لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي په بلوچستان کې د پولیو ټیم په حفاظت مامور د لیویز عسکر د وژلو ذمه واري منلې


د رپورټونو ترمخه په بلوچستان صوبه کې د کال 2012 راهسې د پوليو ضد څاڅکو په ټیمونو باندې بريدونو کې 23 امنیتي عسکر او 10 د پوليو کار کوونکي وژل شوي دي
د رپورټونو ترمخه په بلوچستان صوبه کې د کال 2012 راهسې د پوليو ضد څاڅکو په ټیمونو باندې بريدونو کې 23 امنیتي عسکر او 10 د پوليو کار کوونکي وژل شوي دي

د افغانستان سره نژدې د پاکستان سرحدي ضلعې چمن کې د پوليو د ټیم په حفاظت مامور د لیویز عسکر وژل شوی او وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې ده. دغه پېښه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پوليو ضد کېمپېن په مهال شوې ده.

د چمن ضلعې ډپټي کمشنرعبدالحميد ﺯهري دغه پيښه تايد کړه او ويې وېل د پوليو ټیمونو سره ساتونکي ليويز اهلکاﺭ په ډيوټۍ دي، او د پېښې وروسته د ساتونکي نور هم سېوا کړی شوي دي.

هغه وويل د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي او هڅه کوي چې زر ککړو کسانو ته ورسي.

د پوليو په ټیم د ورستي بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده او خبري ﺭسنیو ته ليزل شوي په خپل پيغام کي يې وویل چي د ليويزاهلکاﺭ د دي پر ملګرو بريد کولو کوښښ وکړو او په جوابي ډزو کې د لیویز عسکر يې ووژلو.

په بلوچستان صوبه کې په تيرو دﺭیو وﺭځو کي د پولیو ټیم په حفاظت مامور امنیتي عسکرو دغه دویم بريد دی چې ﺯمه واﺭي يې تحريک طالبان پاکستان منلي.

د دې نه مخکې په پشين کلي تراټه کي د پولیو ډلې په تحفظ مامور يو پوليس په حمله کې وژل شوی دی.

په چمن کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د تيرو چلوﺭو وﺭځو راهسې د صوبې په 19 ضلعو کې د پولیو ضد پينځه ورځنی کېمپېن دوام لري.

د رپورټونو ترمخه په بلوچستان صوبه کې د کال 2012 راهسې د پوليو ضد څاڅکو په ټیمونو باندې بريدونو کې 23 امنیتي عسکر او 10 د پوليو کار کوونکي وژل شوي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د پوليو په ټیمونو بريدونه کېږي.

پاکستان کې د پوليو پروګرام د خاتمې د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو ټولې 20 پېښې مخې ته راغلي دي.

په دغه 20 کېسونو کې 17 په شمالي وزيرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې ده.

د پولیو د مخنيوي د نړيوال پروګرام ترمخه سږ کال تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د پوليو 29 نوې کېسونه ثبت شوي چې تر ټولو زيات ، 20 پکې په پاکسان کې دي، دوه په افغانستان کې، او باقي پاتې نور په سويلي ختیځه افریقا کې دي چې د پاکستان نه خواره شوي دي.

په داسې حال کې چې د پولیو ضد نړیوالې هڅې ګړندۍ کیږي، افغانستان او پاکستان د پولیو وايرس وروستی مرکز پاتې شوی دی.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د پښتنوپه سیمو کې د پوليو ضد د تبلیغاتو، ناامنۍ، لرې پرتو ځایونو ته په رسايۍ کې مشکلات، د خلکو بې ځايه کېدل او د واکسینو پر ضد مزاحمت د پوليو د خاتمې دپاره کوښښونه د خنډانو سره مخامخ کوي.

په پاکستان کې د پولیو د مخنيوي د پروګرام چارواکي دا هم وايي چې د پوليو د خاتمې په لړ کې یوه ستونزه دا هم ده چې ځینې مياندې او پلرونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو څخه انکار کوي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG