسي دفتر کې دغه طالب مشران په داسې وخت شامل شوي چې د واشنگټن او د طالبانو ترمنځ د لومړیو خبرو لږ تر لږه دوه معلوم دورې شوې دي.

د طالبانو سره په قطر کې د خبرو ورستۍ ناسته په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خصوصي استازی افغان نژاد زلمی خلیلزاد دا میاشت وکړه.

طالب ترجمان زبیح الله مجاهد وویل چې د طالب مشرانو د قطر دفتر کې ورشاملېدل به د امریکې سره په لومړیو خبرو "لوې اثر" وغورځوي.

واشنگټن او نه هم قطر په سمدستي توگه د گوانټانامو پخواني قیدیانو د طالبانو د قطر په دفتر کې د ورشاملېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د پخواینو لوړ رتبه مامورینو د بیا فعاله کېدو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې تیره هفته پاکستان د طالبانو پخواني نایب مشر ملا عبدالغني برادر او یو بل مهم طالب مشر ملا صمد ثاني د ډیر وخت د قید نه ازاد کړل.

د پاکستان حکومت په یو بیان کې د طالبانو د ازدولو په اړه وویل "ملا برادر او ملا صمد ثانی د پاکستان د هغه ژمنې سره سم ازاد کړی شوې دي چې په افغانستان کې د امن په پروسه کې به مرسته کوي...مونږ د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په ملکیت کې د مفاهمت د پروسې سره ژمنه لرو."

د گوانټانامو نه د ازادیدو ورسته د طالبانو پنځه غړي قطر ته لیږل شوي وو او د قطر حکومت دا ذمه واري وه چې د دې نه وړاندې دغه طالبان بیا فعالیتونو ته پرېنږدي.

څیړونکي وايي امریکا به هم پشي شا رضا وه چې د طالبانو دغه غړي د قطر په دفتر کې شامل شي.

د امریکې د میرین ځواکونو پخواني افسر اېډم واینسټین، چې په افغانستان کې هم پاتې شوی او د طالبانو سره یې د امریکې د مذاکراتو لاره هواره کړې ده، وايي د دواړو خواؤ ترمنځ د لومړنیو مذاکراتو په نتیجه کې د اافغانستان د مسلې سیاسي حل راپیدا کیدی شي.

اېډم واینسټین چې دا مهال د پاکستان په سفر دی او په اسلام اباد کې د امنیت په موضوع وینا کوي، وي او ای ته وویل "زه په کوټه کې نه یم چې راته معلومه شي چې په کومو شرایطو خبرې کیږي، خو که چېرې امریکا سنجیده وي، پاکستان سنجیده وي او طالبان سنجیده وي او افغان حکومت سنجیده وي، نو ځما په خیال (د مسلې د حل) امکان شته."

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG