لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوز دير: د پوليو د ټيم ساتونکي دوه پولیس په بريد کې وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په کوز دير علاقه کې نالومالومه کسانو د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټيم ساتونکي دوه پوليس په ډزو وژلي دي.

د کوز دير د لال قلعه پوليس وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې نن سهار د بشي ګرام په مرخڼۍ علاقه کې دوه پوليس فرمان الله او مکرم خان د پوليو ضد څاڅکي ورکوؤنکي ټيم ساتنې له روان ؤ چې په لار کې پرې نامالومو کسانو ډزې کړي دي.

د لال قلعه پوليس تاڼې يو افسر سلطان غني وايي د نامالومو کسانو په ډزو کې دواړه پولیس په ځای مړه شوي دي.

هغه وويل د پوليو کوم کارکوونکی په ډزو کې نه دی په نخښه شوی او د پېښې وروسته په علاقه کې د پوليو کمپاين هم روان ساتل شوی دی.

هغه زياته کړه د پېښې وروسته علاقې نور پولیس رسېدلي، د لټون عمليات يې پېل کړي خو تراوسه کومه ګرفتاري نه ده شوې.

تحريک طالبان پاکستان د دې بريد زمه واري منلې ده.

په کوز دير کې دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې په خېبرپښتونخوا کې چارواکو ادعا کړې وه د پوليو د کمپاين دپاره يې د امنيت کلک ګامونه پورته کړي دي.

په پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځني کمپاين نن درېمه ورځ ده چې پېل کړی شوی دی.

په پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې د پوليو ۱۰۴ پېښې مخې ته راغلي چې پکې تر ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا صوبه کې رپوټ شوي او شمېره يې ۷۵ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG