لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملگرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي له افغان حکومت سره د ملاتړ ډاډ څرگند کړی


د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا غړو په کابل کې د افغان صدر اشرف غني سره ولیدل
د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا غړو په کابل کې د افغان صدر اشرف غني سره ولیدل

کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ورغلي پلاوي یو ځل بیا د فساد سره د مبارزې او د سمیزې همکارۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې له افغان حکومت سره خپل ملاتړ څرګند کړی.

د امنیت د شورا پلاوي همدارنګه په افغانستان کې د امنیتي وضعې په ځانګړې توګه د القاعده، طالبانو او داعش په نامه ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې.

دغه پلاوي همدارنګه له یادو ستونزو سره د مبارزې په برخه کې د لا سترې سیمیزې او نړیوالې همکارۍ غږ کړی دی.

په ملګروملتونو کې د قزاقستان استازي کیرات عمروف چې په روانه میاشت کې ددغې شورا مشري کوي او کابل ته د امنیت د شورا د ورغلي پلاوي مشري هم کوي وویل:

"دا سفر یو فرصت وه چې د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د امنیت د شورا مرسته او ملاتړ یو ځل بیا تازه کړي."

په ورته وخت کې افغان حکومت وايي، کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له ورغلي پلاوي سره یې له افغانستان څخه د باندې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اسناد او شواهد شریک کړي دي.

جمهوري ریاست ویلي، ولسمشر غنی د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو ، روزنې او د هغوی د بهرني ملاتړ په اړه اسناد او شواهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوي سره شریک کړي دي.

ارګ ویلي، په دې لیدنه کتنه کې د افغانستان د ثبات او امن لپاره د سیمزې هکارۍ د زیاتوالي او پرپاکستان د فشارونو د زیاتیدو غوښتنه هم شوې ده.

د امنیت د شورا غړو په ملګرملتونو کې د امریکا د استازې نیکې هیلې په ګډون له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایه ریس عبدالله او یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره ولیدل.

د امنیت د شورا پلاوي همدارنګه د پارلمان له غړو، د ښځو او مدني ټولنو او د یوشمېر سیاسي ګوندونو له استازو سره وکتل او په اقتصادي، امنیتي او د بشري حقونو پر څېر په یو شمېر مهمو مسلو ورسره وغږېدل.

د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د هالنډ استازي کارل ون اوسټیورام په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي چې:

"مونږ په افغانستان کې د خپل سفر پرمهال د ښځو د پیاوړي کېدو پر مسلې زیات معلومات راټول کړل."

تمه ده په افغانستان کې به د روان کال په وروستیو کې پارلماني ټاکنې او په ۲۰۱۹ کال کې به د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

ددغو ټاکنو په اړه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د امنیت د شورا پلاوي ته معلومات ورکړيدي.

ټاکل شوې ده چې د امنیت شورا به د افغانستان د حالاتو په اړه د راروانې جمعې په ورځ د لوړې کچې خبرې او بحث وکړي.

تمه ده د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتاریس به د ملګروملتونو شورا ته خبرې وکړي او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر کیرات عبدالرحمانوف به د غوندي مشري کوي.

د ملګرملتونو د امنیت شورا دغه پلاوي له افغانستان څخه د خپلې لیدنې پرمهال د ملي یوالي د حکومت له مشرانو سره لیدلي او د افغانستان حالات یې له نږدې څارلي.

دغه ۱۵ کسیز پلاوی د جنورۍ له ۱۳ څخه تر ۱۵ نېټې پورې په کابل کې وو.

دا د ۲۰۱۰ کال راهیسې کابل ته د امنیت د شورا د ډپلوماټانو لومړنی سفر و.

افغانستان د کلونو اشغلو شخړو او کورنیو جګړو راوروسته هڅه کوي چې یوځل بیا په خپلو پښو ودریږي.

په ۲۰۰۲ کال کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د یوناما په نامه د افغانستان لپاره د مرستو ماموریت د هغه مهال د حکومت په غوښتنه رامنځته کړ.

دا هغه وخت و چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم نسکور شوی وه او د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت جوړ شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG