لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ممنون حسېن : د ترهگرۍ د مخ نيوي دپاره مو د مذاکراتو لار خپله کړې


د آئين ترمخه صدر به د عامو ټاکنو وروستو د هر پارليماني کال په پيل کې د پارليمان شريکې غونډې ته وينا کوي او پاليسي گائيډ لائن ورکوي .
د آئين ترمخه صدر به د عامو ټاکنو وروستو د هر پارليماني کال په پيل کې د پارليمان شريکې غونډې ته وينا کوي او پاليسي گائيډ لائن ورکوي .

د پاکستان صدر ممنون حسېن وايي ملک د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ ښکار دی ، او حکومت د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ د مخ نيوي دپاره د خبرو اترو لار خپله کړې ده ، ځکه چې د ملک پرمختگ او خوشحالي د ترهگرۍ خاتمې ته اړتيا لري . نوموړي دغه خبرې د پارليمان گډې غونډې ته په وينا کې کړي دي .
د پاکستان صدر ممنون حسېن نن د گل په ورځ په لمړي ځل د پارليمان گډې غونډې ته خپله وينا کړې ده ، نوموړی تير کال د ستمبر په مياشت کې د ملک صدر جوړ شوی ، او د آئين ترمخه صدر به د عامو ټاکنو وروستو د هر پارليماني کال په پيل کې د پارليمان شريکې غونډې ته وينا کوي او پاليسي گائيډ لائن ورکوي .
صدر ممنون حسېن د پارليمان گډې غونډې ته خپله لمړۍ وينا کې ووئيل د جمهوريت د ودې دپاره پارليمنټ خپل رول لوبوي ، او زياته يې کړه جمهوريت د محازارائۍ ، اړي گړي او يو اړخيزه نيوکو نوم نه دی ، جمهوريت د مظبوطو ادارو نوم دی .
ممنون حسېن ووئيل اولس په دې خبر دی چې په سيمه کې د راولاړيدونکو بدلونونو څنگه پکار ده ، هغه ووئيل پاکستان د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ ښکار دی ، او مونږ د ترهگرۍ د مخ نيوي دپاره د مذاکراتو لار خپله کړې ده .او زياته يې کړه د اقتصادي ودې نه بغير پرمختگ گران دی .
صدر ووئيل د هند او افغانستان د نوؤ سياسي حکومتونو سره ښې اړيکې غواړو . نوموړي د وزيراعظم نوازشريف د هند د دورې ستائنه وکړه او ويي وئيل د هند سره د دوستانه اړيکو ته تياريو خو مونږ غواړو چې د کشمير مسله د کشميريانو د غوښتنو او ملگرو ملتونو د قراردادونو په اساس حل کړی شي .
نوموړي د پاکستان او ايران ترمينځ د اړيکو ښه کولو سره د پاکستان اوايران د گيس پائپ لائن ذکر هم وکړو او ويې وئيل دغه منصوبه به سرته رسولی شي .
ممنون حسېن ووئيل امريکې سره اړيکې مهمې گڼو ، او د ترهگرۍ په ضد جنگ کې به د دواړو هيوادونو ترمينځ مرستې تل يادې ساتلی شي .
صدر ووئيل خپل مونږ له خپل ځان د فرقو ، لساني اختلافونو او بيلتون خوښۍ څخه په ډډه ساتل پکار دي ، او د مسلو د حل دپاره مروجه جمهوري لارې لټول پکار دي .
نوموړي د قبائيلي سيمو د وگړو د حوصلې او نرتوب ستائينه وکړه او ويې وئيل موجوده حکومت د قبائيلي اولس د پرمختگ دپاره پوره هڅې کوي . هغه ووئيل موجوده حکومت لږکيو ته د برابرۍ او هغويې ته د مذهبي ، سياسي او سماجي حقود حقونو ورکولو پوره کوشش کوي .
صدر ممنون حسېن ووئيل د پاکستان پوځونه د داخلي او بهرني امنيت په لړ کې مهمه کردار لوبوي ، سول او عسکري ادارې په ايماندارۍ خپلې دندې ترسره کوي او زياته يې کړه چې رياستې ادارې دې د ملک د ائين لاندې خپلې زمه وارۍ ترسره کړي . نوموړي خپله وينا کې زياته کړه په ملک کې ميډيا ازاده ده ، او حکومت په ميډيا د څه قسمه بنديز خيال هم نه شي کولی . خو ميډيا دې د خپلو زمه وارو په نظر کې د ساتلو سره په دغې لړ کې په خپله ځان له ضابطه اخلاق جوړ کړي .
غونډه کې وزيراعظم نوازشريف د برني ايوان سينټ او لاندينې ايوان قومي اسمبلۍ د غړو سره د څلورو واړو صوبو گورنرانو او اعلي وزيرانو، د ازاد کشميروزيراعظم ، د زمکني ، فضائي او سمندري درې واړه پوځونو د مشرانو هم گډون کړی دی .
د اپوزيشن ډلو پيپلزپارټۍ ، عوامي نيشنل گوند ، مسلم ليگ (ق) او بلوچستان نيشنل پارټۍ عوامي غړو د صدر د وينا څخه بائيکاټ کړی وو ، او د اپوزيشن ډلو مشرانو وئيلي وزيراعظم نوازشريف د پارليمنټ غونډې ته نه راځي ، ځکه دويې احتجاجاً د گډې غونډې څخه بائيکاټ کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG