لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ازبکستان خارجه وزارت: د افغان طالبانو پلاوي د تاشقند سفر کړی


Tashkent Conf
Tashkent Conf

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ترمخه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی د شیر محمد عباس ستانکزۍ په مشرۍ کې تاشقند ته رسیدلی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت د یو بیان تر مخه د طالبانو پلاوي ته په تاشقند کې هر کلې ویل شوی او دواړو خواو په افغانستان کې د امن په امکاناتو خبرې اترې کړي دي.

ویل کیږي د طالبانو د پلاوي د ازبکستان دغه سفر په مارچ کال ۲۰۱۸م کې په تاشقند کې د افغانستان په اړه شوي غونډې وروسته دغه پرمختگ لیدل شوی.

روان کال د مارچ په میاشت کې په تاشقند کې شوي نړیواله غونډه (پیس پراسس، سیکورټي کواپریشن اینډ ریجنل کنیکټیویټي) کې په افغانستان کې د روانې جګړې د هوارۍ په چارو د څلورویشتو هیوادونو استاذو او د ګڼ شمیر نړیوالو مرستندویه ادارو غړو هم گډون کړی وو.

د غونډې په اخېره کې د ازبکستان صدر افغانستان کې دامن او ثبات لپاره د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د غونډې د کوربه توب وړاندیز هم کړې وو. او افغانستان اولسمشر صدر اشرف غني د ازبکستان د صدر د دغه وړاندیز هرکلې کړې وو.

د پاکستان د قامي سلامتیا پخوانې سلاح کار لیفټیننټ جنرل ناصر جنجوعه د ازبکستان د صدر د وړاندیز هرکلې کړې وو او دا يې د افغانستان جګړې د هوارۍ لپاره یوه لویه کامیابي بللې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG