لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه وايي په افغانستان کې جنگ دلاسه د زنانه ؤ په تلفاتو کې اضافه شوي


د یوناما مشر تدا میچي یممه موتو او د یوناما د انساني حقونو چارواکي میرمن ډی نییل بیل
د یوناما مشر تدا میچي یممه موتو او د یوناما د انساني حقونو چارواکي میرمن ډی نییل بیل

د تیرکال په مقابله کې د ٢٠١٧ م په وړمبو څلورو میاشتو کې جنگ دلاسه د زنانه ؤ په وژنه کې ٥۴ فیصد او د ماشومانو په مرگونو کې ١٧ فیصد اضافه شوي ده. ده خبره په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یوناما په خپل تازه رپورټ کې کړې ده.

یوناما خپل رپورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شائع کړو او د زنانه ؤ او د ماشومانو په مرگ ژوبله کې په اضافه يي تشویش څرگند کړو.

په رپورټ کې سږ کال د شروع راهسې د اووه سوه او پنځرلسو ملکي کسانو مرگونو ته کتنه شوي ده چې پکې اته اتیا زنانه او دوه سوه او لس ماشومان شامل دي. جنگ دلاسه څوارلسوه او شپږ شپیته ملکي کسان زخمیان شوي هم دي چې پکې یو سل او پنځه اتیه زنانه او پنځه سوه او پنځوشیت ماشومان دي.

د یوناما مشر تدا میچي یممه موتو د افغانستان په جنگ کې په ښکیلو ټولو فریقینو غږ وکړو چې ملکي کسان دې نقصان نه د بچ کولو هرممکن کوښښ وکړي. "په داسې حال کې چې د جنگ موسم شروع کیدونکی دی، زه ټولو فریقینو ته زاري کوم چې ملکي افغانان دې د زیان د محفوظ ساتلو دپاره په خپل وس کې هر ممکن اقدام وکړي. ملکي کسانو ته نقصان نه خو ضروري دی او نه د قبلولو وړ،" هغه وویل.

په افغانستان کې عام تاثر دادی د اړوي په موسم کې د هیواد په جنگونو کې شدت راځي او دا ځکه چې په غرونو پرتې واورې ویلي شي او په درو کې د وسله والو تگ راتگ اسان شی.

د یوناما د رپورټ ترمخه د سږ کال په وړمبۍ میاشتو کې د ماشومانو په تلفاتو کې څلور دیرش فیصده اضافه شوي ده.

سږ کال تر دا وخت اووه سوه او پنځه دیرش ماشومان په جنگ کې د تلفاتو ښکار شوي دي چې پکې د کم عمر هلکان او جینکۍ شاملې دي. "دا اووه سوه او پنځه دیرش د مرگ کیسې دي، دا د ژوبل کیدو، د بدني درد، د ذهني پریشانۍ او د غم کیسي دي،" یوناما د انساني حقونو چارواکي میرمن ډی نییل بیل وویل. هغې هم په جنگ کې ښکیلو ډلو باندې غږ وکړو چې ملکی کسان دي د نقصان نه محفوظ وساتي.

یوناما وايي ملکي کسانو ته زیاتره په میدان د کیدونکي جگړې دلاسه نقصان رسي، چې سږ کال يي شرح پنځه دیرش فیصد ده، ددې نه پس زیات تلافات د دیسي بمونو د چاودیدو له امله او په ځانمرگي او نورو پیچیده حملو کې رامنځته کیږي.

ملکي خلکو ته تر ټولو زیات تلفات سږ کال په کابل ولایت کې د ځانمرگي او نورو حملو دلاسه شوي. ددې ورسته بیا په هلمند، کندهار، ننگرهار، او اورزگان ولایتونو کې تر ټولو زیات ملکي کسان د تلفاتو ښکار شوي دي.

یوناما وايي ملکي کسانو ته تر ټولو زیات نقصان طالبانو دلاسه رسیدلی دی چې شرح يي دوه شپیته فیصد ده چې تیر کال ددې مودې په مقابله کې پنځه فیصد اضافه ده. افغان امنیتي ځواکونو دلاسه ملکي کسانو ته د نقصان شرح یویشت فیصد ده، چې تیر کال ددې وخت په مقابله کې دوه فیصد کموالی ښايي. خو د هوايي بمبارۍ دلاسه ملکي کسانو ته په تلفاتو کې اضافه شوي ده.

د افغانستان د اجرايي ریس عبدالله عبدالله دفتر د یوناما د رپورټ په جواب کې وویل افغان حکومت رپورټ ددې خبرې سره اتفاق لري چې ملکي خلکو ته زیاتره نقصان د وسله والو د ترهگرو حملو دلاسه رسيدلی دی. د اجرايي ریئس ترجمان مجیب الرحمان رحیمي وي او ای ته وویل حکومت د یوناما په دې وړاندیز کار کوی چې ملکي خلکو دپاره دې د امنیت حالات بهتر کړی شي.

یوناماه د کال دوه زره نهم راهسې ملکي خلکو ته د تلافاتو حسات کتاب ساتي شروع کړې دي او وايي تر دا وخت ٢٥٠٠٠ عام افغانان په هیواد کې د جنگ دلاسه وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG