لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د ودرېدو اعلان کړی


د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د برخه اخیستلو اعلان ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شبنې، په ورځ په فلورېډا ریاست کې د خپلو سیاسي پلویانو او د مرستیالانو ترڅنګ د سمندر په غاړه په خپل کور کې وکړو چې د مارالاګو په نوم یادېږي
د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د برخه اخیستلو اعلان ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شبنې، په ورځ په فلورېډا ریاست کې د خپلو سیاسي پلویانو او د مرستیالانو ترڅنګ د سمندر په غاړه په خپل کور کې وکړو چې د مارالاګو په نوم یادېږي

د امریکي پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د ودرېدو اعلان کړی او ویلي يې دي چې د صدارت دپاره د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کول غواړي.

د وي او ای رپورټ وايي وایټ هاوس ته د رسېدو دپاره به دا د ټرمپ دریم کوښښ وي.

د کال ۲۰۱۶ په صدارتي انتخاب کې ټرمپ د صدر جوبایډن د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ امېدوارې هېلري کلنټن ته ماتی وکړو او صدر منتخب شو.

د کال ۲۰۲۰ صدارتي انتخاب صدر بایډن وګټلو او د صدارت د دویمې دورې دپاره ټرمپ په خپل کوښښ کې ناکامه شو.

د وي او ای رپورټ وايي د ۲۰۲۰ صدارتي انتخاب نه وروس ته تر دې ورځې پورې ټرمپ، په غلطه، دا دعوه کوي چې د هغه سره درغلي شوي او دا ډول د صدارت د دویمې دورې نه محرومه کړی شوی دی.

د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د برخه اخیستلو اعلان ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شبنې، په ورځ په فلورېډا ریاست کې د خپلو سیاسي پلویانو او د مرستیالانو ترڅنګ د سمندر په غاړه په خپل کور کې وکړو چې د مارالاګو په نوم یادېږي.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم ټرمپ په سیاسي کچه د مشکلاتو سره مخامخ دی، هغه د صدر بایډن په حکومت تنقید وکړو او د نهې، سه شنبې، په ورځ يې پلویانو ته وویل چې د هغه د صدارت د پرېښودو په وخت ملک د "خپل زرین دور دپاره تیار و."

ټرمپ وویل اوس "زمونږ ملک زوال پزیر دی او د صدر بایډن د حکومت دوه کاله په مېلینونو امریکایانو دپاره "د درد، د مشکلاتو، د تشویش او د ناامیدۍ وخت دی."

په صدارتي انتخاب کې د شاملېدو دپاره د ټرمپ د اعلان سمدستي وروسته صدر بایډن په یو ټویټ کې د ټرمپ د صدارت د وخت د وډیوګانو ځینې برخې یا کلېپس شریک کړل او ويې وېل د هغه پېش رو (ټرمپ) داسې اقتصادي تګلاره جوړه کړې وه چې مالدارو ته یې ګټه رسووله، انتهاپسند یې دوستان کړي وو او ښځو په حقونو يې یرغل کړی و.

صدر بایډن وویل "ټرمپ امریکې ته پاتې راغلی و."

د وي او ای رپورټ وايي د سیاست ترڅنګ، ټرمپ د یو شمېر مجرمانه تحقیقاتو سره مخامخ چې تعلق يې د هغه د صدارت سره دی او د صدارتي کېمپېن دپاره د هغه په کوښښونو سیوری غورځولی شي. هغه ته په یوه مقدمه کې هم لا سزا نه ده اورول شوي.

د وي او ای رپورټ وایي د مېلینونو په شمېره کې د ريپبلېکن پارټۍ ووټران او ځینې سیاستدانان د ټرمپ حمایت کوي چې پکې داسې کسان هم شامل دي چې ګڼي صدر بایډن په قانوني ډول نه دی منتخب شوی.

د رپورټ ترمخه د کانګرس په نومنتخب ایوان نمایندګان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې به د ۱۷۰ نه زیات د ريپبلېکن پارټۍ داسې ارکان هم وي چې وايي پکار ده د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې پکار ده چې ټرمپ بریالی بللی شوی وی. د کانګرس دغه غړي د دغه صدارتي انتخاب د نتجې د قانونیت په اړه هم پوښتنې راپورته کوي.

خو په قامي کچه سروی ښښي زیاتره امریکایان د صدر بایډن انتخاب قانوني بلي که څه هم د ۵۰ فیصد نه کم امریکایان د هغه د کارکردګۍ نه مطمین نه دي. خو د ۷۶ کلن ټرمپ د کارکردګۍ د مقبولیت کچه د دې نه هم کمه ده.

صدر بایډن به د اینده اتوار، یکشنبې، په ورځ د اتیاو کلونو شي او د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې یې د برخه اخیستلو اراده څرګنده کړې ده خو ویلي يې دي چې حتمي فېصله به اینده کال کوي.

د وي او ای رپورټ وايي زیاتره سروی ګانې څرګندوي چې ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ نه د صدارتي انتخاب د نامزدګۍ د خواهشمندو د سر په امیدوارانو کې شمارل کېږي خو داسې نه ده چې خود په خود به د پارټۍ نامزدګي ترلاسه کړی شي ځکه چې هغه یو اختلافي شخصیت هم ګڼل کېږي.

د ټرمپ نایب صدر مایک پېنس، د ټرمپ په صدارت کې خارجه وزیر مایک پامپېیو او د ټرمپ د صدارت په مهال په اقوام متحده کې د امریکې استازي نيکي هېلي هم ارادې څرګندې کړي چې د صدارتي انتخاب دپاره د ریپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کولو دپاره کېمپېن شروع کولی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن فاربا او د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG