لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمې وال تپوس کوي ایا دويي د دوېمې درجې پاکستانیان دي؟


د پاکستان دقبايلي سيمې کرمې ایجنسۍ اولس تپوس کوي ایا دوي هم دومره بشري حقونه لري لکه څومره د پنجاب د بها ولپور خلق - کنه دويي د لاندې درجې پاکستانیان دي؟

په بها ولپور کې د ټینکر د تیلو راټولولو په وخت د خلقو د مرگونو کیدلو وروستو سمدټکه حکومت د مرستې لپاره شل شل لکه روپۍ امداد اعلان کړې او خپله د هیواد وزیراعظم نواز شريف، د ځواکونو مشر قمر جاوید باجوه، اعلا وزير شهباز شريف او نور گڼ شمیر وزيران هلته د امدادي کارونو د څارنې او خپلو خلقو سره خواخوږۍ له ورسیدل- خو د کرمې څخه د قامي اسمبلۍ غړی وايي دويي ته نه خو څوک وزير ورغلی او نه چا ټليفون کړی دی صرف د درې لکه روپو ورکولو اعلان شوی دی- هغه وايي د کرمې د خلقو سره امتیازي سلوک کیږي-

د قبايلي سيمې کرُمې ايجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې د دوه بمي بريدونو وروستو د سيمې خلک په پاړه چنار او اسلام اباد کې په احتجاج ناست دي او د امن او په ملک کې د برابرۍ د حقونو غوښتنه کوي-

پاړه چنار کې پينځه ورځې وړاندې په طوري بازار کې په دوه بمي بريدونو کې د وژنو شمیره د 90 څخه اوړېدلې ده.

په احتجاج کې شريک يو تن شبیرحسېن ډيوه ريډيو سره خبرو کې ویلي دويې امن غواړي او حکومت ته دې د قبايلي اولس سره هم د نور ملک د وګړو په رنګ چلند وکړي.

هغه وايي "دلته چې کله دغه رنګ پېښه وشي ګورنر راشي مونږ ته تش په خله ډاډ راکړي، په پنجاب کې چې چاؤدنه وشي حکومت ورله 20 لاکه روپۍ مرستې اعلان کړي او د فاټا وګړو ته درې لاکه روپۍ ورکوي دا د مېرې مور سلوک قبايلو سره ولې کیږي".

پاړه چنار او اسلام اباد کې په احتجاج ناست خلک وايي، کُرمې ايجنسۍ ته د تلو دپاره بې شمېره چيک پوسټونه دي عام خلک ترې په عذابونو تيريږي، بيا په يو کال کې په دغه ځای کې څلور خودکش بريدګر د کومې راغلل.

شبير حسېن وايي " پنجاب کې چې څه پېښه وشي د هغې د پلټنو دپاره کمېشن جوړ شي چې د کومې ادارې د بې غورۍ د لاسه داسې وشو خو په کرُمه کې تراوسه د يوې پېښې دپاره کمېشن جوړ نشو چې داسې پېښې رامنځته کېدل د چا بې غوري ده هغه په ګوته کړي".

په اسلام اباد کې د نيشنل پرېس کلب مخې احتجاجي ناسته د شيعه مسلمانانو تنظيمونه راجوړه کړې، دويې وايي حکومت ورته په تحفظ ورکولو کې ناکامه دی.

په مظاهره کې ناست حسېن توري وايي، "مونږ غواړو چې د کُرمې خپله مېلشه بيرته راوستی شي، او دی په سيمه کې د اېف سي په چارواکو تور لګوي چې د دويې په مظاهرو يې ډزې کړي دي".

دويې اول خو ورسره مالي مرستې کيږي نا او کيږي هغه د نور ملک نه بيخي په ډېر توپير سره وي.

مظاهره چيان دغه خبره په داسې حال کې کوي چې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د پنجاب صوبې په بهاولپور سيمه کې د تېلو د ټېنکر باندې د اور لګېدو پېښه کې د مرګ ژوبلو سمدست وروستو دغه سيمې ته رسېدلی او مرکزي او صوبايي حکومت په دغه پېښه کې د مړه شوؤ د پاره د 20 لاکو او ژوبلو دپاره د 10، 10 لاکه روپو ورکولو اعلان کړی دی.

اسلام اباد کې په احتجاج ناست سرفرازشاه وايي، "مونږ ته اوس داسې محسوسيږي لکه چې مونږ هډو پاکستانيان نه يو".

د کُرمې سره تعلق لرونکي خلک وايي نه يواځې دويې سره بلکې ټولو قبايلو او پښتنو سره پاکستان کې هم دغه رنګ امتيازي سلکوک کیږي.

دويې وايي په قبايلي سيمو کې پېښو ته په ملک کې په هر کچ په يوه سترګه کتل کيږي پنجاب او نور برخو کې دغه رنګ پېښو ته بل رنګ ورکړی کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG