لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: افغانستان کې امنیتې وضعه خرابیږي

رپورټ: افغانستان کې امنیتې وضعه خرابیږي
رپورټ: افغانستان کې امنیتې وضعه خرابیږي

د امریکې یوې مشهورې ورځپاڼې وئیلې د ملگرو ملتونو خفیه نقشو کې ښودل شوي دي چې افغانستان کې امنتي وضعه په خرابیدو ده، ددې باوجود چې سپېنې مانړۍ وئیلې افغانستان د پاره تگ لاري يي کامیابه ترلاسه کړې دي.

وال سټریټ جرنل نومې ورځپاڼې د گل په ورځ شائع شوې خپل رپورټ کې وئیلې چې د ملگرو ملتونو دوه نقشې يي لیدلې دي.

ورځپاڼه وائي یوه نقشه افغانستان کې د سږ کال د مارچ د میاشتې حالات ښائي او په دویمه نقشه کې د اکتوبر د میاشتې د اخرۍ ورځو حال ښودل شوی دی.

وال سټریټ جرنل وائي په نقشو کې ښودل شوې دي جنوبي افغانستان د مارچ او اکتوبر په میاشتو کې د امریکائې عسکرو په مشرۍ کې د نړي والو ځواکونو او طالبانو په منځ کې د جنگ تر ټولو خطرناک میدان دی.

وال سټریټ جرنل وائي د ملگرو ملتونو په نقشو کې هاغه ١٦ ولایتونه چې وړاندې محفوظ گڼلی کیدل هغه خطرناک گرځولی شوې دي او په شمالي، مرکزي او غربي افغانستان کې د هاغه ولایتونو شمیره کمه شوې ده چې وړاندې هلته د خطرې کچه ټیټه وه خو دغه خطرزیات شوی دی.

وال سټریټ وائې ملگرې ملتونه د سفر او د خپلو منصوبو چلولو په اعتبار د مختلفو سیمو د حالاتو جاج اخلي.

افغانستان کې د ملگرو ملتونو ترجمان وئیلې د هیواد په زیاتره برخو کې د تشدد د سیوا کیدو په وجه ملگرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو د پاره د امدادي سامان ویشل گران شوې دي.

د امریکې صدر باراک اوبامه وئیلې چې افغانستان کې پرمختگ جاري دی خو حالات نازک دي او ترلاسه شوی پرمختگ پشا کیدی شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG