د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ خبرداری وکړو چې په غزه پټۍ کې بشري نظام د تباهۍ سره مخامخ دی او که سیمې ته په مناسب کچه خوراک او امدادي شیان ور و نه رسوول شوو نو ملکي خلک داسې نتیجو سره مخامخ کېدلی شي چې تصور یې هم نه شي کېدلی.
ګوټېرېس په یو بیان کې وویل په غزه کې سختي هر منټ زیاتېږي او که څه بنیاد بدلون و نه شو نوې د غزه خلک د غېر معمولي بشري مصیبت سره مخامخ کېدلی شي. هغه زیاته کړه چې ملګري ملتونه به غزه د مرستو رسوولو کوښښونو ته دوام ورکوي.
بلخوا اسرایلي پوځ د جمعې په ورځ وویل اسرایلي ځواکونه په غزه کې فعالیت پراخوي او اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي داسې ښکاري چې اسرایل په غزه ځمکنۍ حملې ته نږدې شوی دی.
هم د جمعې په ورځ په غزه کې د انټرنېټ او د ټېلې فون نظام قطع شو او دا رنګ ای پي وايي د سیمې د 2.3 مېلین خلکو د بهر دنیا او د یو بل سره رابطه ختمه شوه.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس مسلح ډلې د حملې وروسته، اسرایل د حماس خلاف د جنګ اعلان کړی دی او په زرګونو عسکر یې په غزه د ځمکنۍ حملې دپاره د غزه پولې سره نږدې جمع کړي دي.
د جمعې په ورځ هم په غزه د اسرایل هوايي بمبارۍ دوام لرلو خو ای پي وايي په تازه حملو کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات په سمدستي ډول نه ترلاسه کېدل ځکه چې معلوماتو ته لاس رسی مشکل شوی دی.
په اسرایل د حماس په حمله کې 1400 کسان وژل شوي دي. د حملې په جواب کې په غزه د اسرایل په هوايي حملو کې په زرګونو کسان وژل شوي او د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او د جمعې په ورځ وویل په غزه کې د وژل شویو کسانو څخه 41 فیصد ماشومان دي.
ګوېټرېس وویل هر څوک باید خپله ذمه واري ومني دا د حقیقت وخت دی او تاریخ په قضاوت کوي.
د فلسطيني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن ار ډبلیو مشر فلېپ لزریني د جمعې په ورځ په مشرقي یروشلم کې خبریالانو ته وویل چې د غزه اوسېدونکو ساه بندول کېږي.
هغه وویل په غزه کې خلک یوازې د بمونو او د حملو دلاسه نه وژل کېږي بلکې زر به هلته خلک په غزه د لګول شوي محاصرې له امله هم مړه کېږي، بنیادي خدمات په تباه کېدو دي، دوایانې، خوراک او اوبه په ختمېدو دي.
غزه دوه اشاریه دوه مېلین ابادي لري او د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه د دغې ابادۍ څخه یو اشاریه څلور مېلین خلک جګړې د شروع کېدو راهسې بې ځایه شوي دي.
د تېرو اتلسو ورځو راهسې په غزه کې بجلي په مکمله توګه نشته او د دوو هفتو د مذاکراتو وروسته د امدادي سامان وړمبۍ برخه چې په کې 73 ټرکونه وو د اکتوبر په 21 نېټه غزه ته ور ورسېده.
په نیویارک کې د ملګرو ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا د عمومي شورا خصوصي بېړنۍ غونډې د جمعې په ورځ په دویمه ورځ هم دوام لرلو.
د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې په هغه قرارداد غور کولی شي چې اردن وړاندې کړی او په سمدستي ډول او د مستقل ډز بندۍ غوښتنه کوي. ټاکل شوې چې هم د جمعې په ورځ به په قرارداد ووټونه کولی شي.
د زیارت، پنجشنبې، د ورځ د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې د ادرن خارجه وزیر اېمن الصفدي وویل د خپلې دفاع حق د خلکو د بې دریغه وژلو اجازت نامه نه ده.
هغه وویل اجتماعي سزا د خپله دفاع نه بلکې جنګي جرم دی. هغه زیاته کړه ممکنه ده چې اسرایل به د قراراداد مخالفت کوي خو پکار ده چې نور ملکونه په قرارداد رای وکړي او د امن په حق کې ودرېږي.
که څه هم د جنرل اسمبلۍ د قرارداد منل لازمي نه وي خو دا د نړیوالې ټولنې د رای اظهار کوي.
ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل استازي وویل حکومت یې د فلسطیني ولس سره نه بلکې د حماس سره په جنګ دی. هغه حماس د نوي دور نازیان وبلل.
اسرایلي سفیر ګېلاد اردن د مجوزه قرارداد مخالفت وکړو چې د حماس ذکر په کې نه دی شوی او د ډزې بندۍ غوښتنې یې هم رد کړې. هغه وویل د حماس صلاحیتونو په مکمله توګه د ختمولو دپاره به اسرایل هره ممکنه طریقه استعمالوي.
اسرایلي استازي وویل د ډزبندۍ غوښتنه د امن کوښښ نه دی، دا د اسرایل لاس تړل دي چې خپلو شهریانو ته د خطر ختمولو مخه يې نیسي.
امریکې هم په قرارداد کې د حماس غندنه په نه کېدو تنقید وکړو.
کېنېدې په قرارداد کې د ترمیم تجویز کړی چې دغه دواړه عناصر په کې شامل کړی شوي دي.
Forum