لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین د ماریوپول ښار نه په سلګونو سرتيري ویستلي دي


د سه شنبې یا نهې په ورځ د اوکراین پوځ په ماریوپول کې د ازوستال د فولادو له فابریکې یا کارخانې څخه د خپل پاتې سرتیرو په ایستلو کار وکړو. دغه ښار چې له تیرو دریو میاشتو راهسې د روسیې تر بمباریو لاندې محاصره شوی وو په بشپړه توګه ویجاړ شوی
د سه شنبې یا نهې په ورځ د اوکراین پوځ په ماریوپول کې د ازوستال د فولادو له فابریکې یا کارخانې څخه د خپل پاتې سرتیرو په ایستلو کار وکړو. دغه ښار چې له تیرو دریو میاشتو راهسې د روسیې تر بمباریو لاندې محاصره شوی وو په بشپړه توګه ویجاړ شوی

اوکرایني چارواکو تېره ورځ د مې په ۱۶مه د دوشنبې په ورځ له ۲۶۰ هم ډیر سرتیري له ماریوپول ښاره ایستلي دي.

د سه شنبې یا نهې په ورځ د اوکراین پوځ په ماریوپول کې د ازوستال د فولادو له فابریکې یا کارخانې څخه د خپل پاتې سرتیرو په ایستلو کار وکړو. دغه ښار چې له تیرو دریو میاشتو راهسې د روسیې تر بمباریو لاندې محاصره شوی وو په بشپړه توګه ویجاړ شوی.

د دفاع وزارت مرستیالې انا ملیار وویل، د ماریوپول په ختیځ کې د نووازوفسک په سیمه کې ۵۳ سخت ټپي شوي سرتیري یې روغتون ته لیږلي. نووازوفسک د روسي ځواکونو او روسي پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې دی.

ملیار زیاته کړه چې همداراز ۲۱۱ نور سرتیري یې د اولینویکا ښارګوټي ته انتقال کړي کومه سیمه چې د روسیې ملاتړو بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودمایر زیلینسکي تېره شپه د خپل ویډیويي خطاب له لارې ماریوپول څخه د سرتیرو د ایستلو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل "زه غواړم ټینګار وکړم چې اوکراین اتلانو ته اړتیا لري. زه فکر کوم چې هر تن به دا خبرې درک کړي. د ماریوپول د مدافعینو او سرتیرو د ژغورنې عملیات زموږ د نظامي او استخباراتي افسرانو لخوا پیل شوي. د هغوي کور ته د استولو کار دوام لري، او دا کار وخت ته اړتیا لري."

ښاغلي زیلینسکي د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره د اوکراین د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او پر روسیې یې د فشارونو او د بندیزونو د زیاتولو په اړه ویلي چې د جرمني پر ملاتړ ډیر حساب کوي ځکه چې اوکراین په اروپايي ټولنه کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه کوي.

بل لور ته د امریکا د خزانې وزیرې جینت ییلن په ملګرو هیوادونو غږ کړی چې د اوکراین لپاره خپل اقتصادي ملاتړ زیات کړي، او ویلي یې دي چې اعلان شوي مرستې به د دغه هیواد د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه وي.

د برسلز اقتصادي فورم ته ییلن وویل چې اوکراین "لوی ملاتړ" ته اړتیا لري، ځکه چې د خپل اقتصاد چلولو لپاره د دې هېواد د وګړو اساسي اړتیاوې پوره کړي.

اخوا سویډن د ناټو په پوځي اتحاد کې د شاملیدو رسمي غوښتنلیک لاسلیک کړ. دغه غوښتنلیک باید د موجودو 30 غړو هیوادونو لخوا تصویب شي.

همداراز د فنلنډ مشرانو د ناټو د غړیتوب لپاره د خپل ملاتړ څرګندونه کړې، چې تمه کیږي د سه شنبې په ورځ به تصویب شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که ناټو په فنلنډ او سویډن کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي، روسیه به یې ځواب ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG