لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو افغانستان کې د سختیو حالاتو اټکل کړی


د ملگرو ملتونو امنیي شورا یا سکیورټې کاؤنسل کې د افغانستان په موضوع بحث
د ملگرو ملتونو امنیي شورا یا سکیورټې کاؤنسل کې د افغانستان په موضوع بحث

افغانستان کې د ملگرو ملتونو مشر استازي وئیلې جنگ ځپلی هیواد راتلونکو څو میاشتو کې د امنیت سختو کړکیچنو حالاتو سره مخ کیدی شي.

سټفټین ډې مسټوره نیویارک کې د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کانسل ته وینان کې وئیلې د افغان او نیټو ځواکونو په شریکه کارویانو د کامیابۍ نتیچې لاس ته راؤړې دې خو بل اړخته د افغان حکومت مخلاف طاقتونه د حملو کوششونه کوي چې د هغوې د ناکامۍ د تاثر مخه اونسې.

ډې مسټوره وائې ددې مطلب دادی چې په راتلونکې وخت کې د سختو حالاتو د پاره تیارۍ اونیولی شې ځکه چې په راتلونکو میاشتو کې به د امنیت فضا سخته وي. هغه زیاته کړه په نورو ټکو کې دا څه داسې ډول هم ویل کیدی شې چې ددې نه وړاندې چې حالات بهرشې، دا نور هم خرابیدی شې.

ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر تنین د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا د سکیورټي کاؤنسل غونډې ته وویل چې کال ٢٠١٠ د افغانستان د پاره د ډیرو تاریخي پیښو نه ډک ؤ چې پکښې د افغانستان پارلیماني انتخابات او د افغانستان په موضوع باندې یو شمیر نړې وال کانفرنسونه اوشول.

هغه وویل هیواد کې د جوړ جاړي کوششونه به هم په وړمبو ترجیحاتو کې جاري ساتلی شي.

ظاهر تینن وویل چې د جوړ جاړې عمل د کامیابۍ د پاره طالبان باید په خلوص د امن خبرو اترو کې شرکت اوکړي. هغه په طالبانو غږ اوکړو چې د مفاهمت د کامیابۍ د پاره دې وسله اوغورځوي، د تشدد نه دې پشا شې او د امن لاره دې غوره کړې.

سکیورټي کاؤ نسل کې د افغانستان په موضوع بحث کې د امریکې استازي روز میري ډې کارلو هم برخه واخسته او وې ویل په کال ٢٠١٠ کې افغانستان کې په حقیقې معنوکې پرمختگ شوی دی.

روز میرې ډې کارلو وائې د افغان ځواکونو سره په شریکا د طالبانود پرمختگ مخه نیولې ده په دې کې ډیرې اهمې سیمې هم شاملې دي، په ډیرو سیمو کې د طالبانو خلاف شوی پرمختگ بیرته پشا تللی شي، خو په دې کې هیڅ شک نشته چې مونږ ډیرې علاقې د طالبانو د ولکې نه اخلو اوافغانان دغه سېمې خپل واک د لاندې راولي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG