لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم درې فعال ګيله من، عيد رحمان او ذکيم مداخېل د بنو زندان ته منتقل کړی شوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) درې نیول شوي غړي ګيله من، عيد رحمان او ذکيم مداخېل د بنو زندان ته منتقل کړی شوي دي. ګيله من د روان کال جولايۍ په میاشت کې د پېښور هوايي اډې څخه، عيد رحمان او ذکيم د هغه نه وړاندې په مې میاشت کې په شمالي وزيرستان کې نيول شوي وو.

پي ټي اېم د درو سره نیولو تور د پاکستان په پوځ لګولی وو خو پوځ د درو واړو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه وو ويلي. وي او اې ډيوه د پوځ وياندې ادارې آی اېس پي ار ته ايمېل هم کړی وو خو ځواب ورته نه وو ويل شوی.

د پي ټي اېم د بنو فعال حنیف پښتين وي او اې ډیوه ته وويل، درې سره نيول شوي فعال یې د بنو زندان ته منتقل کړی شوي او د تهري اېم پي او لاندې د شمالي وزيرستان انتظامیې د تهري اېم پي او لاندې بندي کړي دي.

د شمالي وزيرستان انتظامیې هم بنو زندان ته د هغو د منتقل کولو تاييد کړی دی.

د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزير په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کړی او تور یې لګولی:

"د رياست بد مخ، په پښتنو او بلوڅو ځوانانو پکې تشدد کيږي، اغوا کيږي او بندي خانو کې د کلونو پورې ساتل کيږي. عيد رحمان، ذکيم، او ګيله من اووه میاشتې وړاندې پوځ اغوا کړي تشدد يې پرې کړی، ويډيو یې جوړې کړي نن یې په بنو زندان کې ښکاره کړه".

پي ټي اېم د دغو کسانو د نيولو پرضد د جون د درېيمې نېټې نه په ميرانشا کې پرلت پېل کړی او بيا یې 23 ورځې وروسته ځنډولی وو.

د پي ټي اېم مخکښ صمد خان هغه وخت وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د ځایي مشرانو په ډاډ حکومت سره مزاکرات روان وو او مشرانو دوی ته په یوه اوونۍ کې دننه د نیول شوو فعالانو د خوشي کېدلو باور ورکړی وو. خو دغه کسان تراوسه پورې نه دي خوشي شوي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين هم بندي دی.

پښتين په څلورم دسمبر بلوچستان کې د نیول کېدو درې ورځې وروسته په ورځ اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی او عدالت بيا د اووه ورځو په بدني ریمانډ سي ټي ډي پوليس ته حواله کړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG