لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان او ټانک خلکو د بجلۍ د نشتوالي پرضد احتجاجي پرلت پېل کړی


د جنوبي وزیرستان خلک د بجلۍ د نشتوالي پرضد احتجاج کوي
د جنوبي وزیرستان خلک د بجلۍ د نشتوالي پرضد احتجاج کوي

د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان او ورسره څېرمه پرتې اېف ار ټانک سیمې خلکو د بجلۍ د نشتوالي پرضد په ټانک ضلع کې احتجاجي پرلت پېل کړی دوی وایي لس ورځې کیږي چې حکومت یې بجلي بنده کړې ده. خو حکومتي چارواکي وایي دې احتجاج کوونکو سره مذاکرات پېل کړی شوي او زر به دا ستونزه هواره کړی شي.

د پخوانۍ نیمې قبایلي سیمې جنډولې یو سپین ږیری امير خان چې د مظاهرې ګډون وال دی وايي حکومت بد حال جوړ کړی دی د کله نه چې ګرمي شروع شوې په منزۍ سیمه کې شپه او ورځ یواځې څو ساعته بجلي وي او نوره نه وي چې له دې امله‌ خلک د ګرمۍ دلاسه په اور کې ولاړ دي.

هغه وویل دا لس ورځې کیږي چې دوی ته مکمله بجلي بنده کړی شوې ځکه يې احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

حکومتي چارواکي وایي د احتجاج کوونکو سره د انتظامیې د مشرانو د لارې خبرې روانې دي او زر به یې ستونزه هواره کړي خو د احتجاجي پرلت یو ولسي مشر رفعت الله بېټنی وایي دوی یوه اوونۍ په علاقه کې احتجاجي پرلت کړی او هلته يې خبره نه اوریدل کېده د هغې وروسته دوی په ټانک ضلع کې احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

هغه وویل دوی ته د شپږو ساعتونو د بجلۍ ورکولو ویل کیږي خو د دوی غوښتنه ده چې د ملک نورو برخو په څېردې دوی ته هم پوره بجلي ورکړل شي.

د ټیسکو چارواکي وایي یو خو د دغه سیمې خلک د بجلۍ بلونه نه ورکوي بل د بجلۍ د کموالي سره مخامخ دي چې له وجې له امله يې کمه بجلي ورکړل کیږي.

خو د احتجاج یو بل ګډون وال جمال مالیار وایي ګومل زام ډیم د دوی په خاوره کې جوړ شوی، 17.4 میګا واټ بجلي پیدا کوي په دغه بجلۍ دې لومړی حق د دوی اومنل شي.

هغه وویل د ګومل زام بجلي د ملک ګوټ ګوټ ته رسي خاوره او اوبه یې د دوی دي خو د علاقې خلکو ته دا حق ته ورکړل کیږي.

په پاکستان کې د تیرو شلو کالو راهسې د بجلۍ لوډ شیډنګ شروع دی ا‌و‌ هر حکومت د ولس سره د لوډشیډنګ ختمولو دعوې کوي خو تر اوسه یو حکومت هم د لوډشیډنګ په ختمولو نه دی بریالی شوی.

د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف هم په اقتدار کې له راتلو سر سم د مې په میاشتې کې اړونده چارواکو ته د لوډشیډینګ کمی لارښونه کړې وه.

د جنوبي وزیرستان سرویکۍ تحصیل چیرمېن شاه فیصل غازي وایي د انضمام په وخت دا سیمې د سوات په څېر ټیکس فري ګرځول شوو ژمنې شوې وې، بل ویل شوي وو دغلته به ادارې فعاله کولی شي خو تر اوسه واپډا نه ده راغلې چې خلکو ته د بجلۍ ستنې، تارونه او ټرانسفامرې ولګوي.

هغه وویل دا هر څه خلک په خپله کوی نو دوی نه بیا د څه شي بلونه غوښتل کیږي.

د ګومل زام ډیم چارواکي وایي 17.4 میګا واټ بجلي پیدا کوي، خو د بجلۍ پېدا کولو یو یونټ خراب شوی چې د بجلۍ دا پیداوار نيمې ته راټیټ شوی دی. هغوي وویل دا بجلي دوي نیشنل ګریډ ته ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG