لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي د امریکې او ایران تاوتریخوالی به د افغانستان د امن بهیر اغېزمن نه کړي


په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازی زلمی خلیلزاد
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان طالبانو ویلي د امریکې او ایران ترمنځ تازه تاوتریخوالی به په افغانستان کې د امن په غرض د واشنگټن او طالبانو د سولې بهیر اغیزمن نه کړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین د افغان امن په اړه د خپلې ډلې دغه دریځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وي او ای انگریزۍ څانگې ته څرگند کړو.

دا په داسې مهال چې یوه ورځ وړاندې ایران په عراق کې د امریکايي پوځ په دوو مرکزو مزایلې وویشتلې. ایران وویل په امریکايي پوځي اډو حمله یې د جنرل قاسم سلېماني د وژل کېدو په بدل کې وکړه. جنرل سلېماني تېره هفته په امریکايي ډرون حمله کې وژل شوی دی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ قام ته وینا کې وویل په امریکايي اډو د ایران په حمله کې د امریکايي عسکرو څه جاني زیان نه دی شوی. صدر ټرمپ وویل داسې ښکاري چې ایران د خپل جارحانه دریځ نه په شا شوی دی. امریکايي صدر زیاته کړه هرڅوک چې امن غواړي امریکا ورسره امن ته تیاره ده.

صدر ټرمپ د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې په کابل کې د طالبانو د ځانمرگي حملې وروسته طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ ختمه کړه. خو په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد طالبانو سره په قطر کې بیا خبرې شروع کړې دي.

سهیل شاهین وویل امریکا او طالبانو د سولې د لوظنامې ته نژدې شوې دي.

د امریکې او ایران ترمنځ د موجوده تاوتریخوالي په اړه طالب ترجمان وویل "دا پرمختگونه به د امن بهیر په منفي توگه متاير نه کړي ځکه چې د امن لوظنامې ته حتمې شکل ورکړی شوی دی او یوازې لاس لیک کېدل یې پاتې دي."

سهیل شاهین وویل دغه پرمختگ ځکه هم شوی دی چې طالبان او امریکا په دې خبره متفق دي چې په افغانستان کې د حل یوازې امن دلارې ترلاسه کېدلی شي.

امریکا غواړي طالبان دا ضمانت ورکړي چې د افغانستان خاوره به بیا د ترهگرۍ دپاره نه استعمالېږي او دا چې طالبان دې د افغان حکومت سره هم خبرو ته کښېني. طالبان د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو انخلا غواړي او تر دا وخت یې د افغان حکومت سره د خبرو نه ډډه کړې ده.

د امریکې او ایران ترمنځ د کړکیچ زیاتېدو په ترڅ کې د وي او ای انگریزۍ څانگې رپورټ وايي دا تشویش راپارولی چې ایران به د امریکې او طالبانو ترمنځ د امن روان عمل ته د زیان رسولو کوښښونه شروع کړي او طالبانو سره به خپلې مرستي زیاتې کړي چې دا رنگ په افغانستان کې حملې تندې کړي.

امریکايی مامورین د ډیر وخت راهسې وايي چې ایران او روس د طالبانو مرسته کوي. خو دواړه هیوادونه دا خبره ردوي.

او په افغانستان کې ایران پلوه شیعه گوندونو د جنرل سلېماني د وژنې غندنه کړې ده.

زلمي خلیلزاد په طالبان غوږ کړی چې د تشدد نه دې لاس واخلي، د ډزبندۍ اعلان دې وکړي او بین الافغاني خبرو ته دې تیار شي.

طالب سرچینو وي او ای ته ویلي ښاغلي خلیلزاد په موجوده وخت کې هم په قطر کې دی خو امریکايي مامورین په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG