لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په برطانیه کې د خونړۍ حملې ذمه واري ومنله


د مانچسټر په ارینا لوبغالي کې بم چاودنه په داسې وشوه چې د امریکې د پاپ موسیقۍ سندرغاړي اریانه گرانډی د موسیقۍ کانسرټ ختم شوی و او خلک بیرته روان وو
د مانچسټر په ارینا لوبغالي کې بم چاودنه په داسې وشوه چې د امریکې د پاپ موسیقۍ سندرغاړي اریانه گرانډی د موسیقۍ کانسرټ ختم شوی و او خلک بیرته روان وو

د برطانيي په مانچسټر ښار کې د موسیقۍ په محفل باندې د بم حملې ذمه واري داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیسته. په حمله کې ٢٢ کسان وژل شوي دي.

داعش وویل د "خلافت یو عسکر بمونه کښیودل" او بیا يي خلاص کړل. داعش په شام او عراق کې د خپلې ولقې دلاندې سیمو کې په خپل سر خلافت د قایمولو اعلان کړی دی.

د برطانيي پولیس ویلي حمله کونکي هم د دیسې بم په چاودنه کې وژل شوی دی. گل، دوشنبې، په ماښام شوي چاودنه کې ٥٩ کسان زخمیان دي.

د برطانيي وزیراعظم ټریسمه می ویلي پولیس او امنیتي مامورینو د حمله کونکي شناخت معلوم کړی دی خو د نور تصدیق ورسته به يي اعلان کړي.

پولیس دا هم ویلي چې په مانچسټر کې یو ٢٣ کلن تن يي گرفتار کړی دی خو دا تفصیل يي نه دی څرگند کړی چې بم چاودنې سره په څه ډول تړون لري.

د مانچسټر په ارینا لوبغالي کې بم چاودنه په داسې وشوه چې د امریکې د پاپ موسیقۍ سندرغاړي اریانه گرانډی د موسیقۍ کانسرټ ختم شوی و او خلک بیرته روان وو.

د چاودنې په اړه گرانډی په ټویټر خپل پیغام کې وویل "ځما سره الفاظ نشته" چې په پیښه پرې خپل خفگان څرگند کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکا په ورجینیا ایالت کې د هندواڼو هولي جشن ولمانځلی شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG