لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکرایني چارواکي وايي روس د اوکراین د توانای په نظام حملې کوي


د اوکراین صدر ولادېمير زېلېنسکي په ټوېټر پېغام کې وویل په دونېڅک او په خارکیف سیمو کې مکمل تیاره ده او د ژاپوریژا په شمولو نورو سیمو کې په جزوي توګه بجلي نشته
د اوکراین صدر ولادېمير زېلېنسکي په ټوېټر پېغام کې وویل په دونېڅک او په خارکیف سیمو کې مکمل تیاره ده او د ژاپوریژا په شمولو نورو سیمو کې په جزوي توګه بجلي نشته

د اوکراین چارواکو ویلي روسي ځواکونو د اوکراین د توانای په نظام او نورو ملکي اډانو حملې کوي بلخوا د متحده قومونو د اېټمي توانای ادارې ویلي روس او اوکراین رضامندي څرګنده کړې چې د اوکراین د ژاپوریژا اېټمي بجلي ګر چار چاپیره دې حفاظتي علاقه قایم کړی شي.

د اوکراین ژاپوريژا اېټمي بجلي ګر نه چاپېره د حفاظتي علاقې قایموولو تجویز انټرنېشنل اټامک اېنرجي اېجنسي، ايي ای ايي ای، پس له هغې وړاندې کړو چې اوکراین او روس په یو بل الزامات پورې کول چې په روانه جګړه کې دغه بجلي ګر په هدف کوي.

ايي ای ايي ای د بجلې معاینې دپاره د ماهرینو ډله هم اوکراین ته لېږلې وه.

د ايي ای ايي ای مشر رقایل ګراسي د ګل، دوشنبې، په ورځ په ویانا کې وویل د ژاپوریژا اېټمي بجلي چاپیره د حفاظتي علاقي قامولو مقصد بجلي ګر سره نژدې د پوځي هلو ځلو مخه نیول دي. هغه زیاته کړه دواړه ملکونه د مجوزه حفاظي علاقې د قیام په اړه پوښتنې کوي، چې پکې د دوی دلچسپي څرګندوي.

د ايي ای ايي ای مشر د بجلي ګر په اړه دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې یوه ورځ وړاندې د اوکراین د حکومت اداره چې د اېټمبي بجلي ګر انتظام يې په لاس کې دی وویل چې د بجلي ګر اخېری ري اېکټر یا یا بټۍ يې هم په حفاظتي توګه وتړله.

بلخوا، اوکرایني چارواکو ویلي د اوکراین په شمال مشرقي سیمو کې د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ وروسته روسي ځواکونو د اوکراین د توانای په نظام او ملکي سهولتونو حملې شروع کړې دي.

د اوکراین صدر ولادېمير زېلېنسکي په ټوېټر پېغام کې وویل په دونېڅک او په خارکیف سیمو کې مکمل تیاره ده او د ژاپوریژا په شمولو نورو سیمو کې په جزوي توګه بجلي نشته.

صدر زېلېنسکي وویل په دغو سیمو کې پوځي اسانتیاوې نشته خو روسي ځواکونه خلک د توانای او د تودوخي نه محرومه ساتل غواړي.

بلخوا د اوکراین ځواکونو په ورستیو ورځو کې په خارکیف سیمه کې په جګړه کې برمختګ کړی دی او اېزوم ښار يې د روسي ځواکونو نه بېرته اخیستی دی.

د اوکراین د پوځ مشر جنرل وېلري زلوژني وویل د سېپټمبر میاشت د شروع کېدو راهسې د اوکراین ځواکونو قریباً درې زره مربع کلومېټره علاقه د روسي عسکرو نه بېرته اخيستي ده. هغه زیاته کړه د اوکراین عسکر د روس د سرحد نه ۵۰ کلومېټرو په فاصله کې دي.

د روس دفاع وزارت د خالي، شنبې، په ورځ وویل د ایزوم او په خارکیف سیمه کې روسي ځواکونه ځکه وروسته شوي چې په جنوب کې د دونېڅک په سیمه کې خپلې مورچې مضبوطول غواړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG