د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمب به د خفیه حکومتي دستاوېزاتو د مبینه غلط استعمال په مقدمه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ عدالت ته حاضرېږي.
ټاکل شوې ده چې ټرمپ د فلورېډا ریاست په مایامي ښار کې د ماسپښین درې بجې وفاقي عدالت ته حاضرېږي. عدالت ته د پخواني صدر د حاضرۍ دپاره سخت امنیتي انتظامات ځای په ځای شوي دي.
په کال ۲۰۲۱ کې وایټ هاوس نه د وتلو وروسته د حساسو خفیه معلوماتو د ناسم استعمال په لړ کې ګرېنډ جیوري یا د منصفانو اعلا شورا په ټرمپ د الزاماتو ۳۷ فرد لګولي دي.
ټرمپ د امريکې په تاریخ کې لومړی پخوانی صدر یادېږي چې د مبینه مجرمانه اقداماتو الزامات پې لګول شوي دي.
په هغه لګول شویو ۳۷ فرد جرمونو کې په ۳۱ فرد جرمونو کې وېل شوي چې ټرمپ قصداً د قومي دفاع په اړه خفیه یا کلېسفایډ دستاوېزات د جاسوسۍ د مخنیوي قانون په خلاف ورزۍ کې ځان سره په خپلو شخصي کورونو کې ساتلي وو.
د ټرمپ په یو مرستیال والټ ناوټا هم فرد جرم لګول شوی د خفیه دستاوېزاتو په ترلاسه کولو کې یې په مبینه توګه د حکومت مخه نیوله.
د خفیه دستاوېزاتو په سر د مقدمې نه علاوه ټرمپ په نیویارک کې د جدا مجرمانه الزاماتو سره مخامخ دی چې په کال ۲۰۱۶ کې يې په مبینه توګه د لوڅو فلمونو ادا کارې سټورمي ډېنيیل ته پېسې ورکړې وې هغه سره د تعلق په باره کې دې حال نه وايي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د مایامي په عدالت کې به جج ټرمپ د هغه د حقوقو نه خبروي او په هغه لګول شوي الزامات به لولي. توقع ده چې ټرمپ به ځان بې ګناه بلي.
په عمومي توګه د یو تن اراېنمنټ یا عدالت ته حاضرېږي د ددغه تن د ګرفتارۍ نه پس په یوه ورځ کې وکړی شي خو د وي او ای رپورټ وايي د ټرمپ په غیر معمولي کېس کې عدالت ته د هغه حاضري پېنځه ورځې وځنډول شوه.
د وي او ای رپورټ وايي د ټرمپ مقدمه ججې اېلين کېنن ته ورکړی شوي ده چې ټرمپ تعینات کړې او تېر کال د ټرمپ د مقدمې په لړ کې د هغې په احکاماتو تنقید شوی و چې د پخواني صدر په حق کې ګڼل کېدل.
د تېر کال د اګست په میاشت کې کېنن د وفاقي حکومت تحقیقات کونکي د هغو خفیه دستاوېزاتو د کتلو نه منع کړي وو چې په فلورېډا کې د ټرمپ د مارلاګو نومې کور نه ترلاسه شوي وو. وروسته د اپېلونو عدالت د کېنن امر مسترد کړو او ويې وېل چې د هغې امر د هغې د اختیار نه بهر و.
د خفیه دستاوېزاتو په لړ کې د ټرمپ تحقیقات پس له دې شروع شول چې نېشنل ارکاوېز یا قومي محافظ خانې غوښتل ټرمپ هغه دستاوېزات ورته ورکړي چې د وایټ هاوس نه د تګ وروسته یې د ځان سره وړلي وو خو ټرمپ د نېشنل راکاويز غوښتنه رد کړې وه.
د وي او ای رپورټ وايي د قانوني مسلو سره مخامخ ټرمپ ازاد دی چې اینده صدارتي انتخاب دپاره خپل کوښښونه جاري وساتي.
ټرمپ اعلان کړی چې د کال ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې بیا د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي اخیستل غواړي.
د پولېټيکو نومې مجلې سره مرکه کې ټرمپ ویلي که چېرې هغه مجرم هم ثابت شو نو صدارت دپاره هلې ځلې به نه پرېږدي.
د مایامي په عدالت کې ټرمپ د پېشۍ دپاره د امنیت سخت انتظامات شوي دي چې د ټرمپ په حق او مخالفت کې د ممکنه مظاهرو په مهال د تشدد مخه ونیول شي.
د مایامي ښار وال یا مېیر ویلي هر چا ته به د ايين سره سم د رای د اظهار موقع ورکول کېږي خو قانون په هم نافد کولی شي. مېیر امید څرګندو چې حالات به پرامنه وي.
یادونه: د دې خبر معلومات د مسعود فريوار د رپورټ نه اخیستل شوي دي