لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې جګړې په نړۍ کې تر ټول زيات خلک بې کوره کړي، ملگري ملتونه وايي


په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو راهسې روانې جګړې تر اوسه په نړۍ کې تر ټول زيات خلک بې کوره کړي دي، هم دغسې په شام کې 8 کلنې جګړې 13 ميلينه خلک بې کوره کړي دي
په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو راهسې روانې جګړې تر اوسه په نړۍ کې تر ټول زيات خلک بې کوره کړي دي، هم دغسې په شام کې 8 کلنې جګړې 13 ميلينه خلک بې کوره کړي دي

ملګري ملتونه وايې په ټوله نړۍ کې د 70 ميلينه نه زيات خلک بې کوره دي. په دې کې 25 ميلينه د خپل ملک نه بهر د کډوالۍ ژوند کوي چې تر ټولو زيات پناهګزين په دې وخت کې په ترکي کې مېشت دي.

په جنېوا کې روانې دوه ورځنۍ غونډه کې د يو شمېر مشرانو ترڅنګ د ترکي صدر رجپ طيپ اردوان هم دی.

جېليان ټرګزد ملګرو ملتونو د کډوالو د دفتر يو اېن اېچ سي آر غړی دی د صدر اردوان په اړه وايې، " مونږه د صدر اردوان په دې کانفرنس کې ګډونه ته ډېر لېواله يو او دا ګڼو چې د صدر اردوان مشري زمونږه لپاره د قدر وړ ده".

په شام کې د جګړې له عمله اکثره وګړو په ترکي کې پناه اخستې وه خو په شام کې جګړې د ختمېدو وروسته خلک بېرته شام ته روان دي هر څه که څيړونکي وايې شام کې اوس هم امن نه دی قوي شوی.

نوموړی ټرېګز زياتوي، "د جګړو د لا سه بې کوره شوي په زرګونو خلک خپلو خپلو سيمو ته په دې خيال ستنېږي چې دغلته به امن وي او دوي به خپل کورونه او کاروبارونه بيا آباد کړي او د خپلو بچو نيمګړی تعليم به مخ په وړاندې بوځي".

په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو راهسې روانې جګړې تر اوسه په نړۍ کې تر ټول زيات خلک بې کوره کړي دي، هم دغسې په شام کې 8 کلنې جګړې 13 ميلينه خلک بې کوره کړي دي.

فېلپ ګرانډي د ملګرو ملتونو د کډوالو د دفتر هايي کمشنر دی وايې، "ځينې خلک د ښه روزګارونو يآ اقتصاد په غرض کډې کوي خو زياتره پخپلو هېوادونو کې د بوګنونکي تشدد له وېرې په کډه کولو مجبوره وي."

پاکستان، ترکي، اردن، لبنان ، او جرمني داسې ملکونه دي چې د کډوالو د لوي بوج لاندې دي، او کډالي يا ماېګرېشن يواځنۍ داسې کشاله وه چې برطانيه يې د يورپ نه په بېلدلو مجبوره کړې ده.امريکا هم د کډوالو د مخنيوي لپاره خپلو قانونونه نور سخت کړي او خپلې پولې يې نورې ټېنګې کړي او تر دې چې د غېرقانوني مور پلار نه يې بچي شوکولي او هغوي يې خپلو خپلو ملکونو ته په زرو ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو هاېي کمشنر فېلپ ګرانډي وايې دغسې مسلې په نړيواله کچه اوارول د وخت ضرورت دی.

"کوم خلک چې امريکا ته ورځي او هلته سياسي پناه اخلي پکار ده چې د هغوي د کېسونو اورېدنه د انصاف سره سمه اوشي او د هغوي د خپلو بچو او کورنيو نه او نه شوکېږي، او که امريکا ته په دې لړ کې د کمک ضرورت وي نو مونږه تيار يو".

په جنېوا کې روانې دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د نړۍ د مشرانو او بشري حقونو او مدني ټولنو د فعالانو ترڅنګ نزدې 3000 مشران ګډون کوي چې په افغانستان، شام، برما، صوماليه، جنوبي سوډان او وېنزوېلا کې د روانو شخړو په اوارولو غور اوکړي د چرته نه چې په ميلينونو خلک بې کوره شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG