لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د نقيب مسيد په قتل تورن راو انوار د پاکستان د پوځ سره دی؟


د پاکستان په پایه تخت کې د ستر عدالت مشر قاضي  ثاقب نثار نن په تمه وو چې د نقيب مسید په قتل تورن مفرور پوليس افسر راو انوار به عدالت ته ورحاضر شي. خو راؤ عدالت ته ښکاره نه شو.

د پاکستان ستر عدالت په پایه تخت اسلام اباد کې دی. نو گني ددې مطلب دا شو چې مفرور راو انوار هم په دغه ښار کې پټ دی؟ نن د پاکستان په ټولنيزو رسنیو کې تر ټولو غټ سوال هم دا شوی دی چې که چري راؤ په پایه تخت کې دی نو چې حکومت، عدالت، پوليس او اولس ټول غواړي چې راو دې ونيول شي نو په دغه ښار کې بل داسې څوک دي چې د خپل هېواد، د اولس، پولیس، عدالت او حکومت نه هم زیات طاقت لري؟

د وتلي سیاست مدار او پښتون دانشور افراسیاب خټک ټويټ

په مطبوعاتو کې نن دا تپوس هم شو دی چې ایا داسې خو نه ده چې دغه طاقتوره خلک یا اداره په کراچۍ کې د سوونو په شمېره کې دشوو جعلي مقابلو کې د راو سره شراکت دار وي؟ او یا بیا په جعلي مقابلو کې د خلکو قتلونه هم ددغه طاقتورو په خوښه روان وو؟

په پاکستان کې دغه شان بې ساری طاقت خو یواځې د پوځ سره دی. نو اولس گمان کوي چې ایا راو د پوځ سره دی؟

ځيني څیړنکاران هم شک کوي چې راو به هم د پوځ سره وي ځکه چې هغه په کوم انداز کې د اسلام اباد د هواي ډگر څخه ورک شو دغه ډېره مشکوکه طريقه وه.

د پاکستان نشریات د چارواکو د خلې وايي، راؤ په ٢٣ مه جنورۍ د اسلام اباد هواي ډگر څخه دبۍ ته روان ؤ چې ایف اي ای یعني د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې جهاز ته سورېدلو ته ورپرې نه ښودلو.

خو راو د هوايي ډگر څخه چرته لاړو ؟ دغلته خو کېمرې وې. د دغې کیمرو ریکارډ چرته لاړو؟ ایف اي ای چې راو سفر ته پرې نه ښودلو نو چاته یې حواله کړو؟

اوس یو اهم سوال دادی چې که د هېواد اولس په پوځ شک کوي نو ایا د پاکستان د سترې محکمې ستر قاضي د طاقتوره پوځ نه د تپوس یا پلټنو کولو توان لري؟

ایا د نقيب مسيد په وژنه تورن مفرور پوليس افسر به سزا شي؟ ایا د پاکستان اولس به خبر شي چې په هېواد کې په جعلي مقابلو کې په سوونو خلک ولې وژل کیږي؟

کنه، د نقيب مسيد قضیه به هم لکه د محمد علي جناح د مړينې، د لیاقت علي خان د وژنې، د ضیاالحق په جهاز کې د حادثې ښکار کیدلو، د بينظير بټو د قتل کولو او د عمر اصغر د خود کشۍ په شان یو متنازعه، گنگس، او پټ باب پاتې شي؟


  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG