لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ په ټویټر باندې د یوې سخت دریځې ډلې ویډیوګانو ته سخت غبرګون


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د بریتانیا د یوې سخت دریځي ډلې ویډیوګانې په ټویټر باندې خپرولو ته مسلمانانو او نورو اروپایانو سخت غبرګون ښودلی دی.

د برتانیې لومړۍ وزیرې دفتر د ټرمپ دغه کار غلط ګڼلی او ځینو نورو بیا ډیر مزاحمت کونکی عمل ګڼلی.

ګڼو وکیلانو برتانیې ته په راتلونکي کال کې د ټرمپ د سفر کنسل کېدل غوښتي دي خو حکومت ویلي چې د سفر پلان پرمخ روان دی.

د چهارشنبې یا شورو په ورځ ډانلډ ټرمپ په ټوېټر باندې درې هغه ویډیوګانې ریټویټ کړې وې کومې چې د برېټن فرسټ د مرستیالې جېډا فرانسن لخوا پوست شوې وې.

برېټن فرسټ ته په پراخه کچه د یوې سخت دریځې ښي لاسې ډلې په سترګه کتل کیږي چې لږ سیاسي اغیز لري او د یو شمېر محکوم شویو مجرمانو لخوا یې رهبري کیږي.

په دوو ویډیوګانو کې تاوتریخوالی لېدل کیږي او دریمه کې داسې ښکاري چې یو مسلمان سړی د بي بي مریم بت ماتوي.

ددغو ویډیوګانو رښتینولي نشي ثابتېدای خو ډیرې داسې ادعاوې شته چې لږ تر لږه یوه ویډیو یې جعلي ده.

د چهارشنبې ناوخته ټرمپ دغو نیوکو ته په ځواب کې د ټیریسا مې په وړاندې سخته ژبه کارولې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز د ټرمپ ددغه کار دفاع وکړه.

(د ویډیوګانو نه اخوا په رښتیا هم چې دا ګواښ رښتینی دی. ولسمشر د کمپاین له وخت څخه د پولو او د امنیت د ټینګېدو پر اړتیا خبرې کوي.)

جېډا فرانسن تیر کال په مذهبي زور زیاتي باندې محکومه شوې وه او ددغې ډلې نور مشرانو هم زندان تیر کړیدی.

د لندن له پوهنتون څخه انډریا میمون وايي:

(برېټن فرسټ په اصل کې داسې یو تحریک دی چې د لیرې ښې لاسو له ناکامۍ څخه د یوه سیاسي خوځښت په توګه رامنځته شویدی. له دې ډلې سره د ښې لاسو سخت دریځي ته لا قانوني رنګ ورکول کیږي.)

د برېټن فرسټ نارې د هغه کس لخوا وهل کېدې چې په ۲۰۱۶ کې یې مخالف وکیل جو کاکس وژلی وه خو بیا هم له دغې ډلې سره تړاو یې نه دی ثابت شوی.

د هغه کونډې برنډن کاکس د ولسمشر ټرمپ د ریټویټ په اړه خپګان څرګند کړی.

(کله چې د اسلامي مفکورې لرونکی کس کوم برید ترسره کړي نو مونږ ژر پوښتنه کوو چې دا له کومه ځایه راغلی وه. مونږ له خپلو ځانونو پوښتنه کوو چې د نفرت خپرونکی ویناوال څوک وه. دا ډله هم همداسې کوي خو د امریکا ولسمشر یې ملاتړ کوي او مایکروفون په لاس کې ورکوي.)

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG