لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د ټي ټي پي په بريدونو کې شپږ پوليس او د اېف سي دوه عسکر وژل شوي


د لکي مروت ضلعې د پوليسو ویاند شاهد حميد وي او اې ډیوه ته تاييد کړه چې سهار وختي د پوليسو موبايل د ډډيواله تاڼې په حدودو کې روان وو نامعلومه وسله والو پرې ډزې کړي او د تانډار علم دين سره پکې ټول شپږ واړه پولیس اهلکار وژل شوي دي
د لکي مروت ضلعې د پوليسو ویاند شاهد حميد وي او اې ډیوه ته تاييد کړه چې سهار وختي د پوليسو موبايل د ډډيواله تاڼې په حدودو کې روان وو نامعلومه وسله والو پرې ډزې کړي او د تانډار علم دين سره پکې ټول شپږ واړه پولیس اهلکار وژل شوي دي

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت، باجوړ او ټانک ضلعو کې دوه وسله وال بريدونه او يوه چاودنه شوې، چې پکې شپږ پوليس او د اېف سي دوه عسکر وژل شوي او د اېف سي يو اهلکار په ګډون پکې د امن کمېټۍ څلور غړي ژوبل شوي دي. تحریک طالبان د دوه بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په پوليسو د وسله والو تازه بريد نن د شورو/ چهارشنبې په سهار [16 نومبر] لکي مروت ضلع کې شوی، د پولیس موبايل [ګاډي] نامعلومه وسله والو په هدف کړی دی.

د لکي مروت ضلعې د پوليسو ویاند شاهد حميد وي او اې ډیوه ته تاييد کړه چې سهار وختي د پوليسو موبايل د ډډيواله تاڼې په حدودو کې روان وو نامعلومه وسله والو پرې ډزې کړي او د تانډار علم دين سره پکې ټول شپږ واړه پولیس اهلکار وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې وه.

شاهد حميد وويل، د پېښې وروسته په علاقه کې په لویه کچه د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

وزيراعظم شهباز شریف په لکي مروت کې پوليسو باندې بريد غندلی او ويلي يې دي، "ترهګري اوس هم د پاکستان يوه مهمه مسله ده، زمونږ وسله والو ځواکونو او پوليس د دې په زړورتیا سره مقابله کړې ده".

وزيراعلا خېبرپښتونخوا د پېښې نوټس اخستی او د پوليسو په وژنه يې د افسوس څرګندونه کړې ده.

لکي مروت د خېبرپښتونخوا هغه جنوبي ضلعه ده چې پوله يې د پنجاب میانوالي د خېبرپښتونخوا د کرک، ډیره اسماعیل خان، بنو، ټانک تر څنګ قبایلي ضلعو جنوبي او شمالي وزیرستان سره لګېدلي دي.

د خېبرپښتونخوا پوليس مشر معظم جاه انصاري لکي مروت ته بېړنی سفر کړی، د ترهګرۍ د پېښې نوټس يې اخستی او ویلي يې دي "شرخوښي به په دغه ډول بريدونو د پوليسو حوصلې ماتې نه کړي، په پولیس بريد کې ککړ شرخوښي به ونيول شي او د قانون منګولو ته به راوستل شي".

هغه ويلي، "د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه به د اخري ترهګر د ختمولو پورې روانه وي".

نزدې یوه اوونۍ وړاندې د ترهګرۍ ضد پوليسو سي ټي ډي په لکي مروت کې د يو ترهګر د وژلو دعوه کړې وه.

په خېبرپښتونخوا کې بله پېښه تيره شپه د افغانستان سره په باجوړه ضلع کې شوې او پولیس چارواکي وايي په چارمنګ علاقه کې په پوله د اېف سي په چيک پوسته ډزې شوي دي.

د باجوړ ضلعې د پوليسو مشر [ډي پي او] عبدالصمد وي او اې ډیوه ته وويل، بېګاه د شپې د چارمنګ په چیک پوسته نامعلومه وسله والو ډزې کړي دوه د اېف سي اهلکار پکې وژل شوي او يو پکې ژوبل شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري هم منلې ده.

په باجوړه کې دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې نن د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان د باجوړ سفر کوي.

پوليس مشر وايي په باجوړ کې په تیره يوه میاشت کې د بدامنۍ پېښه نه ده شوې پوره امن دی او نن هم د امنيت دپاره کلک ګامونه پورته کړی شوي دي.

درېمه پېښه په ټانک ضلع کې شوې او پوليسو ويلي، تيره شپه د ګومل تاڼې په علاقه کې د امن لښکر په کسانو چاودنه شوې او څلور تنه پکې ژوبل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د بدامنۍ په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د خېبرپښتونخوا د پوليسو په وينا په روان کال کې تراوسه پورې په بېلابيلو پېښو کې د 90 نه زيات پوليس اهلکار چې پکې افسران او سرتيري شامل دي وژل شوي دي.

په اسلام اباد کې څيړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS په وروستيو کې ويلي، په افغانستان کې تېر کال د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د ترهګرۍ پېښې 51 فيصده سېوا شوي، د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا کې شوي او پاکستان ته امنیتي چېلنجونه زیات شوي دي.

په یاد رپورټ کې ویل شوي وو، د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي وو او په دې موده کې د تير کال په مقابله کې د وژنو شرح هم 47 فيصده زياته شوې وه.

PIPS په خپل رپورټ کې ویلي وو، يواځې روان کال د اګست پورې د وسله والو تندلارو پرضد پوځي او امنيتي ادارو 52 عمليات کړي چې پکې 34 په خېبرپښتونخوا او 17 په بلوچستان کې ترسره شوي او په دغو عملياتو کې 164 وسله وال وژل شوي چې زياتره یې د تحريک طالبان او بيا د بلوڅ وسله والو ډلو وو. او د عملياتو په مهال د نهه پوځيانو او يو ملکي وګړی وژل کېدو هم ويل شوي وو.

خېبرپښتونخوا کې دا بريدونه په داسې حال کې سېوا شوي چې د پاکستان حکومت د تير کال اکتوبر په مياشت کې د ټي ټي پي سره مذاکرات پېل کړي چې پکې د ټي ټي پي سره په کابل کې د پاکستان نه تللو جرګې ليدنې هم کړي خو تراوسه پورې د دغو مذاکراتو کومې نتيجې مخې ته نه دي راغلي.

تحريک طالبان پاکستان د روان کال د مې د مياشتې راهسې ډز بندي کړې او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې، او تراوسه پورې ټي ټي پي يا د پاکستان حکومت د دغه ډز بندۍ ختمېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د تيرې ستمبر د مياشتې راهسې تحریک طالبان پاکستان د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي.

د اګست په میاشت کې په سوات کې د طالبانو د ښکاره کېدو او بدامنۍ د پېښو کېدو وروسته بيا د سوات نه تر وزیرستان او خېبرپښتونخوا په بېلابیلو ضلعو کې د بدامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه مظاهرې هم شوي چې تراوسه پورې روانې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG