لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: امریکاییان دې د اپرېل میاشتې تر آخره پخپلو کورونو کې پاته شي


په داسې حال کې چې په امریکا کې د کرونا وایرس د مرض او مرګ پېښې مخ په زیاتېدو دي، صدر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکاییان د راتلونکې اپرېل میاشتې تر آخره پخپلو کورونو کې پاته کېدی شي.

مخکې تر دې د امریکا وفاقي حکومت د مارچ په نیمایي کې د هدایاتو په جاري کولو سره، د ملک په کچه د پنځلسو ورځو دپاره خلکو ته د ټولنیزې فاصلې ساتلو سپارښتنه کړې وه، چې دا موده د ګل یا دوشنبې په ورځ په ختمېدو ده مګر صدر ټرمپ یوه میاشت بله هم پسې وغځوله.

د امریکا د وفاقي انتظامیې په هدایاتو کې بیا هم سپارښتنه شوې چې خلک دې په غټو ډلو کې نه سره راټولیږي، او زړو او هغو خلکو ته چې له وړاندې نه کومه بله غټه بیماري لري، په ټینګار ویل شوي چې له کورونو دې نه راوځي. همدا راز خلکو ته سپارښتنه شوې چې که امکان یې وي، نو له خپلو کورونو څخه دې کار وکړي او تر هغه چې کړی شي، رېسټورېنټونو، شرابخانو، بازارونو، او غیرضروري سفرونو ته دې نه ځي.

ټرمپ په دې وروستیو ورځو کې لېوالتیا ښودلې وه چې کم از کم د امریکا په ځینو برخو کې چې د کرونا عالمي وبا هلته ډېره نده رسېدلې، ځیني تحفظي تدابیر بېرته لېرې کړی شي. خو د اتوار/یکشنبې په ورځ چې په وایټ هاوس کې یې خبریالانو ته خبرې کولې، د مخکینیو سپارښتنو موده یې د اپریل تر دېرشمه په ټوله امریکا کې وغځوله او امریکاییان یې تشویق کړل چې په کورونو کې دې پاته شي.

خو یاده دې وي چې دننه په امریکا کې بیا هر ایالت ځان ته کولای شي تحفظي ګامونه اوچت کړي، او ځینو ایالتونو دمخه لا د خلکو په تګ راتګ او د ګڼ شمېر کسانو پر یو ځای راټولېدو، یو شمېر پابندۍ لګولي دي.

د یو لاکهو نه د زیاتو کسانو د مرګ امکان

امریکا اوس مهال په ټوله نړۍ کې له بل هر ملک نه د کروناوایرس بیمارۍ زیاتې پېښې لري، او د تایید شویو کېسونو شمېر د اتوار/یکشنبې تر ماښامه، یو لاکهوڅلوېښت زرو ته ورسېد. د کرونا وایرس له امله په امریکا کې د اتوار تر ماښامه پورې، ټولټال څه باندې ۲۴۰۰ کسان مړه شوي دي.

په همدې حال کې د امریکا د عفونتي امراضو د انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ممکن په امریکا کې له یو لاکهو نه زیات کسان په کرونا وایرس مړه شي او په دې وایرس د اخته کسانو شمېر څو میلینه کسانو ته ورسیږي.

ډاکټر انټوني فاوچي د امریکا د عفونتي امراضو د انسټیټیوټ مشر وایي ښایي امریکا کې له یو لاکهو نه زیات کسان مړه شي
ډاکټر انټوني فاوچي د امریکا د عفونتي امراضو د انسټیټیوټ مشر وایي ښایي امریکا کې له یو لاکهو نه زیات کسان مړه شي

ډاکټر فاوچي په وایټ هاوس کې د ټرمپ ترڅنګ رسنیو ته خبرې کولې او ویې ویل: "که د کرونا وایرس بحران د اثراتو د کمولو دپاره کافي اندازه کار ونشي، نو دا مکان شته چې د یو لاکهو نه واخله تر دوه لاکهو پورې کسان په امریکا کې مړه شي."

امریکا تر درې سوه میلینه زیاته آباتي لري او اوس دستي په هرو درېیو امریکاییانو کې، یو یې د ایالتي یا ځایي انتظامیې په امر په کور کې ایسار دی. سکولونه په ټوله امریکا کې بند دي، او ډېری کاروبارونه هم تړلي دي.

نیویارک د کرونا وایرس د خورېدو له وجې، د امریکا تر ټولو ډېر زیانمن شوی ایالت ګڼل کیږي چې د تایید شویو کېسونو شمېره په کې د اتوار/یکشنبې تر ماښامه، قریب شپېته زره او د کروناوایرس له وجې د مرګونو شمېر ۹۶۵ ته اوچت شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG