لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو سر منشي په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی 


د ملګرو ملتونو سر منشي یا مشر انتونیو ګوټېرس خبرداری ورکړی ٫٫ په افغانستان کې بشري ناروین٬٬ روان دی چرته چې د دغه هیواد د نیمې نه زیاته ابادي د ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وتلو او دغلته هر څه طالبانو ته حواله کولو وروسته د ملګرو ملتونو مشر دغه خبرې د افغانستان په اړه په یو بیان کې کړي.

نوموړي ویلي ٫٫ په دې ورځ افغانستان یو نوي پړاو ته داخلیږي، ځه په دغه هیواد کې روان بشري ناروین، اقتصادي ستونزو او د عامو افغانانو د ژوند بنیادي ضرورتونو د منځه تللو په خطرو ژوره اندېښنه لرم.٬٬

په افغانستان کې وچکالي، راونې جګړې او کرونا وبا ۱۸ مېلینه افغانان د خوراک د کمې سره مخ کړي او د افغانستان د نیم نه زیات ماشومان چې عمرونه یې د پینځه کالو نه کم دي راتلونکي کال د خوار ځواکۍ یا د خوراک د کمۍ سره مخ کیدی شي.

ښاغلي ګوټېرس زیاته کړې، په افغانستان کې یو بشري ناروین یا انساني ستونزه راروانه ده.

ملګري ملتونه د کال ۱۹۶۰م راهسې په افغانستان کې د افغانانو مرستې کوي. په خپل بیان کې د ملګرو ملتونو سر منشي ویلي په افغانستان کې به د بشري مرستو نظام پاتې کیږي او د افغانانو د مرستو ژمنې به ژوندۍ وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې چې په تیرو دوو اونیو کې چې د کله نه د افغانستان حکومت ړنګ شوی، ملګرو ملتونو په افغانستان کې ۸۰ زره خلکو ته خوراکي مرستې رسولي او په افغانستان کې دننه بې کوره شوي په زرګونو نورو کورنیو ته یې امدادي پېکجونه رسولي.

د دوایانو ډک دریو لویو جهازونو کې یو جهاز تیره ورځ افغانستان ته رسیدلی. په مجموعي توګه سږ کال ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اته میلینه افغانانو مرستې کړي.

خو ملګري ملتونه د فنډونو د کمۍ سره مخامخ ده. سږ کال دغه نړیوالې ادارې د مرسته کونکو هیوادونو نه د ۱.۳ بیلینه ډالرو د مرستو غوښتنه کړې. خو تر اوسه یې د دغه غوښتل شوي امداد یواځې ۴۰ سلنه برخه ترلاسه کړی.

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوټېرس زیاته کړې اداره به یې راروانه اونۍ د نورو ضروروتونو لپاره د نورو مرستو غوښتنه کوي. نوموړي ویلي، ځه په ټولو غړو هیوادونو او حکومتونو غږ کومه چې د افغانستان د اولس د ضرورت او دې تیرو په وخت کې نورې مرستې وکړي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG