لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

اولس:د ترهگرۍ خپسې پښتونخوا وبوږنوله، څېړونکي:صوبه او مرکز یو بل ته گُوریږي

په پښتونخوا کې له شماله تر جنوبه د زیاتېدونکې ترهگرۍ په ضد او دامن د قیام لپاره لوی احتجاجونه روان دي. خو څېړونکي گڼی چې کومه قامي تگلاره نشته دی او په مرکزي او صوبايي حکومتونو کې ورته په دې مهمه موضوع سیاسي رقابتونه ښکاري.

په پښتونخوا کې له شماله تر جنوبه د زیاتېدونکې ترهگرۍ په ضد او دامن د قیام لپاره لوی احتجاجونه روان دي. خو څېړونکي گڼی چې کومه قامي تگلاره نشته دی او په مرکزي او صوبايي حکومتونو کې ورته په دې مهمه موضوع سیاسي رقابتونه ښکاري.

د ترهگرۍ مخه څنگه ونیول شي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې څېړونکیو ته په پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف گوند د مشرانو تر منځ هم غټ نفاق ښکاري.

په انگریزۍ ورځپاڼه ډان کې څېړونکي طاهر خان لیکلي دي:

"په دې ټول حالت کې تر ټولو د افسوس خبره دا ده چې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ کې وفاقي حکومت او په خيبر پښتونخوا کې د پي ټي ايي حکومت حتا د سوات په مسله هم په سياست کې ښکېل دي"

ښاغلی خان لیکي په داسې حال کې چې مرکز د خیبرپښتونخواه حکومت د سولې په ساتلو کې په ناکامۍ تورنوي، د خیبرپښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف د دفاع وزیر خواجه اصف ته خبرداری ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې ښه امنیت دی.

د خېبر ټیلي وژن خبریال او څېړونکی حسن خان وايي هغه په دې مسله حېرانه دی چې په پښتونخوا کې د تر هگرۍ په مسله د قامي تگ لارې په ځای په گوندیز بنیادونو د سیاسي گټو کوښښ روان دی، هغه وايي د اجتماعي سیاست تگلاره د بد مرغۍ نه ناسمه ده:

" دې وخت کې په پښتونخوا کې اولس راپاسېدلی دی، خو په مقابل کې په لاهور او کراچۍ کې رسپانس ( غبرگون) نشته دی"

داسې کوم رپورټ مخې ته ندی راغلې چې په پښتونخوا کې د تر هگرو د تازه حملو په ضد کوم عملیات شوي وي.

د دفاعي چارو څېړونکی برگیډیر سید نذير وايي په پښتونخوا کې د امنیت د قیام لپاره یو شمېر ادارې د صوبايي حکومت په اختیار کې دي ، هغه تپوس وکړو چې:

"ایا پولیس استعمال شوی دی؟ ایف سي او فرنټير کانسټېبلري استعماله شوې ده چې وس دويي پوځ ته غږ کوي او مرکزي حکومت ته غږ کوي؟"

په پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف دریځ څنگه وېشل شوی؟

د مرکز او پښتوخوا صوبې تر منځ په دې موضوع د یو بل د تورنولو تر څنگ خپله په پښتونخوا صوبه کې د واکمن تحریک انصاف گوند مشران ویشل شوي ښکاري.

د پښتونخوا صوبې د حکومت ترجمان بیرسټر سیف دا مني چې سوات ته طالبان ورغلي وو خو د زیاتېدونکې ترهگرۍ په موقف یې نظر د خپل گوند د نورو مشرانو څخه بلکل جدا دی.

ښاغلي سېف تېره شپه په خپله استوگنه کې ځايي خبریالانو ته وویل، طالبان سوات ته د جګړې لپاره نه وو ورغلي بلکې هلته دطالبانو یو کمانډر دخپلې خور پوښتنې له ورغلی ؤ.

د پاکستان د شخصي ټي وي جیو نه علاوه د بیرسټر سیف سره په دغه ملاقات کې موجود خبریال سید وقاص علي شاه هم ډیوه ته د ښاغلي سېف خبرې تائید کړلې.

بیرسټر سیف په کابل کې د طالبانو سره د خبرو اترو په وخت د پاکستان نه د ورغلي پلاوي مشري کوله.

د بیرسټر سیف په پرتله د پي ټي ايي نور مشران البته گڼي په سوات کې د یوې منصوبې لاندې امن ته د زیان رسولو کوښښ روان دی.

د پي ټي اي د حکومت پخوانی مرکزي وزیر او د سوات نه زلمی مشر مراد سعيد په دغه موضوع په تیرو څو اونیو کې وار په وار ډېر په بې باکۍ غږیدلی دی.

مراد سعيد هم نن د اکتوبر په څوارلسمه د پاکستان په پنډۍ ښار کې د جلوس مشري وکړه، دغه لاریون په سوات کې د تر هگرۍ خلاف او د امن د قیام لپاره وتی ؤ، جلوس ته مراد سعید وویل :

" ای پاکستانیانو، نن زما د علاقې اولس د چا په لمسه اود چا په جنگ کې خشاک جوړول کیږي؟"

هغه د پنډۍ په راجا بازار کې جلوس ته په وینا کې دا پوښتنه هم وکړله:

"د فاټا په پښتونخوا کې د انظمام د ختمیدلو غوښتنه څوک کوي؟ د ازغن تار د لگولو باوجود طالبان بیرته څنگه راغلل؟"

تحریک طالبان پاکستان په کابل د پاکستاني سره د خبرو نه وروستو ویلي وو:

" دفاټا زوړ حیثیت دې بحال شي"

د ښاغلي سعید په خیال په افغانستان کې د تحریک طالبان سره خبرې د پوځ په خوښه شورو شوې وې او د امن د قیام زمواري هم د هغويي په اوږو ده.

هغه وویل که چري وفاق په پوله د شپول لگولو باجود دترهگرو په مخه نیولو کې ناکامه کیږي، نو گواښ یې وکړو:

" د پښتونخوا اولس به بیا په خپله پیره داري شورو کړي"

په پنډۍ ښار کې د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر هم دی، نده معلومه د پي ټي ايي مشر د مظاهرې لپاره د پنډۍ ښار ولې خوښ کړی ؤ، البته ددې گوند مشرانو په ورستیو کې په پوځ سخت ټکونه شورو کړي.

د اګست په څوارلسمه، د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې یو بیان خپور کړی ؤ چې د سوات او دیر تر منځ د غرونو په څوکو کې څه لږ شمیر وسله والو لیدل شوي وو. دپوځ تر مخه

وسله وال له افغانستان څخه خپلو اصلي سیمو ته بیا اوسیدلوله ورغلي دي او د دويي هلې ځلې څارل کیږي.

څېړونکی طاهر خان دا گمان هم کوي چې د تحریک طالبان د اورپکو بیرته ستنیدل په کابل کې د ټي ټي پی او حکومت د خبرو اترو یوه برخه وه. البته دا خبره لا کوم چارواکي تصدیق کړې نده.

په پښتونخوا کې د طالبانو د بیا پیدا کیدلو او د ترهگرۍ د پېښو په سر د مرکز او صوبې تر منځ او په پښتونخوا کې د واکمن گوند د مشرانو سوچونه که څه هم ویشلي شوي ښکاري خو په اولسي احتجاجونو کې دا نعره "نوره نه ترهگري زغمو او نه د ترهگرو پالونکي" په شمال کې له سواته او په جنوب کې له وزیرستانه پرله پسې پورته کیږي.

See all News Updates of the Day

د پاکستان اسلامي‌ نظریاتي کونسل د مذهب د سپکاوي مقدمو لپاره د ځانګړو عدالتونو وړاندیز کړی

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل (سي ای ای) د اجتماعي تشدد يا د قهرجنو خلکو له خوا انصاف په لاس کې اخیستو غندنه کړې او د دغه ډول مقدمو د اوریدنې لپاره یې د ځانګړو عدالتونو جوړولو وړاندیز کړی دی.

په پاکستان کې د لږکیو د حقونو کارمندان وایي د ځانګړو عدالتونو جوړولو پر ځای باید په شته عدالتونو کې د انصاف نظام ښه کړی شي او د مذهب د سپکاوي په اړه قانون ته دې بیاکتنه وشي.

د می په 25مه د پاکستان د پنجاب صوبې په سرګودا ښار کې پر یو عیسایي تن باندې د قران د سپکاوي له تور لګولو وروسته د هغه کور او کارخانه سوځول شوې او له تشدده ډکې مظاهرې شوې وې.

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل په یو بیان کې د قران د سپکاري او د عیسایانو پر کورنیو او کورونو د بریدونو غندنه کړې ده.

په پاکستان کې سوشل جسټس یا ټولنیز انصاف په نوم ادارې مشر پیټر جیکب وایي، د ده په نظر د اسلامي نظریاتي کونسل دغه وړاندیز نه شي عملي کېدای:

"په پاکستان کې د ځانګړو عدالتونو تجربه اکثره له ناکامۍ سره مخ شوې، ځکه چې په دغو عدالتونو کې پلټنو ته د شک په نظر کتل کیږي. د ځانګړو عدالتو پر ځای باید د موجود عدالتي نظام د ښه کولو او شفافو پلټنو ته لومړیتوب ورکړل شي".

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د تورونو پېښې رپورټ کيږي، چې پکې اکثره په پنجاب کې مخې ته راځي.

اسلامې نظریاتې کونسل د تېر کال په ستمبر او د 2021م کال په دسمبر کې هم دغه رنګه وړاندیزونه کړې وو کله چې د پنجاب په جړانوالا او سیالکوټ ښارونو کې د مذهب د سپکاوي په تور ورته پیښې مخې ته راغلې وې.

د سپریم کورټ وکیل شیر امان خان یوسفزی وایي، د ایین ارټیکل 20 او 21 د اقلیتونو د حقونو او د هغوی د عبادت ځایونو د تحفظ خبره کوې:

"د پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي په قانون کې هم د خلکو د تشدد‌ یا ماب وایلنس خلاف سزا شامله ده. حکومت چې څومره غواړې د اقلیتونو د حقونو لپاره قانون سازي کولی شي او ایین د دې اجازه ورکوي".

د تېر اپریل په کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یو رپورټ په پاکستان کې د بشرې حقونو د سرغړونو، د مذهب سپکاوي خلاف قوانینو، د مذهبې اقلیتونو خلاف ذکر کړی وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه رپوټ له حقیقته لرې بللی وو.

پیټر جیکب وایي د دغه رنګه پېښو د مخنیوي لپاره باید یو داسې کمیشن جوړ کړی شي، چې د موجودو قوانینو څارنه وکړي:

"[دغه کمیشن باید] د دغه تنظیمونو هم جاج واخلي چې په هیواد کې د مذهب په نوم کرکه خوروي او بیا دا د خپلو ګټو لپاره کاروي، ولې چې دغه قانون د خلکو له اړخه د خپلو مسلمانانو وروڼو په ضد د کارولو پېښې مخې ته راغلې دي".

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنيتي مطالعاتو د مرکز سي ار اېس اېس یو وروستی رپوټ ښیي چې له 1990م کال راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه ‏‏1415 ‏‏کسان د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوي چې پکې 89 کسان وژل شوي دي. په وژل شويو خلکو کې 18 ښځې او 71 نارينه شامل دي.‏

پخوانی وزیراعظم عمران خان چيف جسټس ته وايي "په قېد تنهايي کې يم"

عمران خان وویل "په قېد تنهايي کې يم."
عمران خان وویل "په قېد تنهايي کې يم."

د پاکستان په سپريم کورټ کې د احتساب په قومي اداره نېشنل اکاونټي بيلېټي بیورو کې د اصلاحاتو د مقدمې په اورېدنه کې پخواني وزيراعظم عمران خان د عدالت مشر چيف جسټس قاضي فايز ‏عيسا ته ویلي په اډياله زندان کې په تنهايي کې قېد دی او د جېل هر څه يو کرنل "صاحب" کنټرولوي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه، عمران چیف جسټس ته وویل د مقدمې د تيارۍ دپاره ورته قانون پوه سره د صلاح مشورې ضرورت دی خو هغه ته د وکيلانو سره د ملاقات اجازت نه ورکول کېږي.

سپريم کورټ په نېب د بدلونونو مقدمه کې په خواستونو تېره اورېدنه کې عمران خان د جېل څخه د ويډيو لنک د لارې شريک کړل ‏شوی، او د هغې نه وړاندې اورېدنه د سپريم کورټ په يوټيوب چېنل په ژوندۍ بڼه خپره شوې، خو تېره او نن په ‏‎30‎مه مې اورېدنه نېغه په نېغه ده نشر شوې.‏

د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د پينځه ججانو جسټس امين الدين خان، جسټس جمال مندوخېل، جسټۍ اطهر من الله او ‏جسټس اظهر رضوي ډله د يادې قضيې اورېدنه کوي.‏

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اورېدنه کې هم عمران خان د ويډيو لنک د لارې د اډياله جېل څخه پېش شوی و.‏

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د اورېدنې په لومړو دوو ساعتونو کې عمران خان ته د خبرو موقعه نه وه ورکړل شوې، عمران خان ليدل کېدو چې تسبېح یې ‏په لاس کې وې او کله کله به یې ځينې فايلونه کتل او ليکل به یې هم کول.‏

وروسته چیف جسټس د عمران خان نه پوښتنه وکړه چې "خان صاحب په خپله دلايل ورکول غواړې که خواجه حارث (قانون پوهه وکيل) باندې تکيه کوي؟".

عمران خان په ځواب کې وویل ، په خپله دلايل ورکول غواړي خو نيمه ګهنټه يا نيم ساعت وخت ورله پکار دی.

هغه وویل د تيارۍ دپاره ورته مواد نه ‏ورکول کيږي او نه ورسره وکيلان ملاقات ته پرېښودل کيږي.‏

عمران خان وویل "په قېد تنهايي کې يم."

چيف جسټس قاضي فايز عيسا ورته وویل مواد به هم در کړل شي او وکيلان به هم درسره وويني، که د قانوني ټيم خدمات ترلاسه کول غواړې بیا به نه ‏اورېدل کېږې.‏

عمران خان بيا وویل د کېس د تيارۍ دپاره ورته د کوم قانوني تن مرسته خو پکار ده. هغه ويلي د خواجه حارث او نورو وکيلانو سره ليدل غواړي.‏

نوموړي عدالت ته وویل چې د اتمې فرورۍ او بشري حقونو د سرغړونو په اړه یې دوه خواستونه د ځنډ ښکار دي، ځکه دوی سره د خبرو موقعه به بيا په ‏لاس ور نه شي.‏

چیف جسټس د پخواني وزيراعظم نه پوښتنه وکړه په مقدمو کې دې وکيلان څوک دي؟ عمران خان په ځواب کې وویل حامد خان یې وکيل دی، چيف ‏جسټس بيا وویل حامد خان خبر دی چې قضيې څنګه زر مقررولی شي.

نننۍ قضيه د نېب بدلونونو په اړه ده.‏

عمران خان ويلي، "په اډياله کې هر څه کرنل صاحب کنټرولوي، وړاندې مې هم د وکيلانو سره ليدل غوښته خوممکنه نه شوه"، هغه عدالت ته خواست کړی ‏چې د وکيلانو سره ليدو حکم دې ورکړي.‏

د پاکستان پوځ په تيرو وختونو کې دغه ډول تورونه رد کړي او دريځ لري چې پوځ د سياسي او قانوني معاملاتو سره هیڅ تعلق نه لري.‏

چيف جسټس بيا پخواني وزيراعظم ته ویلي، د هغه په وړاندې به حکم جاري کړي.‏

له دې وړاندې د عدالتي اورېدنې په ژوندۍ بڼه خپرولو په اړه جسټس اطهر من الله ویلي، چې اورېدنه به په ژوندۍ بڼه خپرول کېده ځکه اوس دې هم داسې ‏وکړل شي.‏

د خېبرپښتونخوا اېډوکېټ جنرل ویلي، چې دغه اورېدنه د ولسي ګټو او خوښې ده.‏

خو چیف جسټس ويلي وو، دا تکنيکي قضيه ده په دې کې د ولس د ګټې معامله نشته.‏

په ژوندۍ بڼه د قضيې اورېدنې دپاره ججانو مشوره کړې او د دمې وروسته چې اورېدنه بيا پيل شوه، په پينځو ججانو کې څلورو دغه خواست رد کړو، د ‏خېبرپښتونخو اېډوکېټ جنرل د اورېدنې په ژوندۍ بڼه خپرولو خواست کړی وو.‏

وروسته د حکومت وکيل مخدوم علي خان روسټرم ته راغلی دلايل یې وړاندې کړي چې د نېب بدلونونه کول د حکومتي پاليسۍ فېصله ده، عدالت پکې ‏لاسوهنه نه شي کولی، عدالت د پارلیمان په اختياراتو کې کار نه شي ساتلی. نوموړي نن خپل دلايل پوره کړي دي.‏

وروسته سپريم کورټ دغه قضيه د راتلونکې اوونۍ پورې ځنډولې ده. چيف جسټس ويلي، د راتلونکې اورېدنې نېټه به شيډول ته په کتو سره اعلانولی ‏شي.‏

د تېر کال ستمبر په میاشت کې د سپريم کورټ پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال د ریټايرډ کېدو نه وړاندې د نوموړي په مشرۍ درې کسيزه بنچ د ‏نېب بدلونونو ضد د عمران خان په خواست محفوظ شوې فېصله اورولې، او د نېب بدلونونو ګڼ شقونه یا برخې یې کالعدم کړې او د احتساب ادارې (نېب) ‏کې روانې مقدمې یې په ځای کړې وې.‏

حکومت بيا د دغه فېصلې ضد په عدالت کې دننه خواست (انټرا کورټ اپيل) کړی وو. د چیف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د ججانو ډلې په اکتوبر ‏‎2023‎م کې په ياد خواست اورېدنه کړې او د نېب عدالتونو کې روانې اورېدنې یې د حتمي فېصلو پورې ودرولې وې.‏

د پاکستان پوځ وايي ژوره اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره په دوامداره توګه د ترهګرۍ دپاره کاريږي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د فارمېشن کمانډرانو د غونډې مشري کوي
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د فارمېشن کمانډرانو د غونډې مشري کوي

د پاکستان په پوځي مرکز جي اېچ کيو راولپنډۍ کې د پوځ د سرلښکر جنرل عاصم منیر په مشرۍ د کور کمانډرانو او نورو لوړ پوړو پوځي چارواکو په غونډه کې بيا ويل شوي، "د فارمېشن کمانډرانو کانفرنس کې د افغانستان د پولې د پورې غاړې څخه په دوامداره توګه سرغړونې کيږي او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، د پاکستان مخالفين له افغانستان څخه امنيتي ځواکونه او بې ګناه خلک په نخښه کوي".

د افغانستان څخه د ترهګرۍ کېدو تورونه

د پاکستان پوځ او حکومت په تکرار وايي په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېندو راهسې په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو افغان طالبان د پاکستان دا دعوې ردوي او وايي پاکستان دې د خپلې ناکامۍ زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.

د پاکستاني پوځ په تازه بیان د افغان طالبانو دریځ لا نه دی لیدل شوی.

په 26مه مې د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي وو، "د افغانستان سره ښې اړيکې غواړو خو دا په هغې صورت کې چې هغوی زمونږ سره ملګرتيا وکړي او ‏خپله خاوره د پاکستان پرضد ترهګرۍ دپاره کارېدو نه پرې نه ږدي، هغو ته به اقدامات کول وي".‏

هغه هم تکرار کړې وه، "بشام کې په چينايانو بريد تحريک طالبان پاکستان کړی وو، د افغانستان نه یې منصوبه جوړه ‏شوې وه، پاکستان دغه مسله افغانستان کې د عبوري حکومت سره راپورته کړې وه او په هغو ټينګار شوی وو چې هلته موجود ترهګر ودروي او پرضد یې ‏کارروايي وکړي خو تراوسه پورې د هغې کومې ښې نتيجې نه دي راغلي".‏

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دعوې رد کړې او ویلي یې وو، افغانستان هیچاته د ترهګرۍ د مقصدونو لپاره د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

مجاهد ويلي وو، کابل له اسلام‌اباد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د دې سربېره، افغانستان نه‌ غواړي چې په پاکستان کې جګړه وي.

پښتونخوا او بلوچستان

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پاکستان د پوځ د فارمېشن کمانډرانو د غونډې په اړه پوځ په یو بيان کې وویل "فورم د ترهګرۍ ضد جګړه کې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو شوو ضلعو د خلکو د قربانۍ اعتراف کړی او ترهګرۍ ته د پرېکنده ماتې ورکولو دپاره یې د نوو ګډو ضلعو د پرمختيا په اهميت ټينګار کړی دی".

پوځي بیان وویل د پوځي افسرانو "فورم په بلوچستان صوبه کې د ټولنيزې او اقتصادي پرمختيا په ضرورت هم زور راوړی دی د دې دپاره چې د بهرنۍ پروپېګنډې مقابله وکړل شي، او د پروپېګنډې په شا بهر ملکي ګمارل شوي پراکسيز کاريږي چې د بلوچستان ځوانان د امن او پرمختيا څخه لرې وساتل شي".

درې ورځې وړاندې د پاکستان پوځ ویلي وو، په دوه ورځو کې په خېبرپښتونخوا صوبه کې درې عمليات شوي، د پوځ د يو کېپټن افسر، نايک، لانس نايک او حوالدار په ګډون پکې ‏اووه پوځیان وژل شوي او پوځ په عملیاتو کې د ‏‎23‎‏ "ترهګرو" وژلو دعوه شوې وه.

په وروستيو کې د ناامنۍ زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي.

پوځ ويلي، د تیرو څو میاشتو راهسې ترهګر او سهولت کار یې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امنیت خرابولو هڅې کوي، خو ‏امنیتي ادارې یې د ‏مخنيوي هڅه کوي.‏

د خطرو مخنيوی او حکومتي اقداماتو ملاتړ

پوځي بیان کې زیاته کړل شوې، "غونډې ته د جيو سټراټيجيک حالاتو، ملي امنيت په وړاندې د چېلنجونو او ګڼ اړخيزه خطرو د مخنيوي دپاره د پوځ په تګلاره احوال وړاندې کړل شوی دی".

پوځ ویلي، د تلپاتې اقتصادي پرمختيا، غېر قانونه هلو ځلو، قاچاق، ذخيره اندوزۍ، بجلۍ د غلا ودرولو، غېر قانونه بهر ملکيانو په باعزته طريقه ستنولو، او قامي ډېټابېس خوندي کولو دپاره په مختلفو شعبو کې د حکومت د اقدماتو ملاتړ کوي.

نهمه مې

پوځ دا هم ويلي، د ملک د پراخه ګټو دپاره مهمه ده چې د نهمې مې منصوبه ساز، مجرمان او هغوی ته ډاډ ورکوونکي او اسانتياو برابرونکي د قانون منګولو ته راوستل شي، ځکه د قانون عملدارۍ قايمولو، او د نهمې مې مجرمانو ضد سمدستي او رڼې عدالتي او قانوني کارروايۍ بغېر به ملک د داسې سازشي عناصرو په لاس يرغمال وي.

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کېدو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک ‏انصاف ګوند پلویانو د ملک په لويو ښارونو کې ‏قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.‏

دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏‏‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.‏

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودهري د روانې مياشتې په اوومه نېټه په خبري کانفرنس ويلي وو، "د نهمې مې د پېښې پلان جوړونکو، ‏سهولت کارو او عملي کوونکو سره به هیڅ جوړ جاړړی ونه شي او نه به دوی د ملک د قانون د پښو لاندې ‏کولو اجازه ورکړي". ‏

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم د نهمې پېښو يادولو سره ويلي وو، "د نهمې مې په پېښو کې ککړو شرخوښو، د هغو سهولت کاراو راپارونکو سره ‏هيڅ نرمي نه شي کېدی او د ‏هغوی دپاره هيڅ معافي نشته".‏

د پوځ وياند په خبري کانفرنس کې‎ ‎د تحریک انصاف ګوند او د دغه ګوند ‏‏د مشر د نوم اخستو بغېر ويلي وو، " د انتشاري ټولې سره خبرې نه شي کېدی، ‏خبرې اترې سياسي ‏ګوندونه کوي د انتشاري ټولې سره يواځينۍ لاره دا ده ‏‏چې د زړه نه معافي وغواړي او تعميري سياست وکړي".‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند بيا د پوځ وياند "ډي جي آی اېس پي آر خبري کانفرنس ته غېراييني، غېر قانوني او د واک څخه ‏تجاوز او تضاداتو ‏مجموعه" ويلې وه.‏

رپورټ: پاکستان کې د موبایل کاروونکو شمېره تر 19 کروړو اوښتې، د ټيلي کام څانګه کې امدن 5 اربه اؤ 57 کروړه ډالر زیات شوی

د پاکستان د آي ټي اؤ ټیلي کام وزارت وایي ددې هیواد په څه د پاسه 24کروړه ابادۍ کې د موبایل فون کارونکو شمېره تر 19 کروړو اوښتې ده اؤ په تېرو پینځوؤ کالو کې د ټيلي کام په څانګه کې شوې سرمایه ګزارۍ کې د 5 اربه اؤ 57 کروړه ډالرو اضافه مخې ته راغلې ده.

د پاکستان د آي ټي اؤ ټيلي کام وزارت د مالي کال 24-2023 لپاره خپل مالیاتي سروی رپورټ کې ویلي چې د مخابراتو یا ټیلي کام د صنعت امدن له 694 اربه روپو څخه 850 اربه روپو ته لوړ شوی دی.

د ټیلي کام څانګه کې په کېدونکي امدن کې د اضافې په بابله دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې څېړونکي وایي په دې هیواد کې په دې وروستیو کې په انټرنیټ بندیزونه زیات شوي دي

د آي ټي اؤ ټیلي کام وزارت رپورټ کې ویل شوي چې په ټيلي کام څانګه کې په کال 20-2019م کې سرمایه کاري 225 اربه روپۍ وه خو په کال 21-2020م کې به د ا سرمایه کاري 325 اربه روپۍ ریکارډ کړل شوې وه په کال 23-2022م کې 340 اربه روپو ته لوړه شوه.

رپورټ وایي چې په مالي کال 23-2022م کې د پاکستان دننه په انټرنیټ کې مثبته پرمختیا لیدل شوې اؤ د موبایل فون کارونکو شمېره تر 19 کروړو اوښتې ده.

د رپورټ له مخې کال 2023م کې 2 کروړه اؤ 13 لکه موبایل الات په سیمه ییزه توګه جوړ کړل شوي اؤ تر 33 زیاتو د موبایل کمپنیو اؤ د اسمارټ ډیوایسز جوړونکو کمپنیو پاکستان کې فعالیت پیل کړی دی.

په رپورټ کې ویل شوي چې ملک کې د انټر نیټ کارونکو کچه هم 54 اعشاریه 97 فیصدي ته لوړه شوې ده.

رپورټ زیاتوي چې په مارچ 2024م کې د آي ټي خدماتو برامدي ترسیلات 36 فیصدي زیات شوي اؤ 30 کروړه اؤ 60 لکو ډالرو ته رسیدلي دي.

تر دې وړاندې په مارچ 2023م کې د آي ټي خدماتو برامدي ترسیلات 22 کروړه اؤ 50 لکه ډالر وؤ.

لېتوېنیا کې مېشته سرف شارک نومې کمپنۍ سږکال د فرورۍ میاشت کې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې د سږ کال د شروع کېدو راهسې د پاکستان نزدې 128 مېلین د انټرنېټ صارفین پینځه ځله انټرنېټ د بندېدو سره مخامخ شوي دي.

په موجوده وخت کې هم د 17مې فرورۍ راهسې په پاکستان کې مشهوره ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخوانی ټویټر) تړل شوې اؤ په انټرنیټ د بندیزونو په حواله د پاکستان حکومت د اندروني اؤ بهرنیو نیوکو سره مخ دی.

د سرف شارک ترجمانې لینا سروېلا د وینا له مخې، په پاکستان کې د انټرنېټ په سېنسرشپ کې د تشویش وړ اضافه کېږي اؤ‌ په 2014 کې په پاکستان کې په انټرنېټ د نورو کلونو په پرتله زیات قدغنونه لګول شوي.

د کال 2024 د جنورۍ په میاشت کې یوټیوب، اېکس، فېس بک او انسټاګرام دوه ځله تړل شوی و. په سوشل میډیا دغه بندیزونه په داسې وخت لګول شوي وو چې د پخواني وزیراعظم عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند د انتخاباتو لړ کې جلسې اؤ کنوینشنونه کول.

په اتمه فېبرورۍ د انتخاباتو په مهال هم په انټرنېټ درې ځله قدغنونه لګول شوي وو. په پاکستان کې د ووټونو په ورځ او د دې نه څو ګنټې وروسته په ټول ملک کې د موبایل او انټرنېټ خدمات تړل شوي وو.

د چارواکو دریځ و چې د ووټونو په ورځ امن او امان ښه کولو دپاره انټرنېټ او د موبایل سروس د ځنډولو ګام اخستل شوی و.

پنجاب کې د شري په ناروغۍ 14 ماشومان مړه شوي

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د شري ناروغۍ د یوې وبا شکل اخستی اؤ چارواکي وایي چې د دې ناروغۍ له لاسه د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې 14 ماشومان مړه شوي اؤ 48 نور په هسپتالونو کې بستر کړل شوي دي.

د صحت محکمې چارواکو د شري په ناروغۍ اخته 48 ماشومانو څخه د 11 حالت مرګونی بللی دی.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو د صحت د څانګې د چارواکو له خولې ویلي چې په شري ناروغۍ د پنجاب پتوکي اؤ خانیوال سیمو کې6 ، 6 اؤ شرقپور کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز په شري د ماشومانو د مړینې نوټس اخستی اؤ د روغتیاي چارو صوبایي سکتر نه یې په دې اړه رپورټ غوښتی دی.

د پنجاب د روغتیايي چارو وزیر عمران نزیر د شورو په ورځ د پنجاب بیلابیلو سیمو کې هسپتالونو ته ورغلی اؤ دغلته یې په شري د اخته ماشومانو احوال اخستی دی.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د طبي امداد نړیوالې ادارې ډاکټرز ود اوټ بارډرز، اېم اېس اېف، اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي او پکار ده چې د مخنیوي لپاره یې کوټلي ګامونو واخستل شي.

د سازمان ډاکټرانو ویلي د جنورۍ او اپريل ترمنځه یې د افغانستان په مزار شريف کې د 2700، په هرات کې 837 او په هلمند ولايت کې د څه باندې 1400 په شري اخته ماشومانو درملنه کړې ده.

د روغتيا چارو پوهان وايي په پاکستان اؤ افغانستان کې د شري د خورېدو لوی علت ماشومانو ته د دې مرض په ضد ستنې (ټیکې) نه لګول او د شري مریضان د صحتمند ماشومانو سره يو ځای ساتل دي.

د ماشومانو د ناروغو ډاکټر محمد فاضل وي او ای ډیوه ته ویلي د شري ناروغي په ماشومانو کې ډېره عامه ده او په هر موسم کې په ماشومانو راتللی شي .

هغه وایي"مونږه ليدلي چې د شپږو مياشتو نه تر 15 کالو پورې ماشومان ناروغه شوي دي، په دې کې د ماشوم پوزه رابهېږي، ټوخېږي، سترګې يې سرې وي، خېټه يې خرابه وي او په بدن يې سره سره داغونه راخېژي"

ډاکټر محمد فاضل وايي په شري اخته ماشومانو ته نمونيا کېږي، هېضه ورته کېږي، ماشوم د غذايي قلت ښکار کېږي او کله چې ماشوم ته شری وشي نو لس کاله وروسته هغه ته د دماغو يوه بيماري ورپورې کیږي چې په هغې کې د ماشوم دماغ کار نه کوي او بیا،بیا پرې جټکه راځي.

د روغتيا د چارو پوهان وايي د شري نه ماشومان خوندي کولو دپاره مهمه ده چې ماشومانو ته ويکيسن ورکړی شي او کوم ماشوم چې د دې رنځ ناروغه کړې وي بايد د نورو ماشومانو څخه جدا کړل شي.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG