لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي د اګست ۱۵ نېټه يې د امریکې خلاف د بریا ورځ ټاکلې


د کال ۲۰۲۱ د اګست د ۱۵ نېټې په دې تصویر کې طالب وسله وال د کابل په صدارتي ماڼۍ کې ناست لیدل کېږي. دا تصویر ای پي خبري ادارې شایع کړی دی
د کال ۲۰۲۱ د اګست د ۱۵ نېټې په دې تصویر کې طالب وسله وال د کابل په صدارتي ماڼۍ کې ناست لیدل کېږي. دا تصویر ای پي خبري ادارې شایع کړی دی

د افغانستان واکمن طالبانو ویلي د اګست د میاشت ۱۵ نېټه يې د امریکې خلاف د فتحې ورځ اعلان کړې او په افغانستان په دویم ځل د واکمنېدو دویمې کليزې په مناسبت به د نهې، سه شنبې، په ورځ عامه رخصتي وي.

د امریکې په مشرۍ کې افغانستان نه د نېټو ځواکونو د انخلا وروسته طالبان د کال ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په کابل واکمن شول، د صدر اشرف غني حکومت نسکور شو او غني د ګڼ شمېر نورو مرستیالانو ترڅنګ د ملک نه ووتلو.

د طالبانو د کار او د سماجي چارو وزارت وویل چې د نهې، سه شنبې، ورځ د اسلامي امارت په مشرۍ کې د امریکې او امریکي د اتحادیانو خلاف د افغان ولس د جهاد د بریا ورځ ده.

یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. نړیواله ټولنه وايي په رسميت د منل کېدو دپاره دې طالبان د ښځو په تعلیم، کار روزګار او نور قدغنونه لري کړي. نړیوالې ټولنې په طالبانو د انساني حقونو د خلاف ورزیو الزامات لګولي دي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وي او ای سره مرکه کې وویل وخت راغلی چې امریکا او اتحادیان يې د طالبانو حکومت تسلیم کړي. د هغه په قول دا د افغان ولس حق دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، مجاهد، چې په کندهار کې يې د خپل دفتر نه مرکه کوله، وویل د ښځو تعلیم مسله نه ده بلکې د هغه په قول دا فقط بهاني دي.

هغه وویل د مغربي او هغو ملکونو دپاره چې په افغانستان کي يې خوړلی اسلامي حکومت نه مني نو د هغه په قول ځکه د طالبانو حکومت په رسميت نه پیژني.

متحده قومونو د طالبانو حکومت د تسلیمولو مسله د نامعلومه مودې پورې ځنډولې ده.

مجاهد وویل په تېرو دوو کلونو کې یې حکومت د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي دي.

هغه وویل طالبانو په قومي کچه په افغانستان کې امن او امان قایم کړی دی، اقتصاد ته يې ثبات ورکړی، د کوکنارو او د نشۍ توکو سمګلېنګ يې ختم کړی، په ورارثت کې د ښځو حقونه يې یقيني کړي او د شریعت سره سم تجارتي هلي ځلي کوي.

د طالبانو ترجمان وویل د یو شمېر ملکونو سره رسمي تعلقات لري، د سفارتکارۍ دلارې نورو ملکونو ته سفرونه کوي او ورسره همکاري کوي، په یو شمېر ملکونو کې افغان سفارتونه پرانېستل شوي او په کابل کې سفارتونه فعاله شوي دي او د نورو ملکونو سره په سرکاري کچه کاروبار، تجات او د استازو تګ راتګ کېږي.

ذبیح الله مجاهد د طالبانو دا غوښتنه هم تکرار کړه چې امریکا او نور مغربي ملکونه دې د افغانستان منجمد کړي د نهې بېلین ډالرو اثاثې بېرته افغانستان ته ورکړي.

مجاهد وویل چې طالبانو ترهګري ختمه کړې او ژمنه لري چې د افغانانو په شمول په هېڅ څوک نه پرېږدي چې د افغانستان د خاورې نه امریکې او یا بل ملک ګواښ کړي.

مجاهد وویل د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې طالبانو په افغانستان کې د داعش مرکزونه قریباً ختم کړي دي.

تېره میاشت طالبانو سره په دوحه کې د خبرو په مهال امریکايي چارواکو په طالبانو غږ وکړو چې هغ تګلارې دې بېرته واخلي چې له امله يې د انساني او د ښځو د حقونو صورتحال خراب شوی دی.

په دوحه کې د خبرو په اړه د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ وویل امریکايي او د طالبانو پلاوي د سېکیورټي حالات د بهتر کولو دپاره د طالبانو په کوښښونو خبرې وکړې.

سټېټ ډپارټمنټ وویل د دوحه په ناسته کې دا رپورټونه هم په پام کې ونیول شوو چې په کوکنارو د طالبانو د پابندۍ له امله د کوکنارو کښت کم شوی دی.

څېړونکي وايي طالبانو نه یوازې د ښځو په ضد بندیزونه لګولي بلکې طالبانو د واکمنۍ لاندې په مطبوعاتو او خبریالانو خنډان زیات شوي دي.

د خبریالانو نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس په طالبانو غږ کړی مطبوعاتو د ویرولو دقدامات دې ودروي او خپل دا لوظ دې پوره کړي چې خبریالانو ته به تحفظ ورکوي.

د اېشیا چارو دپاره د سي پي جی بی لي يي وویل د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې د افغانستان د یو وخت فعالو مطبوعاتو یوازې سیوری پاتې شوی دی.

د مطبوعاتو څارنه کونکي وايي په افغانستان کې دا مهال قریباً ۱۲ خبریالان د خپل کار په سر په زندان کې دي. په تېرو دوو هفتو کې نور خبریالان هم نیول شوي دي. درې خبریالان د اتوار، یکشنبې، په ورځ ونیول شوو.

د طالبانو د استخباراتو اداره د خبریالانو په ضد د ګامونو په شا ده او د طالبان د حکومت ترجمانان په دې اړه څه نه وايي.

سي پي جی ویلي دوه کاله مخکې واک ترلاسه کولو په وخت طالبانو لوظ کړی چې د مطبوعاتو د ازادۍ تحفظ به کوي خو ګڼ شمېر مطبوعاتي ادارې بندې کړي، په ځینو نړیوالو مطبوعاتو يې بندیز لګولی او غیر ملکي خبریالانو ته يې ويزې نه دي ورکړي.

سي پي جی وویل په تېرو کلونو کې په سلګونو افغان خبریالان د ایران او پاکستان په شان ګاونډیو ملکونو ته تللي دي او اکثر په کې په داسې حال کې ګیر دي چې په څه دریم ملک کې د ابادېدو امکان يې واضحه نه دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG