لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: په وسله وال برید کې د پوځي افسر په ګډون پينځه عسکر ژوبل شوي


د پاکستان پوځ په خپله څه نه دي ویلي خو پولیس یې تایید وي او وایي د پوځ په پارټۍ دا برید بیګا د شپې د ټانک ضلعې په پخوانۍ نیمه قبایلي سیمې [پینګ شین کچ] سیمه کې شوی دی
د پاکستان پوځ په خپله څه نه دي ویلي خو پولیس یې تایید وي او وایي د پوځ په پارټۍ دا برید بیګا د شپې د ټانک ضلعې په پخوانۍ نیمه قبایلي سیمې [پینګ شین کچ] سیمه کې شوی دی

په ټانک ضلع کې د پوځ په قافله وسله وال برید کې د یو افسر په ګډون پینځه عسکر ژوبل شوي او په بنو کې پولیسو د دو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده، ټي ټي پي په پوځ د برید زمه واري منلې ده.

بل لور ته په کوز جنوبي وزیرستان کې نن په څلورمه ورځ د ناامنۍ پرضد او امن د پاره ولسي پرلت دوام لري او حکومتي چارواکو سره خبرې هم روانې دي

د پاکستان پوځ په خپله څه نه دي ویلي خو پولیس یې تایید وي او وایي د پوځ په پارټۍ دا برید بیګا د شپې د ټانک ضلعې په پخوانۍ نیمه قبایلي سیمې [پینګ شین کچ] سیمه کې شوی دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي پوځ یو ناروغه تن د پوځي سرتیرو په ساتنه کې روغتون ته وړلو چې په لار کې پرې نامالومه کسانو له درنو او سپکو وسلو سره برید وکړو.

د سرچينو ترمخه امنیتي ځواکونو د وسله والو برید ته په کلکه ځواب ورکړی او په شا یې تمبولي او د ډزو په تبادله کې د پاکستان پوځ د یو افسر په ګډون پینځه عسکر مېجر شمس، نایک سراج، نایک ارشاد، لانس نایک ثاقب، سپاهي عامر معشوق ژوبل شوي دي.

ویل شوي د برید وروسته نور امنیتي عسکر د پېښې ځایی ته لیږل شوي ټوله سیمه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات یې پېل کړي دي.

د دې ترڅنګ د بنو پولیس دعوه کړې چې هغه دوه ترهګر یې وژلي چې تیره ورځ یې د ټاون ټانې په حدودو کې د پولیسو په ګشتي پارټۍ برید کړی وو.

پرون په بنو کې ترهګرو په پولیسو برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی او یو ژوبل شوی وو.

د بنو ضلعې دپولیسو ویاند وي او اې ډیوه ته ویلي وو ترهګرو دپولیسو په ګاډي ډزې کړي چې پکې د پشم خان په نوم یو پولیس حوالدار وژل شوی او د شاه ولي خان په نوم بل پولیس عسکر ژوبل شوی وو.

هغه ویلي وو پولیسو هم په ترهګرو ځوابي ډزې کړي خو د پولیسو د ډزو په نتیجه کې هغوی له سیمې تښتېدلي او پرضد یې د لټون عملیات روان دي پولیس وایي دغه کسان نن ځانګړي عملیاتو کې وژل شوي.

چارواکي وایي بیګا د شپې ناوخته د ډیره اسماعیل په یارک تاڼه وسله والو برید کړی خو د پولیسو سمدستي ځواب ویلو وروسته وسله وال تښتېدلي او پرضد یې عملیات روان دي.

د تاڼې چارواکي د ډزو په تبادله کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لور ته په کوز حنوبي وزیرستان کې نن په څلورمه ورځ د ناامنۍ پرضد او امن د پاره ولسي پرلت دوام لري او حکومتي چارواکو سره خبرې هم روانې دي.

پرلت کوونکو ضلعې ته تلونکې او راتلونکې د ګاډو د تګ راتګ لوې لارې تړلي دي او حکومتي دفترونو نه یې بايکاټ کړی دی.

دوي ګواښ کړی که چرې غوښتنې یې نه منل کیږي نو خپل احتجاج به نور هم وغځوي. احتجاج کوونکو سره دانتظامیې او امنیتي چارواکو خبرې روانې دي.

د کوز جنوبي وزیرستان د انتظامیې مشر مرستیال کمیشنر ناصر خان دفتر چارواکي وايي، د دې احتحاج کوونکو سره د خبرو اترو یوشمېر پړاوونه ترسره کړي‌ او دوی ته د غوښتنو منلو باور ورکړل شوی دی.

هغوی وویل نن بیا به د مرستیال کمیشنر په مشرۍ حکومتي پلاوی د احتجاج کوونکو سره ویني.

په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې او په 28 نومبر د ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمېدو پس د ناامنۍ پېښې او بريدونه سېوا شوي دي.

حکومت وايي د ترهګرۍ نوغی به اوباسي او د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د امن غوښتنې دپاره او ناامنۍ ضد ولسي پاڅونونه او احتجاجونه هم دوام لري.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG