لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: د وسله والو خلاف امریکايي هوايي بمبارۍ کې ٢٨ افغان ملکي وگړي وژل شوی


د یوناما مشر تدامیچي یماموتو د ملکي کسانو په وژل کیدو خفگان څرگند کړی دی او وې ویل د افغانستان کې په جنگ کې ښکیلې ټولې ډلې دې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي او ملکي کسان دې د تلفاتو څخه محفوظ وساتي
د یوناما مشر تدامیچي یماموتو د ملکي کسانو په وژل کیدو خفگان څرگند کړی دی او وې ویل د افغانستان کې په جنگ کې ښکیلې ټولې ډلې دې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي او ملکي کسان دې د تلفاتو څخه محفوظ وساتي

په نژدې ورځو کې د وسله والو خلاف د امریکي په دوو بیلا بیلو هوايي بمباریو کې ٢٨ ملکي افغانان وژل شوي او ١٦ نور زخمیان شوي دي. وژل شوي او زخمیان ټول زنانه او ماشومان دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په هرات او لوگرولایتونو کې د شوو دغه پیښو ابتداي نتیجې د اعلانولو په لړ کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفترو، یوناما، وویل مامورین دې ددغه هوايي حملو په بیړنۍ او په غیرجانبداره توگه پلټنې وکړي.

وړمبۍ حمله د گل، دوشنبې، په ورځ د هرات ولایت په شین ډنډ سیمه کې شوي وه چرته چې ویل کیږی ډرون طالب وسله وال په هدف کړي وو. یوناما وايي په دغه حمله کې دوه کورونه ولگیدل چې په نتیجه کې يي ١٥ ملکي کسان ووژل شو او څلور نور زخمیان شول.

دویمه هوايي بمباري د لوگر ولایت په پل عالم ولسوالۍ کې د شورو، چارشنبې، په ورځ وشوه چې پکې ١٣ ملکي کسان ووژل شو او ١٠ نور زخمیان شول. د ملگرو ملتونو د ابتدايي تحقیقاتو ترمخه، په هوايي بمبارۍ کې یو ملکي انگڼ په نښه شوی چې وسله والو به په هوايي جهازونو د حملو دپاره استعمالولو.

امریکايي پوځ ویلي په لوگر کې یې د حملې تحقیقات شروع کړي دي.

د یوناما مشر تدامیچي یماموتو د ملکي کسانو په وژل کیدو خفگان څرگند کړی دی او وې ویل د افغانستان کې په جنگ کې ښکیلې ټولې ډلې دې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي او ملکي کسان دې د تلفاتو څخه محفوظ وساتي.

یوناما ویلي ددې الزاماتو هم تحقیقات کوي چې ایا ملکي کسان قصداً لکه د زغرو په ډول خو نه دي استعمال شوي یعنې وسله والو د ملکي خلکو په شا ځانونه خو نه دي پټ کړي؟

یوناما خبرداری کړی دی چې په افغانستان کې د ملکي خلکو په تلفاتو کې ۴٣ فیصد اضافه شوي ده چې پکې ٩٥ هغه کسان هم شامل دي چې د سږ کال په وړمبو شپږو میاشتو کې په مختلفو هوايي بمباریو کې وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG