په بنګله دېش کې د شیخ حسینه واجد له حکومت نسکورېدو وروسته د محمد یونس په مشرۍ نوی لنډمهاله حکومت نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ خپلې ذمه وارۍ سمبالوي.
د بنګله دېش د پوځ سرلښکر جنرال وقار الزمان د شورو یا چهارشنبې په ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي چې پوځ به د محمد یونس لنډ مهاله حکومت سره هر ممکنه مرسته کوي.
محمد یونس د نړیوالې نوبیل جایزې ګټونکي یو پروفیسر دی چې نوم یې د لنډ مهاله حکومت د مشرۍ یا وزیراعظمۍ لپاره د زده کوونکو تنظیمونو مخې ته راوړی ؤ اؤ تر هغې وروسته هغه د لنډ مهاله وزیراعظم په توګه ذمه واریو سمبالولو ته چمتو والی ښودلی ؤ.
جنرال وقار الزمان ویلي د لنډ مهاله حکومت د لوړې دستوره به د زیارت په ماښام اته بجې ترسره شي.
د نوموړي وینا وه چې کیدای شي د لنډ مهاله حکومت د غړو شمیره تر ۱۵ پورې وي خو ويې ویل تر دې یو یا دوه غړي زیات هم کیدای شي.
تر دې مخکې محمد یونس د سه شنبې- نهې په ورځ اې اېف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، د لنډمهاله حکومت مشرۍ ته چمتو دی، دا بیان یوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راغلی چې شیخ حسینه له استعفا وروسته له ملکه ووته او کنټرول پوځ په لاس کې واخیست.
له دې پرېکړې وروسته د طالبعلمانو د احتجاج مشران د سه شنبې- نهې د شپې له نیمایي وروسته د صدر له رسمي کوره رخصت شوي چې په ظاهره له دې فیصلې راضي ښکارېدل او هرکلی یې کړی دی.
تر دې مخکې د بنګله دېش صدر پارلمان تحلیل کړ او د نويو ټاکنو لپاره یې لاره هواره کړه چې له اوږدې مودې پر څوکۍ د ناستې مستعفي شوې او له هېواده وتلې وزیراعظمې شیخ حسینه پر ځای نوی وزیراعظم وټاکي.
د بنګله دېش یو عدالت د روان 2024م کال په جون میاشت کې د هېواد اقتصادپوه او د نوبل جایزې ګټونکی ډاکټر محمد یونس د لېبر له قوانینو په سرغړونه تورن کړی وو او هغه ته یې د شپږ میاشتو د بند سزا اورولې ده.
84 کلن یونیس او د هغه ادارې ګرامین بېنک ته په 2006م کال کې د هغوی د دې کار له کبله د نویل جایزه ورکړل شوې چې د بنګله دېش د کلیوالو سیمو خلکو ته یې تر 100 ډالرو کم واړه پورونه ورکړي وو او په میلینونو خلک یې له غربته را ایستلي وو.
وزیراعظمې شیخ حسینه پر محمد یونس تور لګولی وو چې وایي د غریبانو وینې زبېښي، خو د هغه پلویانو ویلي وو حکومت ځکه د هغه حیثیت ته تاوان رسوي چې یو ځل یې د حسینه د عوامي لیګ په ضد د بل ګوند جوړولو اراده کړې وه.
صدر محمد شهاب الدین د کور له نظربندۍ څخه د اپوزیشن د مشرې خالده ضیاء د خلاصون امر هم کړی دی. خالده ضیاء د شیخ حسینه د اوږدې مودې سیاله وه او په 2018م کال کې د حسینې حکومت د بډو رشوتو په تور سزا کړې وه.
د بنګله دېش د وزیراعظم له استعفی او تېښتې وروسته پوځ د کنټرول تر لاسه کولو وروسته د سه شنبې- نهې په ورځ پر ځینو لوړو پوسټونو تبدیلۍ کړې دي، خو احتجاج کوونکو طالبعلمانو ویلي دوی به د پوځ په ملاتړ هیڅ حکومت ته اجازه ورنه کړي.
شیخ حسینه د دوشنبې- ګل په ورځ په هیلیکاپټر کې هغه وخت ګاونډي هېواد هندوستان ته وتښتېده چې مظاهره چیانو په ډهاکه کې د احتجاج لپاره د پوځ د ګرځبندیز یا کرفیو امر ونه مانه او په زرګونو لاریون کوونکو د هغې پر کور او د هغې د ګوند او کورنۍ اړوند ودانیو باندې برید وکړ.
Forum