لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده عرب اماراتو پاکستان ته دړکه غیر پارلیماني ده - څیړونکي


د پاکستان لخوا د سعودي عربستان سره د یمن خلاف جگړه کې په ډاگه نه اودرید لو په فیصله د متحده عرب اماراتو خا رجه وزير د غصې نه ډک بیان ورکړی دی. ښاغلي محمد انور قرقاش ویلي پاکستان ته به یې غَره ډوبې بیان او کردار گران پریوځي- څیړونکي واېي د ښاغلي قرقاش بیان غیرِ پارلیماني دی- د امریکې په نیویارک کې وتلې خبریال او څیړنکار جهانگيرخټک واېي د ښاغلي قرقاش بیان ښکاره دړکه ده- جهانگيرخټک واېي متحده عرب اماراتو په پاکستان کې سرمایه کاري کړیده او هلته په عرب هیوادونو کې گڼ شمیر پاکستاني کاروبارونه او مزدورئ کوي کومه چې یوه مهمه نقطه ده خو واېي چې په سيمه کې داسې هیوادونه شته دی چې په مشکل وخت کې به د پاکستان کومک وکړي-

نور تفصیل په دې مرکه کې واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:38 0:00

د امریکې په فلوریډا کې میشت پښتون څیړنکار او د انگریزۍ ورځپاڼې ډيلي ټائمز کالم ليکونکې ډاکټر تقي واېي هغو (د متحده عرب اماراتو خا رجه وزير) ډیره سخته ژبه استعمال کړیده او ډیره بربنډه دهمکي (دړکه) یې کړیده بائد داسې یې نه وې کړې – ډاکټر تقي واېي د پاکستان د پارلیمان په فیصله د هغوېي غصه نا اشنا نه ده خو داسې وینا چې حالات تاو تریخولي ته بوځي نه دي ورکول پکار- ډاکټر فکر کوي که چري پاکستان ځان ټينگ کړو نو د عرب ملکونو سره تعلقات خرابیدل به ډیر زیات مشکلات نه پیدا کوي –

نور تفصیل په دې مرکه کې واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:10 0:00

تیره ورځ د پاکستان پارلیمان په خپل قرارداد کې ویلي وو چې ديمن په معامله به بې پلوه اوسيږي- د پاکستان پارلېمان دا هم پریکړه کړې وه چې دسعودي عرب سيمه ايز سلامتیا ته يا بیت الله ته دڅه قسمه خطرې پيښيدو په وخت به پاکستان دسعودي عربستان سره اوږه په اوږه ولاړ وي -

دسعودي عرب په مشرۍ کې دجوړ شوي ائتلاف جنگي جهازونو په يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو په ضد په ٢٦م مارچ نه هواېي حملې شورو کړې دي- په یمن کې حوثي ياغيانو صدر عبد الربو منصور هادي په تېښته مجبور کړې وو او په سرښار صنعا يې قبضه کړیده-

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG