لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي حکومت سره د ډزبندۍ ختمولو اعلان او وسله والو ته یې د حملو امر کړی


د پوځ په حمایت د پاکستان حکومت او د ټي ټي پي د مذاکراتو شروع کېدو په مناسبت دواړو فریقېنو د یو بل په ضد د حملو دردولو او د ډز بندۍ اعلان کړی و
د پوځ په حمایت د پاکستان حکومت او د ټي ټي پي د مذاکراتو شروع کېدو په مناسبت دواړو فریقېنو د یو بل په ضد د حملو دردولو او د ډز بندۍ اعلان کړی و

وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د پاکستان حکومت سره د ډزبندۍ د ختمولو اعلان کړی او خپلو وسله والو ته یې امر کړی چې حملې شروع کړي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ټي ټي پي په پاڼه په لاس لیکل شوی پېغام د خبریالانو سره شریک کړو چې پکې وېل شوي د حملو شروع کولو فېصله یې د ډلې په ضد د امنیتي ادارو د عملیاتو په جواب کې کړې ده.

په اردو ژبه کې لیکل شوی بیان وايي د ټي ټي پي کوښښ و چې "مذاکراتي عمل لږ تر لږه زمونږ د طرفه سپوتاژ (تباه) نه شي مګر خو پوځ او خفیه (استخباراتي) ادارې باز را نه غلې او حملې يې جاري وساتلې."

د ټي ټي پي په اعلان د حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلي.

د پاکستان حکومت د تير کال اکتوبر په مياشت کې د ټي ټي پي سره مذاکرات پېل کړي وو چې پکې د ټي ټي پي سره په کابل کې د پاکستان نه تللي د جرګې غړو ليدنې وکړې خو د دغه مذاکرات څه نتېجې ته د رسېدو معلومات مخې ته نه وو راغلي.

د پوځ په حمایت د پاکستان حکومت او د ټي ټي پي د مذاکراتو شروع کېدو په مناسبت دواړو فریقېنو د یو بل په ضد د حملو ودرولو او د ډز بندۍ اعلان کړی و.

د څېړونکو په نظر د ډزبندۍ باوجود ټي ټي پي خصوصاً په خېبرپښتونخوا کې حملو ته نه یوازې دوام ورکړی و بلکې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس يې په حملو کې چټکتیا راوستلې وه.

دا میاشت د خېبرپښتونخوا په لکي مروت، باجوړ او ټانک ضلعو کې په دوو حملو او يوه چاودنه کې شپږ پوليس او د اېف سي دوه عسکر ووژل شوو. په حملو کې د اېف سي يو اهلکار په ګډون د امن کمېټۍ څلور غړي ژوبل شوو. تحریک طالبان د بريدونو زمه واري منلې وه.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت پوليس وویل چې په سیمه کې دوسله والو پرضد شروع کړی شوي عملیات یې سر ته ورسوول.

بل لور ته په بره جنوبي وزیرستان کې په امنیتي عسکرو شوي برید کې دوه عسکر ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې ده.

د لکي مروت پولیس ویاند شاهد حمید وویل د جمعې په ورځ د لکي مروت ګمبیلا ټاڼې په حدود پشانو ونډه سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ په اساس پېل کړی شوي ځمکني او هوایي عملیات سر ته ورسیدل.

پولیس وویل په لکي مروت کې عملیات پوځ‌ کړي خو د پاکستان پوځ په خپله د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي. امنیتي سرچینو د وسله والو په ډزو کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل کېدو او د یو افسر په ګډون د دوو عسکرو د ژوبل کېدو ویلي وو.

په 25 نومبر په لکي مروت کې د وسله والو سره په نښته کې پوځي عسکر وژل شوی او د هغې وروسته دغه عملیات پېل کړی شوي وو.

د امنيتي سرچينو ترمخه په عملیاتو کې د جنګي هیلي کاپټرو د لارې د وسله والو ځالې په نخښه کړل شوي دي.

ټي ټي پي چې پاکستان غیرقانوني تنظیم ټاکلی دی د حملو شروع کولو په اړه یې خپل بیان کې وویل چې امنیتي ادارو په بنو، لکي مروت او په نورو سیمو کې عملیات شروع کړي دي او د ډلې وسله وال دې هم په جواب کې په حملو لاس پورې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG