لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ اعلان کړی د ګوانتانامو زندان به پرانستی ساتي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د کانګرس ګډې غونډې ته په خپله وینا کې اعلان کړی، په کیوبا کې د ګوانتانامو بې بندي خانه به پرانستی ساتي او د دفاع وزیر ته يې ویلي په نورو هیوادونو کې د دغه شان بندي خانو پرانستو په اړه تګلارې ته دې بیا کتنه وکړي.

صدر ډانلډ ټرمپ په خپله دغه وینا کې ویلي ٫٫ پخوا مونږ په ناپوهۍ په سلګونو داسې خطرناک ترهګر لکه د داعش مشر البغدادي، پرېښودي، چې دوي بیرته د جنګ میدان ته تللي.٬٬

صدر ټرمپ اعلان کړی ٫٫ نن خپله یوه بله ژمنه هم پوره کوم، یو امر مې لاس لیک کړی او د دفاع سکتر ته مې حکم ورکړی چې په بهرني هیوادونو کې زمونږ پوځي بندي خانو تګلارې ته بیا کتنه وکړي او د ګوانتانامو زندان به پرانستې وي.٬٬

په کال ٢٠٠١ کې په امریکا کې د ترهګر بریدونو ورسته امریکا د مشکوکو ترهګرو د بندي ساتلو دپاره په ګوانټانامو ټاپو کې یو زندان یا بندي خانه جوړې کړې وه. په دغه بندي خانه کې د زیاتره نیول شوو قیدیانو تعلق د القاعده، طالبانو او نورو تندروه ډلو سره وو.

په یو وخت کې په ګوانټانامو کې ٧٧٩ قیدیان وو خو کله چې د ډیموکریټک پارټۍ سره تعلق لرونکي صدر براک اوباما حکومت ترلاسه کړو نو په هغه مهال د ګوانټانامو د قیدیانو ابادي ٥٠٠ ته راکمه شوي وه. دا وخت په ګوانټانامو کې د ٥٠ نه کم قیدیان پراته دي.

د امریکا موجوده صدر ډانلډ ټرمپ په خپل انتخابي مهم کې ویلي وو پرځای د بندولو هغه به ګوانټانامو د نورو خرابو خلکو (ترهګرو) نه ډکه کړي.

د امریکا پخواني صدر براک اوباما په کال ۲۰۰۹م کې د ګوانټانامو زندان د تړلو لوظ کړی وو. د هغه دریځ وو چې دغه زندان د امریکې د اصول او د قانون پسندۍ د اقدارو پرضد دی او په نتیجه کې يي د امریکې مخالفت راپاریږي. خو په هیواد کې د سخت سیاسي مخالفت په وړاندې براک اوباما د ګوانټانامو زندان په تړلو کې د ناکامۍ سره مخ شوی وو.

د امریکا پخواني صدر براک اوباما په وخت کې د ګوانټانامو زندان نه یو شمیر قیدیان خپلو ملکونو ته لیږل شوي وو، ځینې دریمو هیوادونو ته د ابادیدو دپاره واستول شول او ځینې بغیر د څه مقدمو ازاد کړی شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG