دپاکستان په غوښتنه دمتحده عرب اماراتو له بیلابیلو زندانونو څخه 325 پاکستاني بندیان خوشې کړل شوي.
په متحده عرب اماراتو کې دپاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي دشخصي پاکستاني ټي وي چینل جیوز نیوز سره خبرو کې ویلي دغه خوشې کړل شوي پاکستاني بندیان په وړو،وړو جرمونو کې ککړ وؤ اؤ پاکستان یې دخوشې کولو لپاره دمتحده عرب امارات حکومت نه غوښتنه کړې وه.
هغه وویل پاکستان متحده عرب امارات دصدر شیخ محمد بن زاید النهیان مننه کوي چې دعرب اماراتو په زندانونو کې بندي پاکستانیانو ته د قانوني خدماتو ورکولو هڅې کوي.
تېرکال دنومبر په میاشت کې دپاکستان خارجه وزارت په بهرنیو هیوادونو کې دبندي پاکستانیانو دشمیرې نه لاعلمي ښودلې وه اؤ قامي اسمبلۍ کې جمع کړي خپل یو رپورټ کې یې ویلي وؤ چې دهغو پاکستاني بندیانو کره شمیره ورسره هیڅ په لاس کې نشته چې په غیرقانوني توګه بهرنیو هیوادونو ته تللي اؤ هلته نیول شوي دي.
په اکتوبر کال 2019م کې دپاکستان خارجه دفتر مطبوعاتو ته په ښکاره کړو شمیرو کې ویلي وؤ چې دهیواد نه بهر مشت 88 لکو پاکستانیانو کې 11 زره اؤ 803 کسان دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو زندانونو کې بندي دي.
خارجه وزارت په هغه مهال ویلي وؤ 2 زره اؤ 937 پاکستانیان دسعودي عرب، یو زر اؤ 842 دیونیان،582 دهند،177 دافغانستان ،242 دچین ،188 دایران اؤ 226 کسان د ملایشیا په زندانونو کې بندیان دي.
خو په ورپسې کال بیا 2020م کې بیا دخارجه وزارت په رپورټ کې په بهرنیو هیوادونو کې دبندي پاکستانیانو شمیره 9991 ښودل شوې وه.
په دغو شمیرو کې د سعودي په زندانونو کې دبندي پاکستان شمیره2555،محده عرب اماراتو کې1998،هند کې 345،یونان کې884،انډونیشیا کې اته،ایرلینډ کې دوه ،ایران کې100،عراق کې 109،اټلي کې 291 اؤ چاپان کې 9ښودل شوې وه.
همدا شان دخارجه وزارت شمیرو کې ویل شوي وؤ چې په کویت کې هم 65،کینیا کې6،ملایشیا کې 242،لیبیا کې 30،هسپانیه کې163 اؤ ترکي کې 263 پاکستانیان بندیان دي.