لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خبریال ارشدشریف د وژل کېدو په اړه په پراخه کچه د تحقیقاتو غوښتنه شوې


په یو وخت کې ارشد شریف د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو ته ډیر نژدې ګڼل کېدو خو په تېرو څو میاشتو کې هغه د حکومت او د پاکستاني پوځ د رهبرانو سخت نقاد و
په یو وخت کې ارشد شریف د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو ته ډیر نژدې ګڼل کېدو خو په تېرو څو میاشتو کې هغه د حکومت او د پاکستاني پوځ د رهبرانو سخت نقاد و

دپاکستان د بشرې حقونو تنظیم، خبریالانو، د ژورنالیستانو سازمانونو او د پاکستان یو شمېر سیاسي شخصیتونو د جرنالسټ ارشد شریف په مرګ خواشیني څرګنده کړې اوغوښتنه يې کړې چې په کینیا کې د هغه د وژنې تحقیقات دې وشي.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل د ارشد شریف د مرګ په اړه يې د کینیا صدر وېلیم روټو سره په ټېلې فون خبرې وکړي او هغه ورته ډاډ ورکړو په دې لړ کې به مکمل او شفاف تحقیقات کوي.

د کینیا ورځپاڼې دي سټار خپل یو رپوټ کې د ځايي چارواکو د خولې ویلې چې خبریال او اینکر پرسن ارشد شریف د اتوار، یکشنبې، په ورځ د کینیا پایه تخت نیروبې ته نزې په های وی د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی- د کینیا پولیسو ترمخه پر ارشد شریف په غلطۍ ډزې شوي او د هغه په پیژندګلو کې خطا شوي ده.

د کینیا د پولیس د څارنې ادارې انډيپېنډېنټ پولیسنګ اورسایټ اتارټي ترمخه د ارشد شریف د وژل کېدو په اړه د تحقیقاتو حکم ورکړی شوی دی.

د پاکستان صدر، وزیراعظم او د پوځ مشر د ارشد شریف پر وژنې د افسوس څرکندونه کړې- په نیروبې کې د پاکستان سفارت خانې د کینیا حکومت څخه د پیښې د پلټونو غوښتنه کړې.

د اسلام اباد نه د وي او ای خبریال ایازګل په خپل رپورټ کې وايي په یو وخت کې ارشد شریف د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو ته ډیر نژدې ګڼل کېدو او وخت په وخت به يې د لوړ رتبه حکومتي چارواکو چې پکې موجوده وزیراعظم شهبازشریف هم دی، د مبینه کرپشن په اړه خصوصي رپورټونه نشر کول. هغه به اکثر د ترهګرۍ ضد عملیاتو په مهال د پاکستاني عسکرو سره درګه کېدو.

خو په تېرو څو میاشتو کې هغه د حکومت او د پاکستاني پوځ د رهبرانو سخت نقاد و.

پنځوس کلن ارشد شریف په سر په ګولۍ لګېدلی او د کينیا پولیس وویل د هغه موټر په های وی د پولیس په ناکه د تېرېدو په مهال ويشتل شوی دی.

ارشد شریف په ټوېټر دوه مېلین فالورز (تعقبونکي) لرل، د اګست په میاشت کې د پاکستان نه وتلی و او وېل يې چې دړکې ورکول شوي وې او د هغه او د ځینو نورو خبریالانو په ضد د بغاوت لانجمنې مقدمې درج شوي وې.

پاکستان نه د وتلو نه مخکې به ارشد شریف په ای ار وای ټېلې وژن د سیاسي چارو پروګرام پاورپلی کوربتوب کولو.

د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې وویل د کینیا سرښار نایروبي کې پاکستاني سفارتکارانو د ارشد شریف د جسد شناخت وکړو. وزارت وویل د ارشد شریف کورنۍ ته د هرې ممکنې مرستې ډاډ ورکړی شوی دی او هغه مړی پاکستان ته د راووړلو په لړ کې پاکستاني مامورین د کینیا چارواکو سره رابطه کې دي.

د اطلاعاتو وفاقې وزیرې مریم اورنګزیب د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل: وزیراعظم شهباز شریف د پیښې زر تر زره د پلټونو لپاره د کورنیواو بهرنې چارو وزیراتونو د نیروبې پولیسو سره د رابطې امر کړی دی.

کولو او زرترزر تر سره کولو هدایت کړی دی.

د پاکستان د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان وویل د خبریالانو دخاموشه کولو دپاره د پرتشدد طریقو د اوږ رېکارډ له امله په کينیا کې د ارشد شریف د وژل کېدو رپورټ د خبریالانو په ټولنه کې سخت خفګان خپور کړی دی.

اېچ ار سي پي وویل حکومت دې په بېړنۍ توګه د ارشد شریف د وژنې شفاف تحقیقات وکړي.

د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ چارواکي سټيون بټلر هم وویل د ارشد شریف د وژنې په اړه شفاف تحقیقات پکار دي.

پخواني وزیراعظم عمران خان وویل پکار ده چې د ارشد شریف د وژنې په اړه عدالتي تحقیقات وشي. هغه وویل ارشد شریف د رېښتیا وېلو قیمت ادا کړو.

د وي او ای خبریال ایاز ګل وايي ناقدینو به ارشد شریف د عمران خان همدرد ګڼلو.

د پاکستان پيژندلی خبریال حامد میر د ټوېټر دلارې د ارشد شریف د مرګ په اړه د کینیا د پولیس د دریځ په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

حامد میر په ټوېټر اووه اشاریه شپږ مېلین فالورز لري، وویل پولیس د ارشدشریف د موټر ټایر ولې نه ویشتلو؟ ډرایور يې ولې نه دی په هدف شوی؟ دوی ولې ارشد شریف نيغ په سر وویشتلو؟

ارشد شریف د روان کال په اپریل میاشت کې ادعا کړې وه چې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان پر ضد د بې اعتمادۍ له تحریک وروسته د وفاقې تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) له خوا ځورول کیږي. هغه وروسته له هغه هیواد پریښود او د راپورونو له مخې په دوبۍ او لندن کې یې د ځان د جلاوطنۍ پرمهال ژوند کاوه. د دوې وکیل په دې اړه عدالت ته یو درخواست هم دائر کړې وو.

خو ایف اېې اې ادعا کړې وې چې نه یې ارشد شریف نیولی او نه یې ځورولی دی. د عدالتي حکم له مخې د ايف آيي ای ډائريکټر وئيلي وو چې د درخواست کوونکي خلاف هيڅ مقدمه نه ده درج شوې.

د ارشد شریف د وژنې وروسته د تحریک انصاف مشر عمران خان د ارشد شریف پر وژنې د عدالتې پلټونو غوښتنه کړې.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم په یوه بیان کې ویلي چې حکومت باید د دې پېښې په اړه سمدستي او شفاف تحقیقات وکړي.

جرنالسټه عاصمه شیرازې واېې: که څه هم د کینیا پولیسو یو بیان مخې ته راغلې چې په غلطې سره د ‌ډزو په نتیجه کې ارشد شریف وژل شوې خومونږ فکر لرو چې په دې اړه د پاکستان حکومت باید د کینیا د پولیسو سره په ګډه پلټنې وکړې.

جرنالسټ مظهر عباس له نړیوالو ژورنالیستیکو سازمانونو څخه غوښتي چې د پاکستان د مشهور اینکر پرسن او خبریال د وژنې د پلټنو لپاره دې د حقیقت موندنې یوکمیسون جوړ کړي. او په تېرو وختونو کې، د ډېرو خبریالانو د وژنو په څېر دا قضیه باید له پامه ونه غورځول شي.

د بشریې حقونو سازمان بولو بې مشر اسامه خلجي ویلي چې ارشد شریف د پاکستان د پوځي تاسیساتو پر ضد خبرې کولې چې وروسته له ګواښونو سره مخ شو. هغه وايي چې د هغه د وژنې په اړه باید نړیواله پلټنه وشي.

بل پلو ته اسلام اباد های کورټ د ارشد شریف د وژنې د پلټونو په اړه د کورنیو او بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته نوټسونه لیږل او د دوې څخه یې د روانې میاشتې تر ۲۵مې نیټې پورې رپوټ غوښتې دې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG