د امریکې صدر جوبایډن افغانستان نه د ځواکونو د وېستلو د خپلې فېصلې په کلکه دفاع کړی ده خو د هغه د حکومت مخالف ريپبلېکن پارټۍ د سېنېټ دوو غړو د افغانستان په لړ کې د امریکايي صدر په کارکردګۍ تنقید کړی دی.
د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا مکمل کېدو او په افغانستان کې د امریکې ۲۰ کلن جنګ د ختمیدو په مناسبت صدر بایډن قام ته خپله وېنا کې وویل پکار ده چې امریکايي ځواکونه د دې نه مخکې د افغانستان څخه ستانه شوی وی.
صدر بایډن وویل "مونږ یو داسې جنګ ته نور ضرورت نلروو چې پکار ده ډیر وړاندې ختم شوی وی." زه په افغانستان کې د بلې لسېزي دپاره د جنګ شروع کولو نه انکار کوم."
د وي او ای د رپورټ ترمخه د ریپبلېکن پارټۍ دوو سېنټرانو د افغانستان په اړه د صدر بایډن په کارکردګۍ تنقید کړی.
سېنټر بېن سېس وویل د صدر بایډن د "فتح په لوري تګ" د حقیقت نه لرې دی او هغه امریکایان یې د "دښمن د صفونو په شا پرېښودي دي چې د شرم خبره ده."
سېنټر کېون کرېمر وویل افغانستان نه د صدر بایډن انخلا "په مکمله توګه ناکامه وه."
سېنېټر کرېمر وویل د صدر بایډن "ګامونه د هغه منصب سره سمون نه خوري او د دنیا په سټېج زمونږ د ملک دپاره د شرمندګۍ سبب دي."
خو قام ته خپله وېنا کې صدر بایډن وویل هغه د انخلا په مکمله توګه مسولیت مني که څه هم دا د ګډوډۍ ښکار شوي هم وه.
صدر بایډن د افغانستان په پخواني صدر اشرف غني او په افغان امنیتي ځواکونو هم نېوکې وکړي چې د طالبانو مقابله یې ونکړی شوه.
د اشرف غني د ملک نه د وتلو او هغه حکومت د ختمېدو نه پس طالبان په کابل کې واک اختیار ته رسېدلي دي او په نړیواله ټولنه یې غږ کړی چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپيژني.
صدر بایډن په افغان جنګ کې د امریکې د جاني زیان ذکر هم وکړو او ویې وېل ۲۴۶۱ امریکايي عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي، د ۲۰۰۰۰ نه زیات زخمیان شوي او امریکې په افغانستان کې هره ورخ ۳۰۰ مېلین ډالر مصرف کول.