لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده قومونو مشر په نړیواله ټولنه غږ کړی چې سېلابونو ځپلي پاکستان سره دې مرسته وکړي


په جنیوا کې د غونډې کوربتوب متحده قومونو او پاکستان په مشترکه ډول کړی و. د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او د اقوام متحده مشر اېنټونیو ګوټېرېس
په جنیوا کې د غونډې کوربتوب متحده قومونو او پاکستان په مشترکه ډول کړی و. د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او د اقوام متحده مشر اېنټونیو ګوټېرېس

د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوېټېرېس د ګل، دوشنبې، په ورځ په جنیوا کې د یوې نړيوالې غونډې په موقع غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې سېلابونو ځپلي پاکستان سره مرسته وکړي او د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف غونډې ته وویل د بیا بحالۍ د هلو ځلو دپاره پاکستان شپاړس اشاریه درې بېلین ډالرو ته ضرورت لري چې نیما برخه به یې اسلام اباد خپله پوره کوي.

د غونډې په موقع اسلامي ترقیاتي بېنک پاکستان سره د څلور اشاریه دوه بېلین ډالرو، امریکې د سل مېلین ډالرو او فرانس د لس مېلین ډالرو امداد ژمنه وکړه.

تېر کال د اوړي په موسم کې په پاکستان کې د سېلابونو دلاسه د ۱۷۰۰ نه زیات کسان مړه شوي او تر اته مېلین پورې خلک بې کوره شوي وو. سېلابونو چې د پاکستان دریمه برخه يې د اوبو دلاندې کړه وه، د سړکونو او هسپتالونو په شان د بنیادي سهولتونو اډاڼې او زراعت ته په پراخه کچه نقصان رسېدلی دی. د بیا بحالۍ په کارونو د مصرف اندازه شپاړلس اشاریه دوه بېلین ډالر لګول شوې ده.

ماهرین ګڼي چې پاکستان کې سېلابونه په موسم کې د بدلون نتیجه ده.

د جنیوا غونډې ته چې پکې تر ۴۰ پورې ملکونو استازو او د نړیوالو مالیاتي او امدادي ادارو مامورینو شرکت کولو، ګوټېرېس وویل پاکستان د موسمي بدلون تباهۍ او د نړیوال مالیاتي نظام ځپلی دی.

د اسلامي ترقیاتي بېنک صدر محمدالجسیر وویل په اینده څلورو کلونو کې به بېنک پاکستان ته څلور اشاریه دوه بېلین ډالر ورکوي.

د نړیوالې ترقۍ دپاره د امریکې ادارې یواېس اېډ یو چارواکي د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې امریکا به پاکستان سره د یو لس مېلین ډالرو نور امداد کوي. دغه اعلان د یواېس اېډ نایب مشرې اېسوبېل کولمېن د خبریالایانو سره د خبرو په مهال وکړو.

ګوټېرېس وویل د پاکستان ولس په بهادرۍ د سېلابونو مقابله کړې ده او پکار ده چې نړیواله ټولنه هم ورسره په دغه کچه مرسته وکړي چې د اینده دپاره مظبوط پاتې شي. هغه وویل پاکستان یو خوا موسم د ګډوډۍ ځپلی نو بلخوا په اخلاقي لحاظ دیوالیه نړیوال مالیاتي نظام ځپلی دی. هغه غوښتنه وکړه چې داسې لارې چارې د ولټول شي چې ترقي پزیر ملکونه هم په قرضونو کې رعایت او مالي وسایلو ته لاس رسی ولري.

ګوټېرېس وویل موسمي بدلون د مرګ او ژوند خبره ده او په دې خبره مایوسه دی چې نړیوال مشران په لړ کې د ضرورت مطابق اقدامات او سرمایه کاري نه کوي.

روېټرز خبري اداره وايي قرضونو د ادا کولو او خوراکي سیان او د توانای د درامد کولو دپاره پاکستان اضافي مالي وسایلو ته ضرورت لري او د جنیوا غونډې په څنډه کې به د پاکستان د خزانې وزیر د نړیوالې مالیاتي اداري ايي اېم اېف یو پلاوي سره ملاقات کوي.

د ايي اېم اېف سره د خبرو په اړه د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف وویل د مالياتي ادارې هر شرط به مني او عملي کوي به يې. هغه وویل د ايي اېم اېف نه یې غوښتلي چې پاکستان ته دې د ساه اخیستلو ځای ورکړی شي.

د سېلابونو وروسته د بیا ابادۍ د ضرورتونو په اړه شهباز شریف وویل چې په اینده دریو کلونو کې به پاکستان اته بېلین ډالرو ته ضرورت لري. هغه وویل نور اته بېلین ډالر به پاکستان خپله برابروي.

روېټرز وايي دلته لوی پوښتنې پرتې دي او هغه دا چې دغه بقایا پېسې به کوم ځایه راځي، په داسې حال کې چې د ابتدايي پړاو بېړني امدادي مرستو ته هم نیم په نیما مالي وسایل ورکړی شوي دي.

د جنیوا په غونډه کې د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران د وډیو دلارې شرکت وکړو او ويې وېل قرضدارانو سره خبرو کې پېرس د اسلام اباد سره مرسته کولی شي. هغه وویل د سېلاب په لړ کې به فرانس پاکستان ته اضافي لس مېلین ډالر ورکوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG