د لوڅو فلمونو اداکارې ته د خاموشه پاتې کېدو دپاره د پېسو ورکولو په سر په هغه د فرد جرم لګېدو نه پس به د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د نیویارک په یو عدالت کې حاضرېږي او بیا د نهې، سه شنبې، په ورځ به په دې اړه وېنا کوي. د ټرمپ مرستیالانو دغه خبره د اتوار، يکشنبې، په ورځ وکړه.
ټرمپ به د نیویارک نه د ستنېدو نه پس په فلورېډا ریاست کې په مارالاګو نومې خپل کور کې وېنا کوي.
دا توقع هم کېږي چې ټرمپ به په رضاکارانه ډول خپله ګرفتاري هم ورکوي.
د امریکې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې په یو پخواني صدر د مجرمانه الزام فرد جرم لګول شوی دی.
د وي او ای رپورټ وايي توقع ده چې په فلورېډا کې به د هغه پلویان د ټرمپ سره ولاړ وي او په هغه د لګول شويو الزاماتو په جواب کې به د طاقت مظاهره کوي د کال ۲۰۲۴ د صدارتي انتخاب دپاره به دغه معامله د سیاسي قوت په توګه استعمالوي.
تېره هفتهد امریکا د نیویارک ښار په مېنهېټن کې یوې منصفه جرګې په ټرمپ باندې فرد جرم ولګولو څو کاله وړاندې يې د لوڅو فلمونو یوې اداکارې، سټورمي ډاېنيلز ته هغې سره د جنسي رابطې په اړه د خاموشه پاته کېدو په خاطر پېسې ورکړې وې.
ټرمپ د دې اقدام په غبرګون کې ځان "یو مکمل معصوم شخص" بللی دی. ټرمپ پخپل بیان کې ویلي: "دا سیاسي ځورول او په تاریخ کې په ستره کچه انتخاباتو کې مداخلت کول دي.
اېسوسي اېټېډ پرېس په خپل رپورټ کې وايي ټرمپ د یو شمېر الزاماتو سره مخامخ دی چې په کې د کاروبار په ريکارډ کې په مبینه توګه دروغ وېل هم شامل دي.
په ټرمپ د لګول شوي فرد جرم تفصیلات سيل کړی شوي یا خفیه ساتل شوي دي.
ټرمپ د ځان خلاف الزامات رد کړي دي، وايي څه غلط کار يې نه دی کړی او وايي د هغه نه سیاسي انتقام اخیستل کېږي.
د ټرمپ وکیل، قانون پوهه، جو ټېکوپینا د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یوه ټېلې وژن مرکه کې وویل په ټرمپ د فرد جرم تفصیلات ترلاسه کولو وروسته به د اینده قانوني ګامونو فېصله کوي.
توقع ده چې ټرمپ به د ګل، دوشنبې، په ورځ د فلورېډا نه نه نیویارک ته لاړ شي، شپه به په نیویارک کې وکړي او د نهې، سه شنبې، په ورځ به د مېنهېټن عدالت ته حاضر شي.
په عدالت کې به لکه د نورو ملزمان په شان د ټرمپ تصویر او د هغه د ګوتو نښانونه اخیستل کېږي. تحقیق کونکي به د ګرفتارۍ کاغذات برابروي او ګوري به چې په بله کومه مقدمه کې خو د هغه خلاف څه وارنټ نشته؟
کله چې دغه کار مکمل شي نو د نهې، سه شنبې، په ماسپښین به هغه عدالت ته وړاندې شي.
د عدالت جج کولی شي چې په مقدمه کې شامل کسان په دې اړه د څه وېلو نه منع کړي چې ورته ګېګ ارډر وېل کېږي. خو دا غوښتنه عموماً په مقدمه کې د ځان دفاع کونکي کوي او په دې موقع د ټولو نه زیاتې خبرې خپله ټرمپ کوي.
پولیس او د سيکرېټ سروس یا خفیه ادارې د امنیت ګامونه اخیستي دي.
د ټرمپ پلویانو د عدالت نه بهر د مظاهرې اراده هم څرګنده کړې ده.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي