لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکې استنبول ښار کې بمې چاؤدنه، ٣٢ کسان زخمیان


استنبول کې ددې نه وړاندې هم د یوشمیر ډلو لخوا بمې چاؤدنې شوې دي چې پکښې بیلتون غوښتنونکی کردستان ورکرز پارټي یا پی کی کی هم شامله ده. تصویر کې د پې کی کی زنانه جنگیالۍ لیدل کیږي
استنبول کې ددې نه وړاندې هم د یوشمیر ډلو لخوا بمې چاؤدنې شوې دي چې پکښې بیلتون غوښتنونکی کردستان ورکرز پارټي یا پی کی کی هم شامله ده. تصویر کې د پې کی کی زنانه جنگیالۍ لیدل کیږي

د ترکې استنبول ښار کې د اتوار په ورځ چارواکې وائې ځانمرگي بمي برید کې ٣٢ کسان زخمیان شوې دي او پولیسو د پیښې په ځائې کې نور بمونه هم ناکار کړې.

زخمیانو کې وپولیس چارواکې او زیاتره ملکې تنان شامل دي. ددواؤ زخمیانو حالات خراب ښودل شوی دی.

پولیسو ویئلې ځانمرگي برید د استنبول ښار په تکسیم چوک هاغه مهال شوی کله چې د اړې گړې مخنیوي د پاره هلته د پولیس چارواکې راجمع کیدل.

تکسیم چوک د گڼې گوڼی ځائې دی چرته چې دکانونه، هوټلونه او د خوراک ځایونه موجود دي او سیل گري ورته په گڼه شمیره کې ورځي. دغلته هاغه یادگار هم موجود دی چې په کال ١٩٢٨ کې د ترکي عصری ریاست د قا ئم کیدو په یاد کې جوړ کړی شوی دی.

په تکسیم چوک د حملې پړه په سملاسي توگه چا نه ده اخستې.

په تیر وختونو کې یو مشری ډلو په استنبول کې یو شمیر بمي چاؤدنې کړې دي چې پکښې اسلامي تندروه گوندونه او کردستان ورکرز پارټي یا پې کی کی شامل دي.

د پې کی کی یاغیان د ترکې په جنوب ختیز کې د کردانو اکثریتي سیمو کې خپل واکه هیواد جوړول غواړي خو په دې ورستۍ موده کې يي د حکومت خلاف په خپله توگه جنگ بندي اعلان کړې ده.

استنبول کې د اتوار په ورځ بمي چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د پي کی کی د طرفه د جنگ بندۍ میعاد ختمیدونکی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG