لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان خپلو بېلسټیک میزایلو ته پر "سامان وړونکو" کمپنیو د امریکې بندیز رد کړی دی


هم د چین ټېن جین د پاکستان مزایل پروګرام ته د الاتو رسد کړی دی. دې کپمنۍ ځینې داسې الات هم پاکستان ته ورکړي چې په خلايي تحقیق کې استعمالېدلی شي او سټېټ ډپارټمنټ وايي اندازه ده چې دغه سامان د پاکستان د مزایل او خلايي‌ تحقیق ادارې سپارکو ته هم ورکړی شوی دی
هم د چین ټېن جین د پاکستان مزایل پروګرام ته د الاتو رسد کړی دی. دې کپمنۍ ځینې داسې الات هم پاکستان ته ورکړي چې په خلايي تحقیق کې استعمالېدلی شي او سټېټ ډپارټمنټ وايي اندازه ده چې دغه سامان د پاکستان د مزایل او خلايي‌ تحقیق ادارې سپارکو ته هم ورکړی شوی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکې هغه پرېکړه رد کړې او دا یې "د برآمداتو د کنټرول سیاسي استعمال" بللی چې د چین او بېلاروس پر درو کمپنیو یې له دې کبله بندیز لګولی چې ګواکې د پاکستان د بېلسټیک میزایل پروګرام ته یې سامان آلات برابرول.

د خارجه وزارت ویاندې زهره ممتاز بلوڅ د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي، د پاکستان د بېلسټیک میزایل له پروګرام سره د اړیکو د شک په بنیاد له کوم ثبوت پرته په تېر وخت کې هم د تجارتي کمپنیو فهرستونه تیار کړی شوي دي. زهره بلوڅ ویلي:

"موږ د امریکې د تازه اقدام له تفصیله خبر نه یو، البته په ماضي کې هم ډېر داسې مثالونه شته چې د شک په بنیاد د بندیزونه فهرستونه تیار کړی شوي یا د بندیزونو په فهرست کې د نشتوالي باوجود هغه شیان حساس ګڼل شوي".

د خارجه وزارت ویانده وایي، پاکستان په وار وار دا خبره په ګوته کړې ده چې دغه شیان د ملکي تجارتي مقصدونو لپاره کارول کیږي ځکه نو باید د هغو پر برآمد کولو یا را لېږدولو له خپلسره بندیز څخه باید ډډه وشي.

په پراخه کچه د تباهۍ د وسلو او د وسلو د ویشتلو الاتو د مخنیوي په لړ د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت د جمعې په ورځ په هغو څلورو کمپنو د پابندیو اعلان وکړو چې د پاکستان بېلېسټېک مزایل او د اوږدې فاصلې پورې تلونکو مزایل پروګرام ته یې د الاتو او نور ساز او سامان رسد کولو.

د سټېټ‌ ډپارټمنټ په وېب پاڼه د جمعې په ورځ شایع شوي بیان کې وېل شوي چې بندیزونه په بېلاروس کې په مېنسک ویل ټرېکټر پلانټ، په چین کې مېشته زیان لاج ټېکنالوجي ډوېلېپمنټ، تیان جېن او ګرېنپېکټ کمپني لمېټېډ نومې کمپنو لګول شوي دي.

د سټېټ ډپارټمنټ د بیان ترمخه مېنسک ویل ټرېکټر پلانټ د پاکستان بېلېسټېک مزایل پروګرام ته د ګاډو چېسېسې ورکړي چې د پاکستان نېشنل ډوېلېپمنټ کامپلېکس، اېن ډي سي، د مزایلو په چلولو کې استعمال کړي دي. اېن ډي سي د پاکستان د مزایل ټېکنالوجۍ د ترقۍ اداره ده.

سټېټ ډپارټمنټ وايي‌ په چین کې مېشت زیان لاج ټېکنالوجي ډوېلېپمنټ کمپني لمېټېډ د اوږدې فاصلې پورې تلونکو بېلېسټېک مزایل پروګرام ته د مزایل سره تړلي الات ورکړي دي.

هم د چین ټېن جین د پاکستان مزایل پروګرام ته د الاتو رسد کړی دی. دې کپمنۍ ځینې داسې الات هم پاکستان ته ورکړي چې په خلايي تحقیق کې استعمالېدلی شي او سټېټ ډپارټمنټ وايي اندازه ده چې دغه سامان د پاکستان د مزایل او خلايي‌ تحقیق ادارې سپارکو ته هم ورکړی شوی دی.

ګرېنپېکټ کمپني لمېټېډ د سپارکو سره کار کړی او پاکستانۍ ادارې ته يې د لوی قطر راکټو موټرې د ازمایلو دپاره ورته الات ورکړي دي. د سپارکو نه علاوه ګرېنپېکټ اېن ډي سي ته هم د الاتو سپلايي یا رسد کړی دی.

سټېټ ډپارټمنټ وویل د بندیزونو په نتیجه کې په امریکا او د امریکې د واک اختیار لاندې سیمو کې د دې کمپنو اثاثې او مفادات تړل شوي دي او په اړه به يې سټېټ ډپارټمنټ ته معلومات ورکول کېږي. دې کمپنو سره په تړلو کسانو که هغه په امریکا کې او که د امریکې نه بهر دي هم بندیز لګول شوی دی.

د سټېټ ډپارټمنټ په پابندیو کې دا هم شامل دي چې دې کمپنیانو او کسانو سره د پېسو لېن دېن نشي کېدلی او امریکې ته یې په راتګ هم بندیز لګول شوی دی.

د امریکا اقدام په اړه د پاکستان دریځ په سمدستي توګه مخې ته نه دی راغلی.

امریکايي مامورین پاکستان سره د چین په دفاعي او اقتصادي همکارۍ تشویش لري خو چین او پاکستان دا تشویش ردوي.

چین د پاکستان په یو شمېر اېټمي بجلوګرو جوړولو کې هم مرسته کړې ده او دواړه ملکونه وايي دا همکاري د ملګرو ملتونو د اېټمي توانای ادارې ايي‌ ای ايي ای د تقاضو سره سمون خوري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG