د افغانستان دپاره د برطانيي استازي په کابل کې د طالبانو سره د مېرمنو او د اقلیتونو خبرې کړي دي او ای اېف پي خبري اداره وايي افغانستان نه د غېرملکي ځواکونو د وتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو برطانوي چارواکي د کابل سفر کړی.
ای اېف پي وايي افغانستان دپاره د برطانيي استازي سایمن ګاس د طالبانو نایب وزیراعظم ملا عبدالغني بردار او عبدالسلام حنفي د ملاقات تصویران په ټوېټرې شریک کړل.
رپورټ وايي برطانوي پلاوی چې کابل ته د قطر په مرسته رسېدلی و د طالبانو د ولکې نه یې د برطانيي عسکر بېن سلېټر ازادي هم ترلاسه کړه. سلېټر تېره میاشت طالبانو په داسې حال کې نیولی و چې افغان کډوال یې د تحفظ دپاره بدرګه کړي وو. دغه عسکر د برطانوي پلاوي سره د کابل نه ستن شو.
د برطانيي د حکومت یوې ترجمانې وویل ګاس د طالب مشرانو سره په دې اړه هم خبرې وکړي چې د ترهګرۍ خلاف جنګ او د بشري ناورین په مخ نیوي کې يې برطانیه څنګه مرسته کولی شي . په دې اړه هم خبرې وشوې چې هغه خلک چې د افغانستان نه وتل غواړي، طالبان دې باید لاره ورکړي.
برطانوي ترجمانې وویل برطانوي پلاوي اقلیتونو سره د سلوک او د مېرمنواو د جینکو د حقونو معامله هم راپورته کړه.
رپورټ دا هم وايي برطانوي چارواکي د افغانستان دوره په داسې حال کې هم کړې چې طالبان په نړیواله کچه د خپلې تنهايي د ختمولو کوښښونه کوي.
د ای اېف پي ترمخه د شلو کلونو جنګ او خارجې امداد ته اړ د افغانستان اقتصاد د نسکورېدو په درشل دی خو نړیوالو مرسته کوونکو امداد ودرولی او داسې څه په نظر نه راځي چې طالبان د بېړني حالاتو دپاره څه تګلاره لري. رپورټ وايي طالبان خارجي امداد ته په داسې حال کې هم سترګي په لاره دي چې د حکومت او د صحت کامندانو ته د تېرو څو میاشتو راهسې معاشونه یا تنخاګانې نه دي ورکړی شوي