لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي په بنو کې د پوليس عسکر د وژلو ذمه واري منلې


د خېبرپښتونخوا د پولیسو په وینا په صوبه کې  سږ کال تر دې مهال خواوشا 105 پولیس اهلکار په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي دي
د خېبرپښتونخوا د پولیسو په وینا په صوبه کې  سږ کال تر دې مهال خواوشا 105 پولیس اهلکار په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي دي

په بنو کې په وسله وال برید کې یو پولیس اهلکار وژل شوی تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] یې زمه واري منلې ده، د بنو په جاني خېل کې تیره ورځ هم دوه کسان په هدفي برید کې وژل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو په وینا په صوبه کې سږ کال تر دې مهال خواوشا 105 پولیس اهلکار په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي دي.

د بنو ضلعي پوليس مشر ډاکټر محمد اقبال د وژل شوي پولیس اهلکار کورنۍ سره خواخوږۍ څرګنده کړې ده.

د پولیسو مشر په دې پېښه کې ککړو کسانو زر د قانون منګلو ته راوستلو هوډ ښکاره کړی او ویلي يې دي چې ترهګر د داسې رقم بریدونو د لارې د پولیسو او نورو امنیتي ادارو ارادې نه شي کمزورې کولی او پولیس به د خپلو سرونو په بدل د علاقې د امنیت ټینګښت سره خلک خوندي کوي.

تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې ده.

پرون په ډیره اسماعیل خان کې د ضلعې پولیسو په مشر برید شوی او تر دغه پېښې دوه ورځې وړاندې په نوښار ضلع کې وسلوالو د پولیسو پر یوه ګاډي حمله کړې او درې پولیس اهلکار یې وژلي وو.

تیره اوونۍ د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په بلېلي سیمه کې د ځانمرګي برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه چې درې تنه پکې وژل شوي او شاوخوا 30 پکې ټپیان شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې ددغه بریدونو ذمه وارۍ منلې دي.

دا پېښې په داسې حال کې شوي چې په 28 نومبر تحريک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې ده. او تر دې وروسته يېد خېبرپښتوخوا په بنو، ډیره اسماعیل خان، چارسده، مردان او نوښار ضلعو کې په پولیسو اووه بریدونه کړي چې پکې اته پولیس عسکر وژل شوي دي.

د دغه ټولو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې منلې دي.

په پېښور کې د شمالي وزیرستان سره تړاو لرونکی خبریال ناصررداور وایي دا بریدونه څرګنده وي چې د نورو امنیتي عسکرو ترڅنګ پولیس هم هدف دي.

هغه وویل د خېبرپښتونخوا پولیس د وړاندې نه د ترهګرۍ پرضد لومړي صف کې ولاړ دي او سلګونو شمېره عسکر او افسران یې وژل شوي خو په صوبه کې د تیرو نهو کالو نه روان د پاکستان تحریک انصاف حکومت د دې ترهګرۍ په وړاندې پولیس د پاره څه ګامونه نه دي اخستي چې پکې د ترهګرۍ د پېښو مخنيوی ممکن وي.

درې ورځې وړاندې په صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت ویاند بیرسټر سېف د نوښار پولیسو برید غندلی او په ټویټر یې ویلي وو له شرخوښو سره به سخت چلند وشي. د خېبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ پر ضد هیڅ زغم نه لري.

خو ورپسې بیا په بله ورځ میډیا سره په خبرو کې هغه ويلي وو له بده مرغه چې د تحریک طالبان پاکستان سره اوربند پای ته ورسېد وینه تویول ستونزې نه ختموي بلکې ستونزې زیاتوي.

هغه ویلي وو ټي ټي پي ته بلنه ورکوم چې ټوپک دې کیږدي او مذاکرات دې وکړي.

د د خېبرپښتونخوا د پولیسو پخوانی مرستیال مشر او کارپوهه رحمت خان مسید د پولیسو په وژنه اندېښنه څرکنده کړه او وې ویل پولیس چې په خپله محفوظ نه وي هغه به بیا ولس ته څه تحفظ ورکړي.

هغه هم د صوبې په حکومت پوښتنې راپورته کړې او وویل چې د ترهګري پرضد لومړي صف کې ولاړ پولیسو د تحفظ د پاره دې دې پالیسي ته بیا کتنه وشي.

د پاکستان پوځ په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پولې ته نزدې سیمو کې د وسلوالو په ضد ګڼ شمېر عملیات کړي دي چې پکې یې د ډېرو وسلوالو د وژلو دعوه هم کړې ده.

پاکستان کې د ترهګريزو فعاليتونو د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل تازه رپورټ کې ويلي د هېواد د نورو سیمو په پرتله د تېر نومبر میاشت کې په قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ په پېښو کې 50 فيصدي اضافه شوې ده.

رپورټ وایي که څه هم سږکال د اکتوبر د مياشتې په پرتله د تېر نومبر په میاشت کې د وسله والو په بريدونو کې 12 فيصدي کمی ليدل شوی خو دغه مهال په دې کې د مرګونو په شمېره کې 39 فيصدي اضافه رېکارډ شوې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG