لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د برتانیې حکومت: په پاکستان کې زمونږ د مرستې په پیسو کې غبن ندی شوې


د ډیلي مېل په رپوټ کې شهباز شریف په غبن تورن شوی و

پس له هغه چې د برتانیې ډیلي مېل ورځپاڼې یو څیړنیز رپوټ خپور او هغه کې یې د مسلم لیگ ن گوند یو مشر او د پنجاب صوبې پخوانی وزیراعلی، شهباز شریف د برتانیې د ټیکس ورکوونکو د پیسو په غلا تورن کړ، د برتانیې حکومت غبرگون وښود او ویې ویل چې په یادو شویو پیسو کې کوم غبن ندی شوی.

د دې ترڅنگ، شهباز شریف هم گواښ کړی دی چې د برتانیې د ډیلې مېل ورځپاڼه به عدالت ته راکاږي. شهباز شریف پر خپل ټویټر لیکلي:

"د ډیلي مېل خلاف د قانوني گام اخیستو فیصله مې کړې ده. دغه خودساخته او گمراه کوونکې خبر، د عمران خان او شهزاد اکبر په اشاره چاپ شوی دی. مونږ به د دغو دوو ښاغلو خلاف هم قانوني کاروایۍ پیلې کړو. هسې هم عمران خان صاحب، تاسو تر اوسه زما لخوا د درېیو دغسې د سپکاوي د مقدمو جواب لا ندی راکړی."

د ډیلي مېل اخبار ترمخه، کله چې د برتانیې د نړېوالې پراختیا ادارې په پاکستان کې د ٢٠٠٥ کال زلزله ځپلو دپاره د پیسو مرسته وکړه، نو شهباز شریف چې هغه وخت د پنجاب وزیراعلی و، گني په دې پیسو کې یې غبن کړی او غلا شوې پیسې یې بیرته برتانیې کې د خپلې مېرمنې، بچو، او زوم اکاونټونو ته لېږلې وې.

ډیلي مېل د وزیراعظم عمران د ځانگړي استازي، شهزاد اکبر له خولې ویلي چې د پاکستان حکومت په دې اړه ثبوتونه جمع کړي دي.

مخکې تر دې چې د برتانیې د نړېوالې پراختیا اداره د دې خبرې په ردعمل کې بیان جاري کړي، د مسلم لیگ ن گوند مشرانو غبرگون وښود.

د گوند ویاندې، مریم اورنگزیب د ډیلي مېل رپوټ یوه بې اساسه قصه وبلله، او ویې ویل چې د دې ورځپاڼې پر خلاف قانوني مقدمه کولی شي.

هغې زیاته کړه چې دا ټوله قصه، د وزیراعظم عمران خان د سلاکار شهزاد اکبر په وینا خپره کړی شوې ده، چې مقصد یې د قاضي ارشد ملک له معاملې څخه د خلکو د پام اړول دي.

د برتانیې د نړېوالې پراختیا ادارې پخپل جاري کړي بیان کې ویلي: "په پاکستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې او بیا ودانولو د ادارې سره د برتانیې مالي مرسته په هغه مهال کې د نتیجې په مقابل کې د پیسو د ورکړې په بڼه وه ـ معنا دا چې مونږ فقط هغه وخت پیسې ورکولې چې ټاکل شوی کار به چې په اصل کې د سکولونو په بیاجوړولو یې ترکیز و، بشپړ شوی و، او دا کار وڅارل شو او بشپړېدل یې هم تصدیق شول."

په بیان کې زیاته شوې چې د برتانیې د ټیکس ورکوونکو پیسې بیځایه نه دي لگېدلي او د بریتانیې د حکومت کلک سیسټمونه، د غبن څخه د ټیکسونو د پیسو په ساتلو کې د اطمینان وړ دي.

XS
SM
MD
LG