د ملګرو ملتونو چارواکو په غزه کې د جنګ غوښتنې تکرار کړي او ویلي یې دي په سیمه کې د خوراک، اوبو او د دوایانو سخت کمی دی.
د مقبوضه فلسطیني علاقو دپاره د ملګرو ملتونو د انساني امداد ادارې مشرې اېنډریا ډي ډومېنېکو وویل په غزه کې د مایوسۍ صورتحال پېدا شوی دی.
ډي ډومېنيکو د جمعې په ورځ د یروشلم نه په جنېوا کې خبریالانو سره خبرو کې وویل په سلګونو زرګونه فلسطینیان په تنګو ځایونو کې پناه دپاره یو ځای شوي چې دي، د صفايي نظام، غسلخانې او نور بنیادي سهولتونه نه لري.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر، په غزه کې د مرګ ژوبلې شمېرو ته په اشاره، په سمدستي ډول د جنګ بندۍ غوښتنه تکرار کړه. د جنګ 100 ورځې پوره کېدونکي دي.
د یو اېن هیومن رایټس افس ترجماې لېز تروسېل خبریالانو ته وویل "د انساني حقونو او د انساني" خواښوږۍ په بنیاد د جنګ بندۍ غوښتنه کوي. هغې وویل د جنګ بندۍ غوښتنه د خلکو مشکلات او د مرګ ژوبلې د ختمېدو دپاره کوي چې په موثره توګه انساني امداد غزه ته ورسوول شي.
تروسېل په غزه کې د اسرایل پوځي عملیات په پراخه کچه او تباه کوونکي وبلل او داه خبره یې هم وکړه چې فلسطیني مسلح ډلو په اسرایل بې دریغه راکټ حملو ته دوام ورکړی دی.
اسرایل تر اوسه د جنګ بندۍ غوښتنې رد کړي. اسرایلي چارواکي وايي په غزه کې د پوځي عملیاتو هدف حماس حماس او په سیمه کې انتهاپسندي ختمول دي.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ به د اسرایل او د حماس د جنګ 100 ورځې پوره شي.
د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف جنګ شروع کړی او اسرایلي چارواکي وايي حماس به ختموي. د حماس په حمله کې په اسرایل کې 1200 کسان وژل شوي دي. حماس تر 250 پورې کسان یرغمال هم نیولي وو چې ځینې ازاد کړی شوي خو ځینې اوس هم یرغمال او څه کسان وژل شوي هم دي.
امریکې، برطانیې، یورپین یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
په غزه کې د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت د جمعې به ورځ وویل په تېرو 24 ګنټو کې د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې 151 فلسطینیان وژل شوي او 248 زخمیان شوي دي. وزارت په یو بیان کې وویل د جنګ د شروع کېدو راهسې په غزه کې 23708 کسان وژل شوي دي چې په دریو کې دوه برخې په کې ښځې او ماشومان دي.
په غزه کې د مواصلاتي نظام کمپنۍ پېل ټېل د جمعې په ورځ وویل د جنګ دلاسه په ټوله غزه کې د مواصلاتو نظام قطع شوی و.
پېل ټېل په اېکس، پخواني ټوېټر، په غزه کې د انټرنېټ، موبایل او د ځمکني ټېلې فون نظام د قطع کېدو خبر ورکړو.
اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په اووم اکتوبر د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې په غزه کې اووه ځله د مواصلاتو نظام قطع شوی دی. پېل ټېل په غزه او د اسرایل په قبضه کې وېسټ بېنک ته خدمات ورکوي.
د اېجنسي فرانس پرېس خبریال خبر ورکړی چې د غزه په جنوب کې د خان یونس او رفح ښارونو ترمنځه سیمه کې حملې او د توپخانې بمباري شوې ده. په دغه سیمو کې د پناه په غرض د تلونکو خلکو ګڼه ګوڼه ده.
Forum