لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان کې د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي دي. سږ کال پاکستان کې د پوليو ټولې پېښې لسو ته ورسېدې او دغه لس واړه په شمالي وزيرستان کې رپورټ شوي دي.

د شمالي وزیرستان د صحت ضلعي مشر ډاکټر شمس الرحمان وي او اې ډیو ته د پوليو تازه دوه پېښې تاييد کړې او وې ویل، دا پېښې د ميرعلي او دوسلي په سيمو کې مخې ته راغلي دي.

هغه وويل په شمالي وزیرستان کې خلک اوس هم ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه ډډه کوي، ځکه ماشومان د پوليو ښکار کيږي.

نوموړي زیاته کړه د دوی ټيمونه کور په کور ګرځي خو خلک ترې ماشومان پټوي.

ډاکټر شمس الرحمان وويل، دوی هڅه کوي چې د جرګو د لارې دا خلک قانع کړي چې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او ماشومان د تلعمره معذوره نه بچ شي.

په شمالي وزیرستان کې د پوليو وروستۍ پېښه هم د روانې مياشتې په لومړو کې مخې ته راغلې وه. او د دې نه وړاندې نورې ټولې پېښې هم په شمالي وزيرستان کې رپورټ شوي دي.

دا چې د پوليو ټولې پېښې يواځې په شمالي وزيرستان کې ولې مخې ته راځي، ډاکټر شمس الرحمان وايي، دوی ته دغلته اوس هم دا مسله ورپېښه ده چې ټيمونه يې کور کور ته رسي خو مياندې او پلاران ټول ماشومان په لاس نه ورکوي چې دوی ورته څاڅکي ورکړي.

د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی اود ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وايي دا ډېره اهمه موضوع ده او ډېره سنګينه مسله ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، يو خو دغه سيمې ته ډېره توجه نه ده ورکړی شوې او بل دا چې د ټيمونو په کارکردګۍ هم خلک پوښتنې راولاړوي چې دوی هر ځای ته نه رسي.

هغه زياته کړه په سيمه کې بدامني هم د پوليو څاڅکو ټولو ماشومانو ته نه رسېدو يو علت دی. هغه وويل د هغه په نظر په شمالي وزيرستان کې د پوليو پېښې رامنځته کېدو په وړاندې غټ خنډ امنيت دی، ځکه په ځينو علاقو کې د امنیت مسلې اوس هم شته او هلته د پوليو ټيمونه نه شي رسېدی.

هغه وويل دغه مسله يې وخت په وخت د مرکزي حکومت سره شریکه کړې ده، خو په دغه لړ کې زياتې زمه واري د خېبرپښتونخوا حکومت جوړیږي او هغو سره یې هم په دغه موضوع بحثونه شوي پکار ده چې دا سنجيده مسله وګڼل شي.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو لس او تېر کال یوه پېښه مخې ته راغلې وه، په 2020 کې په پاکستان د پوليو 84 پېښې رپورټ شوې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG